پوځ
From Wikipedia, the free encyclopedia
يو پوځ يا يوې پوځي ځواک (ن.) ته د يوه هېواد د ساتنې ځواک هم وييل کېږي. پوځي ځواک د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو تناسخي پړاونو نه تېر شوي. پوځونه د پېړيو پېړيو راپدېخوا په بېلابېلو سيمو او ټولنو کې وه او شته. خو په لرغوني پېر کې د پوځ جوړښت ډېر ساده وه او يواځې سرتېري په تېرو لرگيو او تيږو سمبال وه، د وخت په تېرېدو سره او د انسان د پوهنيز پرمختگ سره سم د پوځونو بڼې هم بدلې شوې، يو وخت داسې هم راغی چې پوځيان په آسونو سپاره به وه او وسپنيزې وسلې لکه تورې، نيزې او ډال به ورسره وه، د ځينو سره به غشي او لينده هم وه ورو ورو د نورو لاس ته راوړنو سره د ودانيو او د وگړو د مېشت ځايونو بڼې هم بدلې شوې، د بېلگې په توگه د ښار چارپېر به خلکو دېوالونه جوړول او د پاچا لپاره به يې ټينگې کلاگانې او دنگې ودانۍ جوړولې. د وسلو بڼې هم په بېلابېلو زمانو کې بدلې شوې او پليټکښ توپکونه او توپونه راووتل چې آن پدې نوي عصر کې د ماشين گڼو او نوي پوځي سامانو لکه ټانکونه آلوتکې او کمپيوټري جنگي آلې په پوځونږ کې نور هم انقلاب راوستی، اټکل داسې دی چې په راتلونکې کې به داسې پوځي قوتونه وي چې پوځيان او سرتېري به يې يواځې ماشينونه وي نه انسانان، خو د داسې يوې پوځې قوې شتون به د انسانانو ژوند نور هم د خطر سره مخ کړي.
که څه هم چې پوځ هرې هغې قوې ته وييل کېږي چې په وسلو سمبال وي، خو په ټولگړي مانا پوځ د کارپوه سرتېرو يا چريکي سړو هغه منظمه دايمي قوه ده چې يواځې د جنگي مسايلو او د جنگ لپاره روزل کېږي او د هغو ملېشو او داوطلبو نه چې د عامو وگړو نه جوړ او د لږې روزنې په ورکړې سره د اړتيا په وخت کې کله چې يو ملت د بشپړه جگړې په حالت کې وي او د يوه لنډمهالې قوې په توگه پکار وړل کېږي، توپير بايد ځنې وشي. د پوځ وييکه د اصلي اردو يا د يوه هېواد د ساتلو اصلي قوې ته اشاره کوي.
هغه اند چې په يوې ټولنه کې پوځ ته د لومړيتوب حق ورکوي، د ملېټريزم يا پوځي کېدنې په نامه يادېږي.