څلورم وېلیام
From Wikipedia, the free encyclopedia
څلورم ویليام (ویلیام هینري د ۱۷۶۵ ز کال، د اګست له ۲۱مې نه د ۱۸۳۷ زکال د جون تر ۲۰ مې پورې) د انګلستان او آیرلنډ پاچا او د ۱۸۳۰ ز کال د جون له ۲۶ مې نه تر ۱۸۳۷ ز کال پورې تر خپلې مړينې د هانوور د کورنۍ پاچا تېر شوی دی. د درېیم جورج دریم زوی، وېلیام د خپل مشر ورور څلورم جورج ځایناستی شو، چې د برېتانیوی هانوور کورنۍ وروستی پاچا او له پای نه دویم واکمن و.
څلورم وېلیام | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
پلار | |
مور | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
ویلیام په ځوانۍ کې په شاهي سمندري ځواک کې خدمت ترسره کړ، چې ډېر وخت يې په شمالي امریکا او کارابین سیمو کې تېر کړ، چې وروسته یې د سمندري ماڼو شاه لقب ترلاسه کړ. هغه په ۱۷۸۹ ز کال کې د کلارنس او سینت اندریو د ډوک لقب تر لاسه کړ. په ۱۸۲۷ ز کال کې هغه د برېتانیا د لومړي ستر امیر البحر په توګه له ۱۷۰۹ ز کال وروسته وګومارل شو. لکه څرنګه چې د هغه دوه مشران وروڼه مخکې تر دې چې کوم مشروع وارث شاته پرېږدې، له نړۍ سترګې پټې کړې، نو هغه د ۶۴ کلونو په عمر تخت په میراث یووړ. د نوموړي د واکمنۍ په اوږدو کې ډېر اصلاحات تر سترګو کېږی، لکه: د بېوزلانو د قانون اصلاحات، د ماشومانو د کار محدودیت، نږدې په ټوله برېتانوي سترواکۍ کې د غلامۍ پای او د ۱۸۳۲ ز کال د اصلاحاتو د قانون پر بنسټ، د برېتانیا د ټاکنو په سیستم کې د سمون راوستول. که څه هم وېلیام د خپل ورور او پلار په شان په سیاست کې ښکېل نه و، خو هغه د برېتانیا وروستی واکمن و، چې د پارلمان د ارادې پر خلاف يې لومړی وزیر وتاکه. نوموړي د المان سلطنت ته یو لنډمهاله لیبرال اساسي قانون وړاندې کړ.
ویلیام د خپلې مړینې په مهال هېڅ ژوندی مشروع ماشوم نه درلود، خو د ممثلې ډوروتیا جاردون، چې له هغې سره یې شل کاله ګډ ژوند کړی و، له لسو نامشروع ماشومانو نه یې آته ژوندې درلودل. هغه د خپل ژوند په وروستيو کې واده کړ او په ښکاره توګه د ساکس-میننګن شهزادګۍ ادیلېد ته وفاداره پاتې شو. په برېتانیا کې د وېلیام ځایناستې د هغه ورېره ویکتوریا شوه او د هانور په کورنۍ کې یې ورور ارنسټ اوګوستوس ځایناستی شو.