ژرمن دو سټایل
From Wikipedia, the free encyclopedia
انه لویز ژرمن دو سټایل-هولشټاین (فرانسوي: [an lwiz ʒɛʁmɛn də stal ɔlstajn]؛ فامیلي نوم یې نېکر دی او د ۱۷۶۶ د اپرېل له ۲۲مې د ۱۸۱۷ د جولای تر ۱۴مې یې ژوند کړی)، چې په عام ډول د مېډم دو سټایل په نوم پېژندل کېږي. نوموړې یوه فرانسوۍ لیکواله او سیاسي تیورېسته او د فرانسې د مالیې وزیر ژاک نېکر لور وه. نوموړې د فرانسې له انقلاب او ناپلیوني دورې څخه د د بوربونیانو د بیاواکمنۍ (French Restoration) تر وخته د منځدریځۍ او اعتدال یو غږ و. د ۱۷۸۹ کال په عمومي اسمبلۍ او د ۱۷۸۹ کال د بشر او اتباعو د حقونو اعلامیې په جریان کې یې حضور او رول لرلی. د ۱۷۹۴ او ۱۸۱۰ کلونو ترمنځ له بنیامین کانسټنټ سره د فکري همکارۍ له کبله دوی د خپل وخت ترټولو مشهوره فکري جوړه وه. نوموړې د نورو په پرتله ژر د ناپلیون پر ظالمانه شخصیت او طرحو پوهه شوه. نوموړې د ډېرو کلونو لپاره د جلاوطنۍ ژوند وکړ - لومړی د ترور او وحشت د واکمنۍ پرمهال او وروسته بیا د ناپلیون لخوا د شخصي تعقیب او ځورونې له امله.[4][5][6]
ژرمن دو سټایل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | پاريس [1] |
مړینه | پاريس [2] |
ژوند ملګری | بنیامین کانسټنټ [3] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
په جلاوطنۍ کې نوموړې په ټوله اروپا کې د خپلو بې ساري اړیکو د شبکې له کبله د کوپیټ فکري ډلې پر مرکزیت بدله شوه. په ۱۸۱۴ کال کې د هغې یوه همدوره څرګنده کړه چې "د اروپا لپاره د ناپلیون پر وړاندې درې لوی ځواکونه مبارزه کوي: انګلستان، روسیه او مېډم دو سټایل". د یوې ځیرکې او تکړه بحث کوونکې په توګه چې تل به د زړورتیا او جرات پر جامو سمبال وه، هغې د خپل وخت په سیاسي او فکري نړۍ کې هڅونه او خوځښت راټوکولی و. د هغې اثار، هغه که ناولونه دي که د سفر ادبيات یا شعرونه دي، چې پر انفراديت او جذبه ټینګار کوي، پر اروپایي فکر یو تلپاتې اغېز او نښه پرې اېښې ده. دو سټایل د رومانتیزم مفکوره په پراخه کچه د تکرار کارولو له لارې خپره کړه.[7]