یوجین وي ډېبس
From Wikipedia, the free encyclopedia
یوجین وېکټور "جین" ډېبس (د ۱۸۵۵ کال د نومبر ۵مه – د ۱۹۲۶ کال د اکتوبر ۲۰مه) یو امریکایی سوسیالېست، سیاسي فعال، د کارګرانو د اتحادیې غړی، د نړۍ د صنعتي کارکوونکو (IWW) یو بنسټګر غړی او د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ لپاره د امریکا د سوسیالېست ګوند پنځه ځله نوماند و. ډېبس ولسمشرۍ ته د خپلې نوماندۍ او د کارګرو له غورځنګونو سره د مرستې له لارې په متحدو ایالتونو کې پر یوه مشهور سوسیالېست بدل شو.[1]
یوجین وي ډېبس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | د امریکا سوسیالېست ګوند (۱۹۰۱–)
ديموکراتيک ګوند (العقد 1870–۱۸۹۶) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
ډېبس د خپل سیاسي ژوند په لومړیو کې د ډیموکراټ ګوند غړی و. په ۱۸۸۴ کال کې د اینډیانا عمومي اسمبلۍ ته د یوه ډیموکراټ په توګه انتخاب شو. ډېبس له څو کوچنیو اتحادیو سره تر همکارۍ وروسته د لوکوموتیو د اور وژنې د اتحادیې په ګډون په ۱۸۸۸ کال کې د «سيبي انډ کیو» د رېل پټلۍ پر ضد په یوه لوی لس میاشتني کاربندیز کې د خپلې اتحادیې مشري وکړه. ډېبس د امریکا د رېل پټلۍ اتحادیې په جوړولو کې اساسي رول درلود چې د امریکا له لومړنیو صنعتي اتحادیو څخه وه. کله چې د ۱۸۹۴ کال په اوړي کې د «پولمن پَلېس د موټر جوړولو شرکت» کارکوونکو د حقالزحمې د کمېدو پر سر یو پراخ کاربندیز وکړ، ډېبس د دغه شرکت له ډېری کارکوونکو سره خپلې اتحادیې ته د راتګ لپاره تړون وکړ. ډېبس د پولمن موټرو په واسطه د لېږد پر وړاندې د ARU د پرېکون مشري وکړه، دا پرېکون د پولمن پر سراسري کاربندیز بدل شو چې د ډيټرویټ پر اکثرو سوېلي کرښو او په ۲۷ ایالتونو کې یې پر څه باندې ۲۵۰۰۰۰ کارګرو اغېز وکړ. ولسمشر «ګروور کلیولنډ» د خپل مقام د ساتلو په موخه د کابندیز د ماتولو لپاره د متحدو ایالتونو پوځ وکاراوه. ډېبس د ARU د مشر په توګه د کاربندیز پر ضد د محکمې له حکم څخه د سرغړونې له امله پر فډرال تورونو محکوم او شپږ میاشتې زنداني شو.
ډېبس په زندان کې د بېلابېلو سوسیالېستي نظریو اثار ولوستل او شپږ میاشتې وروسته د نړیوال سوسیالېستي ګوند د یوه ژمن پیرو په توګه را څرګند شو. ډېبس د امریکا د سوسیال ډېموکراسۍ (۱۸۹۷)، د امریکا د سوسیال ډېموکراټيګ ګوند (۱۸۹۸) او د امریکا د سوسیالېست ګوند (۱۹۰۱) له بنسټګرو غړو څخه و. ده پنځه ځله د سوسیالېست په توګه د متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ. په ۱۹۰۰ کال کې یې (۰.۶ سلنه رایې ترلاسه کړې)، په ۱۹۰۴ کې یې (۳.۰ سلنه)، په ۱۹۰۸ کې (۲.۸ سلنه)، په ۱۹۱۲ کې (۶.۰ سلنه) او په ۱۹۲۰ کال کې یې (۳.۴ سلنه) رایې ترلاسه کړې، وروستی ځل يې هم له زندان د ننه ځان نوماند کړی و. نوموړی په ۱۹۱۶ کال کې له خپل ټاټوبي اینډیانا ایالت څخه د متحدو ایالتونو کانګرېس ته هم نوماند و.
ډېبس د خپلو ویناییزو مهارتونو له امله مشهور و. په ۱۹۱۸ کال کې یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د امریکا د ګډون غندلو په اړه وینا وکړه او دا وینا یې د دویم ځل نیول کېدو لامل شوه. دی د ۱۹۱۸ کال د سرغړونې د قانون له مخې مجرم وګڼل شو او په لس کاله بند محکوم شو. ولسمشر «وارن جي هارډېنګ» د ۱۹۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې بښنه ورته وکړه. ډېبس په ۱۹۲۶ کال کې په روغتون کې تر کم وخت بستري کېدو وروسته د زړه او رګونو د هغو ستونزو له امله مړ شو چې په زندان کې ورته پیدا شوې وې.