افريقا
لويه وچه / From Wikipedia, the free encyclopedia
افريقا د نړۍ دويمه ستره لويه وچه ده او په ټولو لويو وچو کې په دويمه شمېره زيات نفوس لري، په دواړو حالتونو کې په اسيا پسې دويم ځای لري. نږدې ۳۰.۳ ميليونه کيلو متر مربعه مساحت (۱۱.۷ ميليون ميل مربع) لري، په دې مساحت کې د افريقا اړوند ټاپوګان هم شامل دي، د ځمکې د سطحې شپږ سلنه برخه تشکيلوي او د وچې ځمکې شل سلنه ځمکه جوړوي. تر ۲۰۱۸ز کال پورې يې یو اعشاريه درې ميليارده نفوس درلود چې دا د نړۍ د ټول نفوس نږدې شپاړس ميلیونه برخه ده. د افريقا خلک په ټولو لويو وچو کې ځوان خلک دي؛ په ۲۰۱۲ز کال کې تر ټولو ځوان عمر ۱۹.۷ کاله و، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې ځوان عمر ۳۰.۴ و. سره له دې چې پراخه طبيعي سرچينې لري، تر يو بريده د جغرافيايي خنډونو، په افريقا کې د اروپايي نیواک میراث او سړې جګړې، د لویدیځو هېوادونو او چين د لوټولو(نوي نېواک) فعاليتونو، نا ديموکراتيک حکومت او تاواني تګلارو له امله، د افريقا د سړي سر شتمني تر ټولو لويو وچو کمه ده. د شتمنۍ له لږ تمرکز سره سره، وروستۍ اقتصادي پراختيا، زيات او ځوان نفوس افريقا په پراخه نړيواله برخه کې په مهم اقتصادي بازار اړولې ده.[1][2][3][4][5][6][7][8][9]
سيمه | ۳۰٬۲۲۱٬۵۳۲ کيلو متر مربع |
---|---|
هېوادونه | ۵۴ هېوادونه |
ژبې | 2000 ژبي |
ستر ښارونه | د ښارونو لړليک |
د دې لويې و چې شمال لور ته د مديترانې سمندر، شمال ختيځ لور ته يې د سويز تنګی او سور سمندر، سويل ختيځ ته يې د هند سمندر او لویديځ لور ته يې اتلانتيک سمندر پروت دی. ماداګاسکر او ګڼ مجمع الجزاير د دې لويې وچې برخه ده، په افريقا کې څلور پنځوس بشپړ په رسمېت پېژندل شوي خپلواک هېوادونه دي، اته سيمې او دوه بالفعل شته خپلواک هېوادونه دي، کوم چې محدود او ډېر کم رسميت لري. د مساحت له اړخه الجزاير د افريقا تر ټولو ستر هېواد دی او د نفوسو له پلوه ستر هېواد يې نايجيريا دی. افريقايي هېوادونه د افريقايي اتحاديې له لارې سره همکاري کوي، د دې اتحاديې مرکزي دفتر په اډيسابابا کې دی.
افريقا د استوا پر خط او اصلي نصف النهار پرته لويه وچه ده او د نړۍ يوازینۍ لويه وچه ده چې، په ټولو اصلي نيمه کرو کې پرته ده. يوازینۍ لويه وچه ده چې د تړمو شمالي څنډو څخه تر تړمو سويلي څنډو پورې غځېدلې ده. د دې لويې وچې ډېره برخه او ډېره برخه هېوادونه يې په شمالي نيمه کره کې موقعيت لري، په داسې حال کې چې د پام وړ برخه او هېوادونه يې په سويلي نيمه کره کې هم پراته دي. د دې لويې وچې ډېره برخه په استوايي برخه کې پرته ده، پرته د لویدیځې سهارا د ډېرې برخې، الجزاير، ليبيا او مصر، د موريتانيې شمالي څوکې، د مراکش ټوله سيمه، سبته، مليليه او تونس څخه، کومې سيمې چې د استوايې چينګاښ برج د پاسه په شمالي تړمه سيمه کې پرتې دي. د دې لويې وچې په بل اړخ کې، سويلي نميبيا، سويلي بوتسوانا، د سويلي افريقا ډېرې برخې، د ليسوټو او اسواتيني ټوله ځمکه، د موزمبيق سويلي برخه او مداګاسکر د مرغومي د استوايي برج لاندې په سويلي تړمو سيمو کې پرتې سيمې دي.[10]
افريقا د مختلفو اوسېدونکو کور دی؛ دا لويه وچه په ډېر شمېر کې د جسيمو حيواناتو لرونکې ده، ځکه چې د کنګل په عصر کې د لويو ژونديو موجوداتو له کېدو څخه زياته نه وه اغېزمنه شوې. افريقا په پراخه کچه د چاپيرياليزو ستونزو څخه اغېزمنه شوې، چې په هغې کې په صحرا بدلېدل، د ابو کمښت او داسې نورې ستونزې شاملې دي. اټکل کېږي چې، د ا فريقا د اقليم د بدلېدو له اغېزو څخه به دا ژورې اندېښنې لا پسې بدې شي. د اقليم د بدليدو په اړه د هېوادونو تر منځ د ملګرو ملتونو پلاوي افريقا هغه لويه وچه بللې، چې د اقليم بدلېدو په وړاندې تر ټولو زيات زيان ويني.[11][12]
افريقا اوږد او پېچلی تاریخ لري او ډېر ځله د نړيوالې تاريخي ټولنې له خوا ورته لږ پاملرنه شوې. افريقا او په ځانګړي ډول ختيځه افريقا تر ډېره بريده د انسانانو او «هومينيډيا کليډ» (ستر شاديان) د پيدايښت سيمه بلل کېږي. د انسان د لومړيو انواعو او د هغوی د نیکونو تاريخ نږدې اووه ميليونه کلونو ته رسېږی، چې په دوی کې (Sahelanthropus tchadensis)، (Australopithecus africanus)، (A. afarensis)، (Homo erectus)، (H. habilis) او (H. ergaster) شامل دي، کوم چې د عاقل انسان (اوسني انسان) تر ټولو لرغوني پاتې شوني دي، دا پاتې شوني په ايتوپيا، سويلي افريقا او مراکش کې موندل شوي، تاريخ يې په ترتيب سره ۲۰۰۰۰۰، ۲۵۹۰۰۰ او ۳۰۰۰۰۰ کلونو ته رسېږي، باور کېږي چې عاقل انسان ۳۵۰۰۰۰ -۲۶۰۰۰۰ کلونه مخکې، په افريقا کې پيدا شوی دی. له دې امله چې افريقا تر ټولو اوږد هستوګنځای و، همدا راز انسان پېژندونکي باور کوي چې، افريقا له جينتيکي نظره په دې سياره کې تر ټولو متنوعه لويه وچه ده. [13][14][15][16][17][18][19][20][21]
د لرغوني مصر او کارتاج په څېر لومړي بشري تمدنونه په افريقا کې راڅرګند شوي دي. د تمدنونو، سوداګرۍ او کډوالۍ په اوږده او پېچلي تاريخ پسې، افريقا د ګڼو بېلا بېلو توکمونو، کلتورونو او ژبو کوربه لويه وچه ده. په وروستيو څلورسوه کلونو کې په افريقا لويه وچه کې په ستره کچه اروپايي اغېز لېدل شوی دی. په شپاړسمه پېړۍ کې پيل شوې دا چاره د سوداګرۍ، په اقيانوس اطلس کې د مريانو د سوداګرۍ په ګډون چې په امريکا لويه وچه کې يې د افريقايانو سترې جلا شوې ټولنې جوړې کړې، تر سره شوې وه. د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې، اروپايي هېوادونو نژدې ټوله افريقا نيولې وه، له دې لويې وچې يې منابع را ايستل او له سيمه یيزو خلکو يې ناوړه ګټه پورته کوله؛ د افريقا ډېرې اوسني هېوادونه په شلمه پېړۍ کې د مستعمرو د ختمولو له بهېر څخه رامنځ ته شول.