باسکېټبال
From Wikipedia, the free encyclopedia
باسکېټبال (Basketball) يوه داسې لوبه ده چې د دوه لوبډلو لخوا چې هره لوبډله پینځه کسان لري په مسطتیل ډوله ډگر لوبېږي . د دوی موخه دا وي چې گېند يا توپ له هوپ (جالي حلقه) څخه چې ۴۶ سانتي متره دی تېر کړلي . باسکېټبال د نړۍ تر ټولو مشهوره يا نوميالیو لوبو کې راځي او د ورزښت په بهیر کې ډېره په پراخه کچه لوبېږي . يوه لوبډله کولای شی چې په ډگریزه گول (له لرې خوا) توپ جالې ته وغورځوي ، چې دا په يوې عامې لوبې حسابېږي . د ډگریزه غورځونې شمېرې درې دي که چېرې لوبغاړی د درې شمېرو لرونکي لیکې څخه خپل توپ وروارتوي او همدارنگه دوه شمېرې د هاغه اچولو لپاره کارېږي چې د لیکې له مخې خوا څخه وروارتول شي .
يوه لوبډله د (فريترو) له لارې هم شمېرې جوړولای شي ، فريترو مانا داده چې کله د مخامخ لوبډلې څخه تېروتنه وشي نو بلې ډلې ته يوه شمېره توپ پرېږدي او ټول جال یې مخې ته خلاص پرېږدي ، دغه اچول بیا يوه شمېره د گټې لري. په پای کې چې هرې لوبډلې ډېرې شمېرې جوړې کړي وي هماغه لوبډله لوبه گټي ، خو د لږ نور وخت ورکول هم په پام کې نیول کېږي دا هله کله چې شمېر د قانون تر سره کولو سره پرمخ ولاړ شی . پدې لوبې کې کله چې توپ په لاس کې وي او ورته يوځل ټوپ وووهې بیا توپ وارنکړې نو تېروتنه حسابېږي او همدارنگه چې توپ په دواړو لاسونو ونیسې او بیا یې په ځمکه وولې نو تېروتنه کې حسابېږي او د توپ وړنه پرته له مځکې وهنې په لاس کې وړل تېروتنه ده. همدارنگه باسکېټبال لوبه د توپ ویشتنې لپاره نور تخنیکونه هم لري لکه د پاس ورکولو او ډرېبلنې او شاپلو تگ په برخه کې . د باسکېټبال لوبه کې په عمومي توگه د برید او دفاع تخنیکونه شامل دي . د لوبې د سمبالښت جوړښت یې داسې دی : په دودیزه توگه تر ټولو جگ او تکړه لوبغاړي د لوبې په مهال د ډگر په منځ کې او برید پر مهال لوبېږي ، خو لږ په جوسې واړه يا لږ تکړه شاته د ضرورت په وخت تاؤ راتاؤېږي ، او دوی ته د مخامخ لوبغاړو څخه د توپ اخیستنې دنده ورسپارل کېږي چې پدې کې هم ټيټ وني لوبغاړي د گارډ پواینټ په نوم تخنیک کاروي .