لومړی وزیر
From Wikipedia, the free encyclopedia
لومړی وزیر، صدر اعظم یا د کابینې مشر تر ډېره پورې په پارلماني یا نیمه ریاستي نظامونو کې د دولت د اجرایوي قوې په اډانه کې د کابینې مشر وي. د دغه سیسټمونو له مخې لومړی وزیر دولت مشر نه وي بلکې د حکومت مشري ور تر غاړې وي چې په دیموکراتیکو شاهي مشروطه نظامونو کې د پاچا او یا هم جمهوري نظامونو کې د ولسمشر تر لاس لاندې خدمت کوي.
په هغو پارلماني نظامونو کې چې د ویسټ منېسټر سیسټم له مخې جوړ شوي، لومړی وزیر د حکومت واقعي مشر او په اجرایوي قوې بشپړ واکمن دی. په دغه ډول سیسټمونو کې دولت مشران یا د هغو رسمي استازي (پاچا، ولسمشر یا ګورنر جنرال) په داسې حال کې چې یو شمېر ریزرف یا انحصاري واکونه لري، خو په معموله بڼه تشریفاتي ځایګي لري.
په یو شمېر ولسمشریزو نظامونو لکه د سویلي کوریا او پیرو په نظامونو کې لومړی وزیر د کابینې تر ټولو مخکښ وزیر دی خو د حکومت مشري ور ترغاړې نه ده.
په ډېری سیسټمونو کې لومړی وزیر د کابینې ټول غړي ټاکي او کولای شي هغه له واکه ګوښه کړي؛ همدارنګه کولای شي د حکومت له اډانې بهر یو شمېر څوکۍ رامنځته کړي. په ډېر دولتي نظامونو کې لومړی وزیر د کابینې مخکښ غړی او مشر دی. په ډېر لږ شمېر نظامونو په ځانګړې توګه په نیمه ریاستي هغو کې لومړی وزیر د ملکي خدمتونو د مخکې وړونکي رول لري او د دولت مشر لارښوونې پلې کوي.
نن ورځ په ټولیزه توګه نه بلکې تر ډېره لومړی وزیر د مقننې قوې د قانون جوړونکې یا ولسي جرګې غړيتوب لري او تمه ترې کېږي څو د نورو ټولو وزیرانو په څنګ کې د مقننه قوې له خوا د لوایحو له تصویب ډاډ ترلاسه کړي. په یو شمېر پاچاهیو کې پاچا کېدای شي د پارلمان له تائید پرته له خپلو اجرایوي واکونو (چې سلطنتي واکونه ورته ویل کېږي) ګټنه وکړي.
د حکومت د مشرۍ په خوا کې کېدای شي لومړی وزیر نورې دندې او مسئولیتونه هم پر غاړه ولري – د بېلګې په توګه د بریتانیا لومړی وزیر د دغه هېواد د خزانې د لومړي لارډ یا مالیې وزیر او د ملکي خدمتونو د وزیر مسئولیتونه پر غاړه لري. په یو شمېر مواردو کې لومړي وزیران کولای شي د ګڼ شمېر وزارتونو مسئولیت پر غاړه واخلي (د بېلګې په توګه هغه مهال چې د دغو څوکیو موثر مدیریت د دولت د بقا لپاره اړین وي)؛ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال لومړی وزیر وینسټون چرچیل د دفاع وزیر هم و (په داسې حال کې چې وروسته دفاع وزارت شتون نه درلود). بله بېلګه یې د اسرائیلو څلوردېرشم حکومت (۲۰۱۵- ۲۰۱۹ زکال) و؛ لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لومړي وزارت د څوکۍ سربېره د اړیکو (مخابراتو)، بهرنیو چارو، منطقوي همکاریو، اقتصاد، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسئولیت پر غاړه درلود.