موزامبيک
سوېل ختيځې افريقا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
موزمبېق په پرتکالي República de Moçambique) چې رسمي نوم یې د موزمبېق جمهوریت دی. پلازمینه یې د ماپوتو ښار او رسمي ژبه یې پرتګالي ده، موزمبیق ۵۹۰'۸۰۱ کیلومتره مساحت او ۰۰۰'۳۹۷'۲۱ وګړي لري. نوموړی هیواد په ۲۵ د جون ۱۹۷۵م کال له پرتګال نه خپلواکی ترلاسه کړه. د یاد هیواد د پیسو واحد د موزامبیق متیکال (MZN) دی. {{Infobox country | conventional_long_name = د موزامبیق ولسمشریزه | common_name = (موزامبیک) | native_name = {{ |item_style=font-size:88%;|Script error: The function "lang" does not exist. (پرتګالي )}} | image_flag = Flag of Mozambique.svg | image_coat = Emblem of Mozambique.svg | symbol_type = نښان | national_motto =
| national_anthem = Script error: The function "lang" does not exist. (پرتګالي )
"Beloved Homeland"
{{}}
| image_map = Location Mozambique AU Africa.svg
| map_caption =
in افریقایي ټولنه (روښانه آسماني)
| capital = ماپوتو | coordinates = ۲۵°۵۷′ سویل ۳۲°۳۵′ ختیځ | largest_city = ماپوتو
| official_languages = پرتګالي ژبه
| languages_type = په رسمیت پیژندل شوې ژبې
| languages = سواحلي ژبه
امواني ژبه
چوایي ژبه
شنګاني ژبه
| languages2_type =
| ethnic_groups_year =
| demonym = موزامبقیان
| government_type = حاکم دولت حاکم ګوند نیمه ولسمشریزه ولسمشریزه[1][2][3]
| leader_title1 = ولسمشر
| leader_name1 = فیلیپ نیوسی
| leader_title2 = لومړی وزیر
| leader_name2 = کارلوس اګستینو دو روساریو
| leader_title3 = د ولسي جرګې رئیس
| legislature = ولسي جرګه
| sovereignty_type = جوړښت
| established_event1 = پرتګالی موزامبیق
| established_date1 = ۱ مارچ ۱۴۹۸
| established_event2 = خپلواکي له پرتګال، د موزامبیق د خلکو ولسمشریزه
| established_date2 = ۲۵ جون ۱۹۷۵
| established_event3 = د امنیت شورا ۳۷۴ هوکړه ملګري ملتونه
| established_date3 = ۱۶ سپټمبر ۱۹۷۵
| established_event4 = اوسنی اساسی قانون
| established_date4 = ۳۰ نوامبر ۱۹۹۰
| established_event5
= Cabo Delgado Province insurgency
| established_date5
= ۵ اکتوبر ۲۰۱۷
| area_km2 = ۸۰۱٬۵۹۰
| area_rank = ۳۵ام
| area_sq_mi = ۳۰۹٬۴۹۶
| percent_water = ۲٫۲
| population_estimate = ۳۰٬۰۶۶٬۶۴۸[4]
| population_census = ۲۷٬۹۰۹٬۷۹۸
| population_estimate_year = ۲۰۲۰
| population_estimate_rank = ۴۸ام
| population_census_year = ۲۰۱۷
| population_density_km2 = ۲۸٫۷
| population_density_sq_mi = ۷۴٫۳
| population_density_rank = ۱۷۸ام
| GDP_PPP = $۴۱٫۴۷۳ بیلیونه
| GDP_PPP_year = ۲۰۱۹
| GDP_PPP_per_capita = $۱٬۳۳۱[5]
| GDP_nominal = $۱۵.۳۷۲ بیلیونه
| GDP_nominal_year = ۲۰۱۹
| GDP_nominal_per_capita = $۴۹۳[5]
| Gini = ۴۵٫۷
| Gini_year = ۲۰۰۸
| Gini_change = increase
| Gini_ref =[6]
| Gini_rank =
| HDI = ۰٫۴۴۶
| HDI_year = ۲۰۱۸
| HDI_change = increase
| HDI_ref =[7]
| HDI_rank = ۱۸۰ام
| currency = متیکال موزامبیکی
| currency_code = MZN
| time_zone = وخت
| utc_offset = +۲
| utc_offset_DST =
| time_zone_DST =
| drives_on = چپ
| calling_code = +۲۵۸
| cctld = .mz
| official_website = www.portaldogoverno.gov.mz
| footnote_a = ماخوا قوم, تسونګا قوم، لوموی, سینا قوم او نور.
| footnotes = Estimates for this country explicitly take into account the effects of excess mortality due to AIDS; this can result in lower life expectancy, higher infant mortality and death rates, lower population and growth rates, and changes in the distribution of population by age and sex than would otherwise be expected.
| religion = {{ |item_style=white-space:nowrap;
|۵۶٫۱٪ مسیحیت |—۲۸٫۷٪ کاتولیک |—۲۷٫۳٪ پروتستانتیسم |—۰٫۱٪ نور |۱۸٫۰٪ اسلام |۱۷٫۹٪ بی دیني |۷٫۴٪ سنتي دینونه |۰٫۶٪ نور
}} | religion_year = ۲۰۱۷ | religion_ref =[8][9] | today = }}
موزمبيق (/ˌmoʊzæmˈbiːk/) چې په رسمي ډول د موزمبيق جمهوريت دی، پرتګالي ژبه کې (Moçambique or República de Moçambique)، پرتګالي تلفظ يې ([ʁɛˈpuβlikɐ ðɨ musɐ̃ˈbikɨ])، چيچيوا ژبه کې (Mozambiki)، سواهيلي ژبه کې (Msumbiji) او په Tsonga ژبه کې (Muzambhiki) ليکل کېږي. موزمبيق په سويل ختيځه افريقا کې پروت هېواد دی، چې په ختيځ کې له هند سمندر، شمال کې له تانزانيا، شمال لويديځ کې له مالاوي او زمبيا، لويديځ کې له زيمبابوی او سويل لويديځ ته له ايسواټيني (سوازيلېنډ) او سويلي افريقا سره ګډه پوله لري. ياد خپلواک دولت ختيځ ته د موزمبيق کانال په واسطه له کومروس (Comoros)، مايوټي (Mayotte) او ماډاګاسکر (Madagascar) څخه بېل شوی دی. پلازمېنه او ستر ښار يې ماپيوټو (Maputo) دی، چې له ۱۸۷۶ څخه تر ۱۹۷۶ ز کال پورې د (Lourenco Marques) په نوم پېژندل کېږي.
د لومړۍ او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ د “Bantu” [ژبې] ويونکي وګړي له لرې شمال او لويديځ څخه نني موزمبيق ته کډه وکړه. شمالي موزمبيق د هند سمندر په مونسون يا موسمي سوداګريزو بادونو کې پروت دی. د ۷ او ۱۱ پېړيو تر منځ د سواهيلي بندر ښارګوټو يو لړۍ په کې اباده شوه، چې د يو ځانګړي سواهيلي کلتور او ژبې په پرمختګ کې يې مرسته وکړه. د منځنيو دورو په وروستيو کې ياد ښارګوتي يو ځل بيا د سوماليا، ايتوپيا، مصر، عربستان، ايران او هند د سوداګرو له لورې ودان شول. [10]
په ۱۴۹۸ ز کال کې د (Vasco da Gama) سفر سيمې ته د پرتګاليانو رسېدنه په نښه کړه، چې په ۱۵۰۵ ز کال کې يې د استعمار او مېښت کېدنې يو پرله پسې بهير پيل کړ. د پرتګاليانو له څلور پېړۍ واکمنۍ څخه وروسته موزمبيق په ۱۹۷۵ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او له يادې نېټې څخه لږه موده وروسته د موزمبيق د خلکو جمهوريت (People’s Republic of Mozambique) شو. له خپلواکۍ څخه يوازې دوه کلونه وروسته هېواد يوې سختې او پراخه کورنۍ جګړې ته دننه شو، چې له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۹۴ز کلونو پورې يې دوام وکړ. موزمبيق خپلې لومړنۍ ګڼ ګوندي ټاکنې وکړې او له همغه وخت راهيسې يو څه ثابت ولسمشريز جمهوريت پاتې شوی دی، که څه هم اوس هم له کوچنيو سرکښيو سره مخامخ کېږي.
موزمبيق بډايه او پراخه طبيعي سرچينې لري. د هېواد اقتصاد زياتره د کرنې پر بنسټ دی، مګر په ځانګړي ډول د خوړو او څښاکو، کيمياوي جوړښت او د المونيم او نفتو د توليد صنعت په کې ورځ تر بلې وده کوي. د چکر او سياهت برخه يې هم پراختيا کوي. سويلي افريقا د دې هېواد اصلي سوداګريز ملګری او د باندنۍ سيده پانګه اچونې سرچينه ده، په داسې حال کې چې بلجيم، برازيل، پرتګال او هسپانيه هم د موزمبيق تر ټولو مهم اقتصادي ملګري هېوادونه دي. د ۲۰۰۱ ز کال راهيسې د هېواد د کلني ناخالص کورني محصول منځنۍ وده د نړۍ د لوړو [ودو يا پرمختګونو] له ډلې څخه ده. که څه هم ياد هېواد د نړۍ له تر ټولو بې وسه او وروسته پاتې هېوادونو څخه دی، د سړي سر ناخالص کورني محصول، انساني پرمختګ، د نابرابرۍ معيارونو او د منځني ژوند اټکل کې ښکته ځای لري. [11][12]
د دې هېواد يوازينۍ رسمي ژبه پرتګالي ده، چې د نږدې نيمايي نفوس له لورې پرې زياتره د دويمې ژبې په توګه خبرې کېږي. په عامې هېوادنۍ ژبې Tsonga، Makhuwa، Sena او Swahili دي. د هېواد نږدې ۲۹ ميليونه نفوس زياتره له بانټو (Bantu) توکم وګړو څخه جوړ شوی دی. تر ټولو ستر مذهب په کې عيسويت دی، چې د پام وړ لږه کي په کې د اسلام او افريقايي دوديزو مذهبونو پيروي کوي. موزمبيق د ملګرو ملتونو، افريقايي ټولنې، د ملتونو د ګډو ګټو، د اسلامي مرستې سازمان، د پرتګالي ژبې هېوادونو ټولنې، د ناپييلي خوځښت او د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې غړی او په (La Francophonie) کې ناظر هېواد دی.