نازي جرمني
From Wikipedia, the free encyclopedia
نازي جرمني چې له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۳ ز کال پورې په رسمي ډول د جرمن رایش او له ۱۹۴۳ تر ۱۹۴۵ ز کال پورې د ستر جرمن رایش په نوم پېژندل کېده، له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ز کال پورې او کله چې اډولف هټلر او نازي ګوند د دې هېواد چارې په لاس کې واخیستلې او هلته یې ډیکتاتوري پیل کړه، د جرمني دولت و. د هټلر تر مشري لاندې، جرمني په چټکۍ سره په یوه توتالیترین دولت بدل شو، چېرې چې د ژوند ټولې چارې په کې د حکومت له خوا کنټرول کېدې. درېیم رایش یعنې درېیم قلمرو یا درېیمه سترواکي د نازیانو له دې ادعا سره تړلې چې ویل به یې نازي جرمني د پخوانۍ رومي سترواکۍ (۸۰۰ تر ۱۸۷۱ ز کال) او جرمني سترواکۍ (۱۸۷۱-۱۹۱۸ ز کال) ځایناستی ده. درېیمه سترواکۍ چې هټلر او نازیانو به ورته د زرو کلونو رایش یا سترواکي ویله، له ۱۲ کلونو وروسته کله چې متفقینو جرمني ته ماتې ورکړه د ۱۹۴۵ ز کال په مۍ میاشت کې نسکوره شوه و په دې سره په اروپا کې دویمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسېده.
د ۱۹۳۳ ز کال د جنوري په ۳۰مه، هټلر د وایمار جمهوریت د دولت د مشر، پاول اون هنډنبورګ له خوا د جرمني د چانسلر یا د حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. نازي ګوند وروسته خپل ټول سیاسي مخالفین وځپل او ټول واک یې په لاسه کې واخیست. هنډنبورګ د ۱۹۳۴ کال د اګسټ په ۲مه مړ شو او په دې سره هټلر د چانسلر او ولسمشر د ټولو واکونو په یو کولو سره د جرمني ډیکتاتور شو. د ۱۹۳۴ کال د اګسټ په ۱۹مه د یوه ملي ریفرانډوم له مخې هټلر د جرمني فیرور (مشر) شو. په دې وخت کې ټول قدرت د هټلر په لاس کې و او د هغه خبرې تر ټولو ستر قانون و. حکومت کوم همغږه شوی او همکار نهاد نه و، بلکې د هغو خلکو ډلګۍ وه چې د قدرت او د هټلر په خوښه به یې کارونه کول. د ستر خپګان په نیمايي کې، نازیانو اقتصادي ټیکاو رامنځته کړ او د زیاتو پوځي لګښتونو او ګډ اقتصاد په کارولو سره یې د خلکو پراخې بېکارۍ ته د پاي ټکی کېښود. د کسري لګښتونو په کارولو سره، رژيم په پټه سره د بیا وسله وال کولو ستر پروګرام تر لاس لاندې ونیو او وارماخت (وسله وال ځواک) یې جوړ کړ او تر څنګ یې پراخې عام المنفعه پروژې بشپړ کړي، چې له هغې ډلې موټروي هم په کې شاملې وي. د اقتصادي ټیکاو په رامنځته کېدو سره رژيم په خلکو کې محبوبیت وموند.
جرمني له ۱۹۱۹ تر ۱۹۳۳ ز کلونو پورې د وایمار جمهوریت په نوم پېژندل کېده. دا داسې یو جمهوریت و چې نیمه ولسمشریزه نظام یې درلود. وایمار جمهوریت له بې شمېره ستونزو سره مخامخ و، له هغې ډلې ستر انفلاسیون، سیاسي افراط (د کېڼ اړخو او ښۍ اړخو ملیشو د زورزیاتي په ګډون)، د لومړۍ نړیوالې جګړې له فاتح هېوادونو سره جنجالې اړیکې او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو تر منځ د ایتلافي حکومت پر جوړولو یو لړ ناکامې هڅې. د جرمني اقتصاد ته کلکه ضربه د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ورسېده، په دې لړ کې یو څه د ۱۹۱۹ ز کال د ورسای د تړون له مخې د جګړې د تاوانونو د ورکړې له امله هم و. دولت د خپلو لګښتونو او د جګړې د پورونو د بېرته ورکړې لپاره پیسې چاپولې، خو دې کار سخت انفلاسیون رامنځته کړ او د دې لامل وګرځېد چې د مصرفي توکو بیې لوړې شي، اقتصادي ګډوډي رامنځته شي او خلک په خوراکي توکو پسې لالهانده وګرځي. کله چې حکومت د ۱۹۲۳ ز کال په جنوري کې د جګړې د تاوانونو د ورکړې اړوند پیسې بندې کړي، نو فرانسوي سرتیرو د جرمني صنعتي سیمې اشغال کړي کوم چې د روهر سیند په څنډه کې پرتې وي او دې کار پراخې مدني ناکرارۍ له ځانه سره ولرلي.