جنرال عبدالرازق
د کندهار ولايت پخوانی امنیه قومندان / From Wikipedia, the free encyclopedia
ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی (اصل نوم: عبدالرازق) په کندهار کې په حاجي رئیس هم پېژندل کېده، او د عامو خلکو ترمنځ تر ډېره په جنرال رازق مشهوره وو. هغه په ۱۹۷۹ يا ۱۳۵۸ لمريز کال کې د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې په يوه غريبه کورنۍ کې دنيا ته سترګې پرانېستې.[3][4] [5][6]
جنرال عبدالرازق اڅکزی | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د خپلواکۍ اتل | |||||||
ښاغلی رازق فارغه سوو پولیسو ته د خبرو کولو په وخت کی | |||||||
د کندهار ولايت امنيه قوماندان | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۹ مې ۲۰۱۱ – ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۸ | |||||||
ولسمشر | حامد کرزی او اشرف غني | ||||||
| |||||||
د سويلي حوزې اپراتيفي مشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ٢٠١٣ – ١٨ اکتوبر ۲۰۱۸ | |||||||
ولسمشر | حامد کرزی | ||||||
| |||||||
د بشپړې سرحدي لوا قومندان | |||||||
د واکمنۍ دوران ٢٠٠۶ – ۲۹ مې ۲۰۱۱ | |||||||
ولسمشر | حامد کرزی | ||||||
د سرحدي ځواکونو قومندان (س) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰۰۴ – ٢٠٠۶ | |||||||
ولسمشر | حامد کرزی | ||||||
د يوې پوستې قومندان (س) | |||||||
د واکمنۍ دوران ٢٠٠٣ (شاوخوا) – ٢٠٠۶ | |||||||
ولسمشر | حامد کرزی | ||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ١٩٧٩ منصور غونډۍ کلۍ، ډنډ ولسوالۍ، کندهار[1] | ||||||
مړینه | ١٨ اکتوبر، ٢٠١٨ (په ٣٩ کلنۍ کي) کندهار ولایت | ||||||
د مړینې لامل | د مرمۍ زخم | ||||||
قاتل | طالبان | ||||||
هديره | خرقه شريفه | ||||||
تابعیت | افغانستان | ||||||
لقب | رازق خان د زړه ور جنرال لقب (د ولسي جرګه لخوا) | ||||||
اولاد | ١٣ | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | پښتو | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
وفاداري | افغانستان | ||||||
برخه | افغان سرحدي ځواکونه | ||||||
مقام | د کندهار امنیه قومندان | ||||||
جګړه/جګړې | د لقمان کلی جګړه | ||||||
جايزې | |||||||
| |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | د کندهار پولیسو ويبپاڼه | ||||||
سمول |
ښاغلی رازق د کندهار ولایت امنیه قومندان او د خپل وخت دفاکتو مشر وو. او د کندهار سره سره د افغانستان د يو تر ټولو زړورو قومندانانو څخه هم وو. داسې ويل کيده، چې د هېواد په سويل او په ځانګړې ډول په کندهار ولايت کې طالبانو او د پښتنو د نورزي ټبر د ډېرو مشرانو سره د رازق شخصي دښمني وه، او ده هغوی او هغوی دده د لمنځه وړلو کوښښ کاوه. که څه هم طالبانو په څو بريدونو کې جنرال رازق په نښه کړ، خو دی ترې روغ ووت. خو په ١٨ اکتوبر ٢٠١٨ کي دده د ژوند آخري لحظې راورسېدې، او طالبانو دئ د ډير پيچلې پلان د تر جوړېدو وروسته د ابودجانه نورزی نامه طالب لخوا ووژل سو.