پښتو
یو لرغونو آريایي ژبه چي ویونکي یي په افغانستان او پاکستان کي میشت دي / From Wikipedia, the free encyclopedia
پښتو ژبه د لرغونو آريایي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده چې د دغې ژبې په ځينو ګړدودونو کې يې پختو، پوختو بولي او په هندي کې يې (پټاني)، بولي. پښتو د افغانستان يوه ملي ژبه ده چې تر نورو ټولو ژبو ډېر ويونکي لري او د افغانستان د بنسټ اېښودنې راهيسې د هېواد رسمي ژبه ده. خو د افغانستان د نامتو تاريخپوه محمد حسن کاکړ د يوې رسالې لخوا چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې؛ تر دغه سرلیک (په افغانستان کې پښتو او هغې په اړه يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسمي مخينه او ملي ځای داسې څرگند شوی: د امير شېر علي خان د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
د لیکلو سیسټم | |
د ويونکو شمېر | |
ايزو ۶۳۹-۱ کوډ |
ps[7] |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
همدارنگه د پښتو ژبې په اړه د افغانستان يو بل نوموتي ژبپوهاند خلیل الله هاشميان په دې اند دی چې پښتو د پارسي ژبې په پرتله ډېره لرغونې ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي دودونو په اساس ده چې لرغونتيا یې ٨ مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده. دا چې ژبې ولې پرمختگ نه دی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړېوالو سرزورو له خوا ټکرونه په کولتوري اړخونو کې ترسره شوي چې په علمي او فني اثارو يې هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي. د مغلو په پېر ۱۴۹۴ زېږدي کې د (صراح) په نوم اثر چې په سوات او پېښور کې د خان کاجو راڼیزي لخوا لیکل شوی و؛ د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی چې د پښتو ډېر پخوانی لرغونتوب په کې خوندي و.