ولادیمیر نابوکوف
From Wikipedia, the free encyclopedia
ولادمیر ولادیمیرویچ نابوکوف (زوکړه: د ۱۸۹۹ زکال د اپرېل ۲۲ مه – مړینه: د ۱۹۷۷ زکال د جولای دویمه) چې د ولادیمیر سیرین په مستعار نوم هم پېژندل کېږي؛ روسي الاصله امریکايي ناول لیکونکی، شاعر، ژباړن او حشرات پېژندونکی و. نوموړی په روسیه کې زېږېدلی او په برلین کې یې د ژوند کولو پر مهال له ۱۹۲۶ زکال څخه تر ۱۹۳۸ زکال پورې په روسي ژبه خپل لومړني ۹ ناولونه لیکلي او همدلته یې له خپلې راتلونکې مېرمنې سره هم ولیدل. نوموړي متحده ایالاتو ته له کډوالۍ وروسته په انګلیسي ژبه لیکنو ته مخه کړه او په دې سره یې نړیوال شهرت وموند. نابوکوف په ۱۹۴۵ زکال کې د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ او وړاندې له دې چې په ۱۹۶۱ زکال کې اروپا ته راوګرځي او د سوئیس په مونترو کې استوګن شي ډېر وخت یې د متحده ایالاتو په ختیځ ساحل کې ژوند وکړ.
ولادیمیر نابوکوف | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | سینټ پیټرزبورګ [1] |
مړینه | |
د مړینې لامل | ناروغي |
استوګنځای | سینټ پیټرزبورګ (۲۲ اپرېل ۱۸۹۹–۳۱ اکتوبر ۱۹۱۷) |
تابعیت | روسي سترواکي
د امریکا متحده ایالات (۱۹۴۵–) |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون [2] |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | روسي |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ادبيات [3][4]، شعر [3][4]، خزدکپوهنه [3][4] |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون [2] |
لوبه | سترنج |
د لوبې هيواد | د امریکا متحده ایالات |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د لولیتا (Lolita) په نوم د هغه ناول چې په ۱۹۵۵ زکال کې خپور شوی په ۲۰۰۷ زکال کې د معاصر کتابتون د ۱۰۰ غوره ناولونو په کتار کې څلورم ځایګی خپل کړ. کمزورې شعله لرونکی اور (Pale Fire) (۱۹۶۲ زکال) په همدغه نوملړ کې ۵۳ ځایګی درلود. د حافظې د خبرو (Speak, Memory) په نامه د نوموړي د خاطراتو کتاب د شلمې پېړۍ یو له مخکښو غیرداستاني اثارو څخه ګڼل کېږي چې د رانډوم هوس خپروندیې ټولنې د کتابونو په کتار کې اتم ځایګی لري. نابوکوف اووه ځله د داستان په برخه کې د ملي کتاب جایزه ګټلې. [5][6][7]