ادبپوهنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ادب په لویه کې د هر ډول لیکل شویو کارونو مجموعه ده، ادب د هغو لیکنو لپاره په محدود ډول کارول کېږې چې هنري بڼه ولري، لکه: د نثر افسانه، ډرامه او شعر. په وروستیو پیړیو کې د ادبیاتو تعریف یوڅه پراخ شوی چې شفاهي نقل شوی ادب هم په کې شامليږي. ادبيات د پوهې او تفريح د ثبت، ساتلو او لېږدولو يوه طريقه ده، چې ځینې وخت کېدلای شی ټولنيز، رواني، روحاني او سياسي رول هم لري.[1][2]
ادبيات، د هنري بڼې په توګه، په مختلفو غیر افسانوي ژانرونو کې هم شامل کیدی شي، لکه: بیوګرافي، ډایري، یادښتونه، لیکونه او مقالې. د خپل پراخ تعریف له مخې په ادب کې غیر افسانوي کتابونه، مقالې یا د یوې ځانګړې موضوع په اړه نور چاپ شوي معلومات شامل دي.[3][4]
ادبیات د شعر، نثر یا ډرامې له مخې وېشل کیږي او دا ډول آثار د تاریخي دورې یا د ځینو جمالیاتی ځانګړتیاوو یا ژانرونو پر بنسټ طبقه بندي کېږي. [5][6][7]