انټيبايوټيک
From Wikipedia, the free encyclopedia
انټي بیوټیک د میکروب ضد مادو یوه بڼه ده چې د باکټریا په وړاندې فعال دي. دا د باکټریایي انتاناتو سره د مبارزې لپاره ترټولو مهم باکټریاضد عامل دی او انټي بیوټیکي درمل د دې ډول انتاناتو د درملنې او مخنيوي لپاره په پراخه کچه کارول کېږي. دا مواد کېدای شي په بشپړ توګه باکټریا له منځه یوسي او یا یې د ودې مخنیوی وکړي. ځینې انټي بیوټیکونه د پروټوزوا ضد فعالیت درلودونکي هم دي. انټي بیوټیکونه د عام ذکام یا انفلونزا په شان ویروسونو په وړاندې اغیزناک ندي؛ هغه درمل چې د ویروسونو مخه نیسي د انټي بیوټیکو پرځای د انټي وایرل (ویروس ضد) درملو په نوم یادېږي.[1][2][3][4][5]
گواښنه: دا چې دلته د مالوماتو د خپرولو هڅه شوې، خو ويکيپېډيا په همدې ليکنه کې د درملو او د درملو د کيميايي کړنو او زيانونو اړونده د سمو او بشپړو مالوماتو د خپراوي پازه پر خپل غاړه نه اخلي. |
کله کله د انټي بیوټیک اصطلاح – د دې کلمې په اصلي معنا «د ژوند مخالف» په توګه، چې د ἀντι anti «مخالف» او βίος bios «ژوند» یوناني ریښو څخه اخیستل شوې – په پراخه کچه د هر هغې مادې لپاره کارول کېږي چې د میکروبونو په وړاندې ترې کار اخیستل کېږي، خو په معموله طبي کارونه کې، انټي بیوټیکونه (لکه پنسیلین) هغه مواد دي چې په طبیعي ډول تولیدېږي (د یوه مایکروارګانیزم لخوا د بل مقابلې لپاره)، په داسې حال کې چې غیر انټي بیوټیکي انټي باکټریال مواد (لکه سلفونامایډان او انټي سپټیک مواد) په بشپړ ډول مصنوعي دي. په هرحال، دواړه ډلې د مایکروارګانیزمونو د وژلو یا د ودې مخنیوي یوشان موخه لري او دواړه په انټي میکروبي کیموتراپي کې د «انټي باکټریال» په نوم شامل شوي دي. «د باکټریا ضد» موادو کې انټي سپټیک درمل، د باکټریا ضد صابونونه او کیمیاوي جراثیمو ضد مواد شامل دي، په داسې حال کې چې انټي بیوټیکونه د باکټریا ضد موادو یوه مهمه برخه ده چې په ځانګړې توګه په طبابت کې او کله کله د څارویو خوړو لپاره کارول کېږي.[6]
انټي بیوټیکونه له ډېر پخوا راهیسې کارول شوي دي. ډېری تمدنونو د پوپنک وهلې ډوډۍ له موضعي کارونې څخه ګټه اخیسته، ځکه چې په لرغوني مصر، نوبیا، چین، صربستان، یونان او روم څخه راغلو حواله جاتو کې د هغو ګټورو اغیزو ته اشاره شوې وه. اولنی کس چې د انتاناتو درملنې لپاره یې د پوپنک کارونه په مستقیم ډول ثبت کړه، جان پارکینسون (زوکړه ۱۵۶۷ – مړینه ۱۶۵۰) وو. انټي بیوټیکونو په شلمه پېړۍ کې طبابت کې انقلاب رامنځته کړ. الکسانډر فلمېنګ (زوکړه ۱۸۸۱ – مړینه ۱۹۵۵) په ۱۹۲۸م کال کې اوسني پنسیلین کشف کړل چې د جګړې په وخت کې د هغو پراخه کارونه ډېره ګټوره ثابته شوه. په هرحال، د انټي بیوټیکو اغیزمن توب او هغو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوه چې له هغو څخه له حد نه ډېره ګټه واخیستل شي او ځینې باکټریا ګانې یې مقابل کې مقاومت پیدا کړي. د روغتیا نړیوال سازمان د میکروبونو ضد مقاومت د پراخ «جدي ګواښ چې نور د راتلونکي لپاره ندی، په اوس وخت کې د نړۍ په هره سیمه کې رامنځته شوی دی او دا وړتیا لري چې په هرچا، په هر عمر باندې په هر هېواد کې اغیزه وکړي» په توګه طبقه بندي کړی. د انټي بیوټیکو په وړاندې مقاومت له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله په ۲۰۱۹م کال کې ۱.۲۷ میلیون کسانو ته ورسېده.[7][8][9][10][11][12][13]