باکټريا
From Wikipedia, the free encyclopedia
باکتریاوې(Bacteria چې په انګلیسي کې یې مفرده کلیمه bacterium ده) هغه ژوندي موجودات دي چې په هر ځای کې پیدا کېږي، تر ډېره آزاد ژوند لري او له یوې بیولوژيکي حجرې نه جوړ شوي دي. دغه موجودات د پروکاریوټي مایکرو ارګانیزمونو ډېره برخه جوړوي. باکتریاوې په معمولي ډول له څو مایکرو متره اوږدوالي سره د ژوند د لومړنیو بڼو له ډلې نه وې چې د ځمکې پر مخ څرګندې شوې او په اکثرو طبیعي مېنو او ځایونو کې موجودې دي. باکتریاوې په خاورو، اوبو، د ګرمو اوبو په چینو، د راډیو اکټیو په ضایعاتو او د ځمکې د قشر په ژورو برخو کې ژوند کوي. باکتریاوې د تغذیوي موادو د څرخې په ډېرو پړاوونو کې د مغذي موادو په موندلو، لکه: له اتوموسفیر نه د نایتروجن په تثبیت کې بنسټیز اهمیت لري. د مغذي موادو په څرخه کې د مړو اجسادو تجزیه شاملېږي؛ باکتریاوې په دې پروسه کې د خوساتوب د پړاو مسؤلیت لري. د هایډروټرمال منفذونو او یخو مشربونو په شاوخوا کې په بیولوژيکي ټولنو کې، اکسټروموفیل باکتریاوې د سلفایډ هایدروجن او میتان په څېر محلولونو ترکیبات پر انرژۍ اړوي او د پاېښت لپاره اړین مغذي مواد برابروي. همدا راز باکتریاوې په سیمبایوټیکي او پارازیټيکي اړیکو کې له نباتاتو او حیواناتو سره ژوند کوي. ډېری باکتریاوې لا مشخصې شوې نه دي او ډېرې داسې نوعې موجودې دي چې په لابراتورا کې وده نهشي ورکول کېدای. د باکتریاوو څېړنه د باکتریاپوهنې په توګه د مایکرو بیولوژۍ یوه څانګه بلل کېږي.
باکټريا
| ||
---|---|---|
Escherichia coli image is 8 micrometres wide. | ||
ساينسي ډلبندۍ | ||
| ||
Actinobacteria (high-G+C)
آکويفيسې
اسيدوباکټېريا | ||
انسانان او ډېری حیوانات میلیونونه باکتریاوې لېږدوي چې ډېری یې په کولمو کې وي او یو ډېر شمېر نورې یې پر پوست برسېره وي. په بدن کې دننه او پر بدن برسېره ډېری باکتریاوې بېضرره دي یا هم د بدن د ایمني یا محافظتي سیستم له امله ډېرې خطرناکې نه دي، له دې سره سره ډېری یې ګټورې هم دي، په تېره هغه باکتریاوې چې په کولمو کې دي. د باکتریاوو ګڼ ډولونه ناروغۍ زېږوي او د ساري ناروغیو، لکه: کولرا (cholera)، سفلیس (syphilis)، توري (anthrax)، جزام (leprosy) او بوبونیک طاعون (bubonic plague) لامل کېږي. تر ټولو معمولې وژونکې باکتریايي ناروغۍ تنفسي عفونتونه دي. د باکتریايي عفونتونو د درملنې لپاره انټي بیوتیکونه کارول کېږي. باکتریاوې د چټلو اوبو په تصفیه کولو او د نفتي ککړتیاوو په تجزیه، د خمیره کېدو له لارې د پنیر او مستو په تولید، د کانونو په برخه کې د سرو زرو، پالاډیوم، مس او نورو فلزاتو په بیاموندنه او د انتي بیوتیکونو او نورو کیمیاوي موادو په جوړولو کې ډېر اهمیت لري.
باکتریاوې یو وخت د سکیټزومسټونو (Schizomycetes) په توګه په پام کې نیول کېدې، خو دا مهال د پروکاريوټونو په توګه ډلبندي کېږي. د حیواناتو او نورو یوکاریوټونو د حجرو برعکس، د باکټریاوو حجرې هسته نهلري او ډېرې کمې یې داسې دي چې له غشا سره نښلېدلي ارګانیلونه لري. که څه هم په دودیز ډول د باکتریا په اصطلاح کې ټول پروکاریوټونه شاملېږي، خو په ۱۹۹۰یمو ز کلونو کې علمي طبقهبندي له دې کشف سره بدله شوه، چې پروکاريوټونه د موجوداتو له دوو داسې متفاوتو ډلو نه جوړ شوي دي چې، له لرغونو مشترکو اجدادو نه یې تکامل موندلی دی. دغه تکاملي برخې باکتریا او ارکیا بلل کېږي.[2]