د هیپو آګوستین
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هیپو آګوستین (په لاتیني: Aurelius Augustinus Hipponensis؛ زوکړه: د ۳۵۴ زکال د نومبر ۱۳ مه – مړینه: د ۴۳۰ زکال د اګست ۲۸مه) چې د سپېڅلي آګوستین په نوم هم پېژندل کېږي د رومي شمالي افریقا په نومیدیا سیمه کې د هیپورګیوس لرغوني ښار بربر اصله فیلسوف او د الهیاتو عالم و. د هغه لیکنو په لویدیځې فلسفې او لویدیځ عیسویت پام وړ اغېز درلود او په پاتریستیکي (پلار پېژندنې) دوره کې د لاتینې کلیسا له مهمو پام وړ کلیسايي پلارانو ګڼل کېږي. د هغه په مهمو آثارو کې د خدای ښار (The City of God)، د عیسویت دکتورین (On Christian Doctrine) او اعترافات (Confessions) شاملېږي. [1][2]
د هغه د هم مهاله الهیات پوه او کشیش جروم په خبره آګوستین «لرغوني باورونه له سره را ژوندي کړل». په ځوانۍ کې نوموړي ماني آئین ته مخه کړه او ورپسې یې په نوې افلاطوني هېلنېستي فلسفې باور وموند. په ۳۸۶ زکال کې د عیسویت له منلو او د تعمید غسل له کولو وروسته آګوستین د فلسفې او الهیاتو په برخه کې مطالعات زیات کړل او بېلابېل لیدلوري او لارې چارې یې وړاندې کړې. هغه په دې باور چې د خدای رحمت د انسان د آزادۍ لپاره اړین دی، د لومړنۍ ګناه نظریه (دا چې انسان په طبیعت کې له ګناه سره لېوالتیا لري او په میراثي توګه ورته له آدم(ع) او بي بي حوا څخه دغه طبیعت پاتې شوی) یې رامنځته کړه او د مشروع جګړې د نظریې په پراختیا کې یې پام وړ مرسته وکړه. هغه مهال چې لویدیځه رومي سترواکي مخ پر زوال شوه، آګوستین کلیسا له مادي ځمکني جوړښت جلا د خدای معنوي ښار (د خدای کور) وګڼله. د تثلیث د مفهوم سره مطابق د کلیسا هغه جوړښت چې د نیقیه او قسطنطنیې د شورا له خوا تعریف شوی و تر ډېره پورې یې د On the Trinity په نامه د آګوستین له اثر سره مطابقت درلود. [3][4][5]
آګوستین په کاتولیک کلیسا، ختیځې ارتدکس کلیسا، لوتري کلیسا ګانو او انګلیکن ټولنه کې د یو سپېڅلي په توګه ګڼل کېږي. نوموړی همدارنګه مخکښ کلیسايي لارښود او د آګوستینیانو د مذهبي فرقې رامنځته کوونکی ګڼل کېږي. د نوموړي د یادونې مراسم د اګست په ۲۸مه، د هغه د مړینې په ورځ ترسره کېږي. آګوستین د وربشو د اوبو د جوړونکو، نقاشانو، الهیات پوهانو او د یو شمېر ښارونو او سقف نشینه قلمرونو ملاتړی بلل کېږي. د هغه افکارو په پام وړ توګه د منځنۍ پېړۍ په نړیوال لرلید اغېز درلود. ډېری پروتستانتان په ځانګړې توګه کالوینېستان او لوتریان نوموړی د ژغورنې او الهي رحمت په برخه کې د خپلو لارښوونو له امله د پروتستانتي اصلاحاتو د الهیاتو پلار بولي. په ټولیزه توګه پروتستانت اصلاح غوښتونکي او په ځانګړې توګه مارتین لوتر نوموړی د کلیسا له لومړنیو غوره پلارانو بولي. لوتر خپله له ۱۵۰۵ زکال څخه تر ۱۵۲۱ زکال پورې د آګوستین سنتونو ته د اړوندو محافلو غړی و. [6][7][8][9]
په ختیځ کې د نوموړي لارښوونې تر ډېره د بحثونو موضوع ګرځېدلې، په ځانګړې توګه د جان رومانیدس له نیوکو سره مخ شوې، خو د ختیځې ارتدکس کلیسا نورو الهیات پوهانو او مخکښانو تر ډېره ګئورګیس فلوروفسکي په پام وړ توګه د هغه لیکنې تائید کړې دي. د فیلیوکه مفهوم (لاتیني: filioque؛ د «زوی څخه» په معنی) ته اړوند د هغه تر ټولو جنجالي دوکتورین د ختیځې ارتدکس کلیسا له خوا رد شوي. د هغه له نورو جنجالي لارښوونو له ډلې څخه د لومړنۍ ګناه، الهي رحم او جبر اړوند د هغه لیدلورو ته نغوته کولای شو. په داسې حال کې چې څرګندېږي په یو شمېر مواردو کې ترې تېروتنه شوې، خو له دې سره هم د یو سپېڅلي (قدیس) په توګه ګڼل کېږي او د ختیځې کلیسا په ګڼ شمېر مخکښانو په ځانګړې توګه یې په ګریګوري پالاماس پام وړ اغېز لرلی. د یونان او روسیې په ارتدکس کلیسا کې نوموړی د جون میاشتې په ۱۵مه نېټه لمانځل کېږي. تاریخ لیکونکی دیارمید ماکولوش لیکلي: «په لویدیځ عیسوي تفکر باندې د آګوستین اغېز په سختۍ سره د اغراق تر کچې رسول شوی؛ یوازې د هغه د خوښې وړ کس، پولس رسول و چې ډېر اغېز یې درلود او لویدیځوال هم تر ډېره نوموړي ته د آګوستین له سترګې ګوري». [10][11][12][13][14][15][16][17][18]