رنه دیکارت
From Wikipedia, the free encyclopedia
رنه دیکارت (په فرانسوي: René Descartesچې د ۱۵۹۶ کال د مارچ په ۳۱ مه زېږدلی او د ۱۶۵۰ کال د فبروري په ۱۱ مه نېټه مړ شوی) فرانسوي فیلسوف، ریاضي پوه او عالم و چې د پخوانۍ هندسې او الجبر په یوځای کولو سره یې تحلیلي هندسه اختراع کړه. هغه د خپل کاري ژوند ډېر وخت په هالنډ کې تېر کړ. دیکارت د هالنډ د طلایي دوران یو له مخکښو څېرو او د نوې فلسفې او الجبري هندسې د بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي.[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11]