سي. اس. لوئیس
From Wikipedia, the free encyclopedia
کلایو سټیپلز لوئیس (زوکړه: د ۱۸۹۸ زکال د نومبر ۲۹مه – مړینه: د ۱۹۶۳ زکال د نومبر ۲۲ مه) بریتانوي لیکوال، ادبي څېړونکی او غیروحاني انګلیکان الهیات پوه و. نوموړي په اکسفورډ پوهنتون (مګدالن کالج، ۱۹۲۵- ۱۹۵۴ زکال) او کمبرېج پوهنتون (مګدالن کالج ۱۹۵۴- ۱۹۶۳ زکال) کې د انګلیسي ادبیاتو په څانګه کې علمي ځایګي لرل. نوموړی تر ډېره پورې د نارنیا سرګذشت یا واقعو (The Chronicles of Narnia) په نامه اثر د لیکوال په توګه شهرت لري، خو د خپلو نورو داستاني آثارو لکه د سکروټیپ لیکونو(The Screwtape Letters)، فضایي درې ګوني (The Space Trilogy) او همدارنګه د عیسوي دفاعي الهیاتو په برخه کې د خپلو غیر داستاني آثارو لکه یوازې د عیسویت (Mere Christianity) معجزې (Miracles) او د درد د ستونزې (The Problem of Pain) له امله هم شهرت لري.
لوئیس د کړیو د ارباب (The Lord of the Rings) تر عنوان لاندې اثر د لیکوال جې. آر. آر. تالکین نږدې ملګری و. دوی دواړو د اکسفورډ پوهنتون د انګریزي ادبیاتو په څانګه کې کار کاوه او د اینکلېنګز (Inklings) په نامه د اکسفورډ په غیررسمي ادبي ډله کې فعال و. په ۱۹۵۵ زکال کې د هغه د خاطراتو د خپاره شوي کتاب (Surprised by Joy) پر بنسټ هغه ته د ایرلنډ په کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو خو په نوې ځوانۍ کې له خپل باور څخه لرې شو. لوئیس د ۳۲ کلنۍ په عمر د تالکین او نورو ملګرو تر اغېز اندې انګلیکانېزم ته واوښت او په دې سره «د انګلیسي کلیسا په یو غیرعادي» غړي واوښت. د لوئیس باور د هغه په چارو ژور اغېز درلود او د جګړې پر مهال په عیسویت باندې راڅرخېدونکې راډیويي خپرونې یې له زیاتو ستاینو سره مخ شوې. [1]
لوئیس له ۳۰ کتابونو څخه زیات لیکلي چې له ۳۰ څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي هم دي او همدارنګه په میلیونونو ټوکه پلورل شوي. د نارینا د سرګذشت د ټولګې کتابونو یې تر ټولو ډېر پلور لرلی او د تلویزیون، راډیو او سینما په پردو یې ځانګړی محبوبیت موندلی. همدارنګه د بېلابېلو عیسوي مذهبي فرقو پوهان د هغه په فلسفي لیکنو استناد کوي.
لوئیس په ۱۹۵۶ زکال کې له امریکايي لیکوالې جوی ډېوېډمن سره واده وکړ. نوموړې څلور کاله وروسته د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوه. لوئیس د ۱۹۶۳ زکال د نومبر په ۲۲مه د ګردو د ناروغۍ له امله د خپلې ۶۵ مې کلیزې څخه یوه اونۍ وړاندې ومړ. نوموړی په ۲۰۱۳ زکال کې د هغه د مړینې د ۵۰م تلین پر مهال د ویسټ مېنسټر کلیسا د شاعرانو د یادغونډې پر مهال وستایل شو.