فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
From Wikipedia, the free encyclopedia
فریدریش ویلهلم نیچه (۱۵ اکتوبر ۱۸۴۴ – ۲۵ اګست ۱۹۰۰ ز کال) آلماني فیلسوف، کلتوري نقد کوونکی او فیلوژست و چې آثارو یې په معاصرې فلسفې یا د معاصر تفکر په تاریخ ژور اغېز لرلی دی. هغه وړاندې له دې چې فلسفې ته مخه کړي، د یوه کلاسیک فیلوژست په توګه یې په کار پیل وکړ. هغه تر ټولو ځوان کس و چې په ۱۸۶۹ ز کال کې یې د ۲۴ کلونو په عمر په بازل پوهنتون کې د کلاسیکې فیلولوژۍ چوکۍ خپله کړه. نیچه په ۱۸۷۹ ز کال کې د روغتیايي ستونزو له امله، چې د ژوند په اوږدو کې ترې رنځېده، استعفا ورکړه، هغه خپلې ډېرې لیکنې په راتلونکې لسیزه کې بشپړې کړې. په ۱۸۸۹ ز کال کې د ۴۵ کلنۍ په عمر، هغه په بشپړ ډول خپله ذهني وړتیا له لاسه ورکړه. هغه د خپل ژوند پاتې کلونه د خپلې مور تر پام لاندې تر ۱۸۹۷ ز کال پورې د هغې تر مړینې او بیا له خپلې خور الیزابت فورستر- نیچه سره تېر کړل. نیچه په ۱۹۰۰ ز کال کې مړ شو.[3][4][5]
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | جرمني [1] |
عملي ژوند | |
استاد | جکوب بورکهارټ |
نامتو زده کونکي | روډولف سټاينر |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، جمالیات ، نیهیلیزم ، اخلاق ، ساپوهنه ، انټولوژي ، شعر ، مذهب ، هڅوب ، سياست |
مؤثر | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د فرانسې او پروس جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې[2] | |
سمول |
د هغه په آثارو کې ګڼ شمېر موضوعات، لکه: هنر، فیولوژي، تاریخ، موسیقي، مذهب، تراژیدي، کلتور او علم شاملېږي چې له یو شمېر شخصیتونو، لکه: سقراط، زردشت، آرتور شوپنهاور، رالف والډو اېمرسون، ریچارډ واګنر او جان والف ګنګ ون ګویته نه یې الهام اخیستی.
د هغه له مړینې وروسته، د نوموړي خور الیزابت د نیچه په لاسي ډول لیکل شوو متونو ساتونکې او اېډیټ کوونکې شوه. هغې د نیچه نه خپرې شوې لیکنې له خپلې الماني فراملتي نظریې سره په سمون کې اېډېټ کړې، په داسې حال کې چې د نیچه له ښکاره عقیدې سره چې د یهودیت ضد او ملت پلوې پر ضد وه، په ټکر کې وه او یا یې هم د هغو د ناڅرګندولو هڅه په کې کړې وه. د هغې له خوا د نیچه خپاره شوي آثار له فاشیزم او نازیزم سره اړوند وو، د ۲۰ مې پېړۍ ډېری پوهانو له دغه تفسیر سره مخالفت وکړ او د هغه د لیکنو اصلاح شوې نسخې ډېر ژر د لاسرسي وړ وګرځېدې. په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د نیچه مفکورې یوځل بیا محبوبیت وموند او د هغه نظریاتو د شلمې پېړۍ او یووېشتمې پېړۍ د پیل په فلسفي متفکرینو – په ځانګړي ډول د قاره یي فلسفې، لکه: هستي ګرايي (existentialism)، پوسټ مډرنېزم، پوسټ سټرکچرليزم (post-structuralism) په مکتبونو، هنر، ادبیاتو، شاعري، سیاست او عامه کلتور ژور اغېز لرلی دی.