مسيحيت
From Wikipedia, the free encyclopedia
عیسویت یو ابراهیمي توحیدي دین دی، چې د عیسی ناصر د ژوند اوتعلیماتو(ښوونو) پر بنسټ رامنځته شوی. دا دین نږدې ۲.۵ ميلیلارد لارویان لري او په نړۍ کې تر ټولو لوی دین دی. لارویانو او پيروانو ته يې عیسویان ویل کېږي، چې د سیمې د ۱۵۷ هېوادونو د نفوس اکثریت برخه جوړوي، دوی باور لري چې عیسی(ع) د خدای زوی دی، چې د عیسوي په توګه یې د راتلو په اړه په عبراني سپېڅلي کتاب (په عیسویت کې زوړ تورات) کې وړاندوینه شوې او په نوي تورات کې یې کیسه راغلې. [1][2][3]
عیسویت له کلتوري پلوه په خپلو لوېدیځو او ختیځو څانګو کې او همدارنګه د بندګۍ د طبیعت او توجیه کولو اړوند تدریس شوې عقیدې، کلیسا پېژندنې، د عیسوي دین د پوه(ملا )په انتصاب او عیسویت پېژندنې کې سره توپير لري. دا چې عیسی(ع) د خدای زوی دی – د لوګوس تجسد(تجسم)، هغه چې خدمت (کشیشتوب) یې وکړ، سختۍ يې وګاللې او د صلیبوالي لپاره مړ شو، خو د بشریت د ژغورنې لپاره له مړو څخه راپورته شو، د عیسوي فرقو په بېلابېلو عقیدو کې تر ډېره مشترک باور دی، چې د انجیل د لومړیو څلورو ټوکونو «د زېري » په نوم یادېږي. د عیسی(ع) د ژوند او تعلیماتو(ښوونو) تشرېح د انجيل څلور ټوکونه دي، چې متي، مارک، لوقا او یوحنا دي او له لرغونې دورې څخه د انجیل مخینه ده.
عیسویت په لومړۍ پېړۍ کې د دویم معبد د یوې یهودي فرقې په توګه په هېلنېستیک یهودیت کې د روم په یهودیه ولایت کې پیل شو. د عیسي (ع) حواریان او لارویان د لومړني زور زیاتي سره سره په ټول شام، اروپا، اناتولي، بین النهرین، سویلي قفقاز، مصر او ايتوپیا کې خواره شول. ډېر ژر یې هغه غیر یهودي وګړي ځانته راوبلل چې له خدای څخه يې وېره لرله، دا چاره د یهودیت له دودونو او ادابو څخه د انحراف لامل شوه. له میلاد څخه وروسته په ۷۰ یم کال کې د اورشلیم تر نسکورېدو وروسته د معبد پر بنسټ یهودیت پای ته ورسېده، عیسویت په ورو ورو له یهودیت څخه جلا شو. امپراتور لوی کنستانتین د میلان له (۳۱۳) فرمان سره اعلام وکړ چې عیسویت نور جرم نه بلل کېږي او وروسته یې د نیکیه (۳۲۵) شورا رامنځته کړه، چې له مخې يې لومړنی عیسویت د روم په دولتي کلیسا کې ټينګ شو (۳۸۰). د لویو څانګو له رامنځته کېدو څخه مخکې د عیسویت د متحدې کلیسا لومړنی تاریخ ځینې وختونه د لویې کلیسا په توګه یادېږي. (که څه هم په همهغه وخت کې بېلابېلې فرقې شته وې چې له ډلې يې ګنوسيان او یهودي عیسویان یادولی شو). ختیځهه کلیسا تر اېفسوس شورا (۴۳۱) او ختیځه اورتودکس کلیسا هم تر کلسيدون شورا وروسته (۴۵۱) په عیسویت کې د اختلافونو پر سر له یو بل څخه بېلې شوې، حال دا چې د ختيځ اورتودکس کلیسا او کاتولیکه کلیسا په ځانګړي ډول د روم د راهب د صلاحیتونو پر سر په ختيځ – لويديځ بېلتون کې له یو بل څخه بېلې شوې (۱۰۵۴ز کال). د اصلاحاتو او سمونونو په دوره کې پروتستانیزم (د عیسویت یوه څانګه) د کلیسايي او الهیاتي اختلافاتو پر سر له کاتولیک کلیسا څخه بېل او په بېلابېلو فرقو ووېشل شو، چې عمده مسئله د روم د راهب توجیه کول او هغه ته لومړیتوب ورکول وو. عیسویت د لویديځ تمدن په ځانګړي ډول د اروپا په وده کې د لرغونې دورې په وروستیو او منځنیو پېړیو کې د پام وړ رول ولوباوه. عیسویت د اکتشاف تر عصر وروسته (له ۱۵ څخه تر ۱۷ پېړۍ) د تبلیغي کار له لارې د امریکا په لویه وچه، اوقیانوسیې،sub-Saharan Africa (د افریقا د دښتې سویلي برخې) او نورې نړۍ ته خپور شو. [4][5][6][7][8][9][10][11]
د عیسویت څلور لويې څانګې دا دي: د کاتولیک کلیسا (چې ۱.۳ میلیارده/ ۵۰.۱ سلنه لارویان لري)، پروتستانیسم (۹۲۰ میلیونه/۳۶.۷ سلنه لارویان لري)، ختیځه اورتودوکس کلیسا (۲۳۰ میلیونه) او اسیايي اورتودکس کلیساګانې (۶۲ میلیونه) په ټوله کې ۱۱.۹ سلنه اورتودکس کلیساګانې شته. که څه هم د اکومنیزم د یووالي له هڅو سره سره د کلیساګانو زرګونه کوچنۍ ټولنې شته دي. په لويديځ کې د پیروانو(لارویانو) له لږ کېدو سره سره عیسویت لاهم په سیمه کې غالب دین دی او د ټول نفوس ۷۰ سلنه برخه عیسویان دي. عیسویت په افریقا او اسیا کې د تر ټولو ډېر نفوس لرونکو لویو وچو په توګه د ودې په حال کې دی. عیسویان د نړۍ په ځينې برخو په ځانګړي ډول په منځني ختيځ، د افریقا شمال او د اسیا په ختيځ او سويل کې له زور زیاتي سره مخامخ دي. [12][13][14][15][16][17][18]