موسیقي
From Wikipedia, the free encyclopedia
موسیقي د میلوډي، هارموني، ریتم او د غږ د تون د عناصرو له مخې د غږ د تنظیم کولو هنر دی. چې د ټولو انساني ټولنو نړیوال کلتوري اړخ جوړوي. د موسیقي په عمومي تعریف کې د موسیقي عمومي عناصر لکه د غږ زیر او بم والی (چې په میلودي او هارموني واک لري) ریتم ( او د هغو اړوند مفاهیم ټیمپو، میټر او بیان) ډینامیکس (لوړ والی او نرم والی) او د غږ او ټیمبر کیفیت ( چې کله هم ورته د موسیقي د غږ رنګ ویل کېږي) شاملېږي. کېدای شي د موسیقي مختلف ډولونه له دغو عناصرو څخه په ځینو ټینګار وکړي یا ټینګار ونکړي او یا یې هم له پامه وغورځوي. موسیقي د سازونو د پراخه ډولونو او د غږونو د تخنیکونو له مخې په موسیقاري او یا هم رپ ډول اجرا کېږي؛ دلته یوازې انسټرومنټل (بې شعره) پارچې، یوازې غږیزه پارچې (لکه هغه سندرې چې ورسره ساز نه وي) او هغه پارچې چې سندره او ساز سره ګډوي شتون لري. د میوزیک کلمه له یوناني (mousiké; "(art) of the Muses") اخیستل شوې.[1][2][3]
په ټولیزه بڼه، هغه چارې چې موسیقي د یو هنر او یا هم یوې کلتوري چارې په توګه تشرېح کوي په کې د موسیقاري اثارو (سندرو، نغمو، سمفوني او نور) جوړېدل، د موسیقي نقد، د موسیقۍ د تاریخچې مطالعه او د موسیقاري ښکلا پېژندنې ارزونه پکې شاملېږي. د پخواني یونان او هند فیلسوفان موسیقي په دوه برخو کې تعریف کوي: میلوډي، د هغو نغمو په توګه چې په افقي ډول برابرېږي او هارموني د هغو نغمو په توګه چې په عمودي ډول برابرېږي. د موسیقي اړوند معمول عبارات لکه " د کرو هارموني (harmony of the spheres) "او "دا زما غوږونو ته جوړه موسیقي ده" دغه ټکي ته اشاره کوي چې موسیقي فرمایشي ده او اورېدل یې خوندور دي. له دې سره د شلمې پېړۍ کمپوز جوړونکی جان کېج باور لري چې هر غږ کېدلای شي، موسیقي وي، د بېلګې په توګه "دلته هېڅ ځورونکی (نایز) نشته، یوازې غږ دی".[4]
د موسیقۍ جوړول، اجرا کول، اهمیت او آن تعریف یې د کلتورونو او ټولنیزو جوړښتونو له مخې توپیرونه لري. په حقیقت کې، د تاریخ په اوږدو کې، د موسیقۍ یو شمېر نوي ډولونه یا فورمونه تر نیوکو لاندې نیولي او هغه یې "موسیقي نه ده ګڼلې"، لکه په ۱۸۲۵ ز کال د بیټوون (Beethoven) Grosse Fuge string quartet کمپوزونه، د ۱۹۰۰ مې لسیزې په پیل کې لومړنی جاز او په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې هارډکور پنک (hardcore punk). موسیقي بېلابېل ډولونه لري لکه د ټولې د خوښې وړ موسیقي (popular music)، سنتي موسیقي (traditional music)، هنري موسیقي (art music)، د مذهبي مراسمو لپاره لیکل شوې موسیقي او کاري سندرې لکه چنټيز (chanteys). [5][6][7]
په ډېرو کلتورونو کې موسیقي د خلکو د ژوندانه د طریقې مهمه برخه جوړوي، ځکه په مذهبي مراسمو، یو شمېر مراسمو یا جشنونو (لکه فراغت او واده)، ټولنیزو فعالیتونو (لکه ګډا) او یو شمېر کلتوري مراسمو کې کلیدي رول لوبوي. وګړي کېدلای شي موسیقي د شوق له مخې وغږوي، لکه یوځوان چې د ځوانانو په آرکستر کې سیلو غږوي او یا هم د مسلکي میوزیک جوړونکي یا سندرغاړي په توګه کار وکړي. د موسیقي په صنعت کې سندرې او موسیقي جوړونکي کسان ( لکه سندرې لیکونکي او کمپوزران)، میوزیک غږونکي ( چې ارکسترا، جاز ډله او د راک بانډ میوزیک غږونکي، سندرغاړي او غږ جوړونکي په کې شاملېږي)، هغه کسان چې موسیقي ثبتوي (موسیقي تولیدونکي او د غږ انجینران)، هغه کسان چې کنسرت برابروي او هغه کسان چې ثبت شوې پارچې، او موسیقي تر پېرودونکو رسوي شاملېږي. حتی که چېرې یوه سندره اجرا شوې هم وي، د موسیقي په برخه کې منتقدین، د موسیقي ژورنالستان او موزیک پوهان کولای شي هغه و ارزوي او ورباندې نظر ورکړي.