ویانا
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویانا (الماني: Wien; انگريزي Vienna) چې په جرمني کې ورته وین وايي، د اطریش هېواد پلازمینه، تر ټولو ستر ښار او یو له نهو ایالتونو څخه ګڼل کېږي. ویانا د اطریش تر ټولو زیات جمعیت لرونکی ښار دی، چې شاوخوا دوه میلیونه وګړي په کې ژوند کوي (۲.۹ میلیونه وګړي یې په میتروپولیټن سیمه کې ژوند کوي، چې د هېواد د وګړو نږدې یو پر درېیمه برخه جوړوي)، چې د دې هېواد کلتوري، اقتصادي او سیاسي مرکز دی. دا ښار په اروپايي ټولنه کې د وګړو د تناسب له مخې شپږم ستر ښار او د دونوب د سیند په ښارونو کې تر ټولو ستر ښار دی.[8][9][10][11]
ویانا | |
---|---|
Wien | |
Vienna | |
د اشتفان کلیسا | |
د اتریش په نقشه کې د آیالات موقیعت | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۴۸°۱۲′ شمال ۱۶°۲۱′ ختیځ | |
د رامنځته کېدو نېټه | 1 پيړۍ ق.م |
اداري وېش | |
هیواد | اتريش |
پلازمینه د: | |
مرکز | وین |
حکومت | |
• ښاروال | میشاییل هاپل |
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۴۱۴٫۸۹ کلوميټر٢ (۱۶۰٫۱۹ میله مربع) |
• ځمکه | ۳۹۵٫۵۰ کلوميټر٢ (۱۵۲٫۷۰ میله مربع) |
• المياه | ۱۹٫۳۹ کلوميټر٢ (۷٫۴۹ میله مربع) |
لوړوالی | ۱۷۷۸ ميټره (۵٬۸۳۳ فوټ) |
نفوس شمېرنه (۲۰۱۰) | |
• ټولټال | ۱٬۷۱۲٬۹۰۳ |
• د نفوسو کثافت | ۴٬۱۰۰/کلوميټر٢ (۱۱٬۰۰۰/ميله مربع) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | CET (ه.ن.و۱+) |
• د اوړي وخت | CEST (ت.ع.م ۲+) |
پُستی کوډ | 1000–1239
1400 1402 1251–1255[1] 1300–1301[1] 1421 1423 1500 1502–1503 1600–1601 1810 1901 |
د تلفن کوډ | 01 |
جيو کوډ | 2761369 |
آی اېس او 3166 | ISO 3166-2:AT |
موټر پلېټ | |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | کينډۍ:نښانی وب سایټ |
سمول |
د شلمې پېړۍ تر پیلیدو پورې، ویانا په نړۍ کې د جرمني ژبې د ویونکو تر ټولو ستر ښار و، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د اطریش-هنګري سترواکۍ په بېلیدو سره، دې ښار دوه میلیونه وګړي درلودل. دا ښار نن ورځ له برلین وروسته په نړۍ کې د جرمني ژبې د ویونکو د شمېر له امله په دویمه درجه کې راځي. ویانا د سترو نړیوالو موسسو له هغې ډلې د ملګرو ملتونو، اوپیک او OSCE کوربه دی. دغه ښار د اطریش په ختیځه برخه کې پروت دی چې د چیک جمهوریت، سلواک او هنګري سره نږدې پوله لري. دغه سیمې په ګډه سره د اروپايي سنټراپ سرحدي سیمه کې کار کوي. له نږدې تراتیسلاوا سره، ویانا د ۳ میلیونه وګړو میتروپولیټن سیمه تشکیلوي. په ۲۰۰۱ ز کال کې، د ښار مرکز د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث په لړلیک کې راغی. د ۲۰۱۷ ز کال په جولای کې، بیا دا سیمه له خطر سره د مخ نړیوال میراث په لړلیک کې اضافه شوه. سربېره پر دې، ویانا د «موسیقي د ښار» په توګه پیژندل کېږي، هغه هم د دې ښار د موسیقي میراث له امله، ځکه چې زیاترو مشهورو کلاسیک موسیقي پوهانو لکه بیتووین او موزارت ویانا ته خپل کور ویلی و. ویانا ته همدا راز د «خیالونو ښار» ویل کېږي، ځکه چې دلته د نړۍ لومړني روان پیژندونکي زیګمونډ فوریډ ژوند کاوه. د ویانا اجدادي ریښې په لرغوني سیلتیک او رومي سکونت ځایونو ته ورګرځي چې د منځنیو پېړیو په یوه ښار او باروک باندې بدل شوی و. دغه ښار د خپل هغه محوري نقش له امله چې د اروپا د پرمختلونکط موسیقې د مرکز په توګه یې ادا کړی، د ویانا د کلاسیک پالنې له عصر څخه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې پیژندل شوی دی. د ویانا تاریخي مرکز یو لړ معماري، د باروک ماڼۍ او باغونه او د نوولسمې پېړۍ په وروستو پورې اړوند Ringstraße لري چې یو شمېر ودانۍ، تاریخي ودانۍ او ستر پارکونه لري.[12][13][14][15][16][17][18]
ویانا د خپل ژوند د کچې د لوړ کیفیت له امله هم مشهور دی. په ۲۰۰۵ ز کال کې، د نړۍ د ۱۲۷ ښارونو په یوه څېړنه کې، د ایکانومیسټ د ذکاوت واحد (Economist Intelligence Unit) دا ښار د نړۍ په کچه د ژوند کولو لپاره تر ټولو غورو ښارونو په لومړي کتار کې راوست (چې په دویم او درېیم کتار کې وانکوور او سان فرانسیسکو ښارونه و). د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ ز کلونو تر منځ، ویانا بیا له میلبورن نه وروسته دویم مقام خپل کړ. د مونوکل د «ژوند د کیفیت څېړنې» په ۲۰۱۵ ز کال کې ویانا د نړۍ د غوره ۲۵ ښارونو په منځ کې د «کور جوړولو او ژوند کولو» له اړخه په څلورم کتار کې راوست (چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله شپږ درجې را پورته شو او د ۲۰۱۰ کال په پرتله بیا اته درجې را پورته شو). د ملګرو ملتونو د هبیټاټ سازمان ویانا په ۲۰۱۲ – ۲۰۱۳ کلونو کې د نړۍ تر ټولو هوسا ښار په توګه ډلبندي کړ. دا ښار په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې د کلتوري نوښتونو له امله لومړی مقام وګاټه او د ۲۰۱۴ ز کال د نوښتي ښارونو د شاخص له مخې چې ۱۶۲ شاخصونه یې د کلتور، زیربینا او بازارونو له مخې تر پوښښ لاندې لرل په نړیواله کچه (د ۲۵۶ ښارونو تر منځ په شپږم مقام باندې راغی. ویانا په منظمه توګه د ښاري پلان جوړونې د کنفرانسونو کوربه وي او زیاتره د ښاري پلان جوړونکو له خوا د موردي مطالعې په توګه کارول کېږي. د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ، ویانا د نړیوالو کانګریسونو او کنوانسیونونو لپاره لومړی درجه مقصد ښار و. دا ښار هر کال څه باندې ۶.۸ میلیونه سیلانیان ځان ته را جذبوي.[19][20][21][22][23][24][25][26][27][28]