ژونکه
From Wikipedia, the free encyclopedia
حجره (له لاتیني کلمې cellula 'کوچنۍ کوټه' څخه اخیستل شوې) د ژوند بنسټیز جوړښتي او وظیفوي واحد دی. هره حجره (cell) له سایتوپلازم څخه جوړه ده چې په یوه غشا کې پوښل شوې او ګڼ شمېر بایو مالیکولونه لري، لکه پروټینونه او نیوکلیک اسیدونه.[1][2]
د نباتاتو او څارویو ډېری حجرې یوازې تر رڼا مایکروسکوپ لاندې د لیدو وړ دي، او د ۱ او ۱۰۰ مایکرومترو ترمنځ ابعاد لري. الکترون مایکروسکوپ خورا لوړ ریزولوشن ورکوي او د حجرو خورا مفصل جوړښت ښيي. ژوندي موجودات د یوني سیلولر یا وحید الحجروي (چې له یوې حجرې څخه جوړ دي لکه باکتریا) یا مولټي سیلولر یا کثیر الحجروي (د نباتاتو او حیواناتو په شمول) دوو کټګوریو لاندې ډلبندي کېدای شي. ډېری وحید الحجروي ارګانیزمونه د مایکرو ارګانیزمونو په توګه طبقه بندي شوي. په نباتاتو او حیواناتو کې د حجرو شمېر له یوې نوعې څخه تر بلې نوعې پورې توپیر لري؛ داسې اټکل شوی چې د انسان بدن شاوخوا ۴۰ ټریلیون (4×1013) حجرې لري. یوازې دماغ له شاوخوا ۸۰ ملیارده دغو حجرو څخه جوړ دی.[3][4][5][6]
د حجرو بیولوژي د حجرو مطالعه ده، چې په ۱۶۶۵ کال کې د رابرټ هوک لخوا کشف شوه، چا چې په یوه خانقاه کې د عیسوي راهبانو له حجرو سره د دوی د ورتهوالي له امله دا نوم ورکړ. د حجرو تیوري چې په لومړي ځل په ۱۸۳۹ کال کې د ماتیاس یکوب شلیډن (Matthias Jakob Schleiden) او تیودور شوان (Theodor Schwann) له لوري رامنځته شوې، وایي چې ټول ژوندي موجودات له یوې یا ډېر, حجرو څخه جوړ شوي او دا حجرې په ټولو ژوندیو موجوداتو کې د جوړښت او فعالیت بنسټیز واحد دی، او دغه راز ټولې حجرې له مخکې شته حجرو څخه راجوړېږي. حجرې شاوخوا ۴ ملیارده کاله وړاندې د ځمکې پر مخ راڅرګندې شوې دي.[7][8][9][10][11][12][13]