کاربون
From Wikipedia, the free encyclopedia
کاربون (په انگرېزي: Carbon) له کیمیاوي عناصرو څخه یو دی چې په تناوبي جدول کې د C سمبول او ۶ اتمي شمېرې په وسیله ښودل شوی دسه التروپ
په نامه د |
---|
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
وزن |
---|
برخه د |
---|
کاربن یو کیمیاوي عنصر دی چې د کیمیاوي عناصرو په جدول کې یې سمبول C او اتومي شمېره یې ۶ ده. دا یو غیر فلزي عنصر دی چې د کوولانټ کیمیاوي رابطو د جوړولو لپاره په وروستي مدار کې څلور ازاد الکترونونه لري. دا عنصر د کیمیاوی عناصرو د جدول په څوارلسم ګروپ پورې اړوند دی. کاربن یوازې د ځمکې ۰.۰۲۵ سلنه قشر جوړوي. په طبیعي ډول درې ایزوتوپونه لري چې 12C او 13C یې پایدار دي او 14C یو رادیونوکلویید دی چې په نیم عمر سره په شاوخوا ۵۷۳۰ کلونو کې تجزیه کېږي او له منځه ځي. کاربن د څو هغو عناصرو له ډلې یو دی چې له لرغونې زمانې راهیسې پېژندل شوی دی.[3][4][5][6]
کاربن د ځمکې په قشر کې پنځلسم او په نړۍ کې تر هایدروجن، هیلیم او اکسیجن وروسته څلورم پرېمانه یا ډېر موندل کېدونکی عنصر دی. دا چې کاربن پرېمانه دی، د عضوي مرکباتو بېسارې تنوع لري او د ځمکې په معموله تودوخه کې د پولیمرونو د جوړولو لپاره غیر عادي وړتیا لري، له دې امله د ټولو پېژندل شویو ژوندیو موجوداتو د ګډ یا مشترک عنصر په توګه عمل کوي. دا عنصر د حجم له نظره (۱۸.۵ سلنه شاوخوا) تر اکسیجن وروسته د انسان په بدن کې دویم پرېمانه موجود عنصر دی.[7]
د کاربن اتومونه په بېلابېلو طریقو له یو بل سره یوځای کېدای شي چې په پایله کې یې د کاربن بېلابېل الوټروپونه جوړېږي. په مشهورو الوټروپونو کې ګرافیټ، الماس، امورف کاربن او فولیرینونه شامل دي. د کاربن فزیکي خواص له الوټروپیک شکل سره ډېر توپیر لري. مثلاً ګرافیټ مکدر او تور دی، په داسې حال کې چې الماس ډېر روڼ دی. ګرافیټ دومره نرم دی چې پر کاغذ خط جوړولی شي (له همدې امله یې نوم له یوناني کلمې اخیستل شوی چې معنا یې لیکل دي) په داسې حال کې چې الماس تر ټولو کلکه پېژندل شوې طبیعي ماده ده. ګرافیټ د برېښنا ښه هادي یا لېږدوونکی دی، خو الماس د برېښنا ټيټه هادي ځانګړنه لري. په عادي شرایطو کې الماس، کاربن نانوتیوبونه او ګرافين د ټولو پېژندل شویو موادو تر ټولو لوړ حرارتي هادي یا لېږدوونکي دي. تر عادي شرایطو لاندې د کاربن ټول الوټروپونه جامد دي او ګرافيټ په معیاري تودوخه او فشار کې له ترموډینامیکي پلوه تر ټولو پایدار شکل دی. د کاربن الوټروپونه له کیمیاوي پلوه مقاوم دي او ان له اکسیجن سره د تعامل لپاره لوړې تودوخې ته اړتیا لري.
په غیر عضوي مرکباتو کې د کاربن د اوکسیډېشن تر ټولو عام حالت ۴+ دی، په داسې حال کې چې ۲+ د کاربن مونو اکسایډ په کاربونیل کمپلېکسونو او هادي فلزاتو کې موندل کېږي. د غیر عضوي کاربن تر ټولو سترې سرچینې د چونې ډبرې، ډولومايټ او کاربن ډای اکسایډ دي. خو د پام وړ اندازې یې د ډبرو سکرو په عضوي زېرمو، نارسېدلو ډبرو سکرو، تېلو او د میتان په کلېټراټونو کې موجودې دي. کاربن د نورو عناصرو په پرتله ډېر شمېر مرکبات جوړوي چې تر دې مهاله د تشرېح شویو مرکباتو شمېر یې شاوخوا لس میلیونو ته رسېږي او دا شمېر تر معیاري شرایطو لاندې له تیوریکي پلوه د ممکنه مرکباتو د شمېر یوه برخه ده. له همدې امله کاربن ډېری وخت د «عناصرو پاچا» بلل کېږي.[8][9]