ارتر شوپنهاور
From Wikipedia, the free encyclopedia
ارتر شوپنهاور (۱۷۸۸ د فبرورۍ ۲۲ – ۱۸۶۰ د سپتمبر ۲۱) يو المانی فيلسوف و. نوموړی د خپل ۱۸۱۸ز کال اثر له امله شهرت لري چې د « The World as Will and Representation» (نړۍ د ارادې او تمثيل په توګه) (چې په ۱۸۴۴ز کال کې خپور شو) په نوم و، په کوم کې چې فوق العاده نړۍ د يو ړانده د موجود د تولید خصوصيت لرونکې په توګه ښودل شوې ده. د «امانول کانت» (۱۷۲۴-۱۸۰۴) د ماورائي معنويت پر بنسټ، شوپنهاور يو ملحدانه ماوراء الطبيعياتي او اخلاقي سيستم جوړ کړی دی، کوم چې د الماني معنويت هممهالي اندونه رد کړي دي. نوموړي په لوېديځه فلسفه کې له لومړيو انديالانو څخه يو و، چا چې د هندوستاني فلسفې مهم اصول شريک او تايید کړل، لکه زهد، له خپل ځان څخه انکار او د نړۍ په اړوند هغه ډول تصور کول څنګه چې برېښي. د هغه کار د فلسفي ناهيلۍ د يو بېلګه ييز مظهر په توګه بلل شوی دی.[1][2][3][4][5][6][7][8][9]
ارتر شوپنهاور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | هامبورگ |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | مېتافزیک ، اخلاق ، جمالیات ، ساپوهنه ، د فلسفې تاريخ |
مؤثر | اپلاتون ، جان لاک ، باروچ سپینوزا ، ډيويډ هيوم ، امانوېل کانت ، ګوېټه |
لاسليک | |
سمول |
که څه هم د هغه کار د خپل ژوند پر مهال د پام وړ توجه تر لاسه کولو کې ناکام شو، شوپهاور د فلسفې، ادب او ساينس په ګډون بېلا بېلو برخو کې له مړينې وروسته د پام وړ اغېز درلود. د جمالياتو (ښکلا/هنر)، اخلاقياتو او روانپوهنې په اړوند د هغه ليکنو پر ډيرو انديالانو او هنرمندانو اغېز درلود. په هغو کې چې د نوموړي د اغېز حواله يې ورکړې، فيلسوف ايمل چيوران، فريډريک نيچه او لډوګ وټګنسټاين، ساينسپوهان ايرون شروډنګر او البرټ اينسټاين، روانپوه سګمنډ فرويډ او کارل يونګ، لیکوالان ليو ټولسټوی، هرمن ميلويل، تاماس مان، هرمن هيس، ماچاډو ډي اسس، خورخه لويس بورخيس، مارسيل پروسټ او سمويل بيکټ، او موسيقار (د موسيقۍ سر او تال جوړونکی) ريچارډ واګنز، یوهانس برامس، ارنلډ شوينبرګ او ګستاف مهلر شامل دي.[10][11][12][13][14][15][16][17][18][19][20]