د فلسفې ډاکتر
From Wikipedia, the free encyclopedia
د فلسفې رنځپوه (PhD، Ph.D.، یا DPhil؛ لاتین یې philosophiae doctor یا doctor philosophiae) تر ټولو لوړه علمي کچه ده چې له یوې تحصیلي دورې وروسته ورکول کېږي. د رنځپوه دغه درجه په ټولو علمي څانګو کې ورکول کېږي. له دې امله چې دا یوه ترلاسه کېدونې څېړنیزه درجه ده، هغه کسان چې د ذنځپوه ترلاسه کولو په موخه زده کړې کوي، اړ دي څو د اړوند علم پولې د یوې اصلي څېړنې په ترسره کولو سره پراخې کړي، چې په معمول ډول د تیزس یا پای لیک په ډول له خپلې څېړنې نه د اړوند علم د متخصصینو پر وړاندې دفاع کوي. د ډاکتر (PhD) بشپړول تر ډېره د پوهنتون د پروفیسور، څېړونکي او په بېلابېلو برخو کې د عالم په توګه د دندې ترلاسه کولو په موخه اړین دي.[1]
هغه کسان چې د یوه علم د فلسفې په برخه کې د ډاکتر درجه ترلاسه کوي، کېدای شي، په ګڼ شمېر قضايي برخو کې د ډاکتر (تر ډېره د "Dr" یا "Dr." اختصار) له خپل نوم سره وکاروي، په داسې حال کې چې له دغې ګټنې سره اړوند مناسب آداب کېدای شي د یوې علمي حوزې د حرفوي اخلاقو، کلتور او یا هم ټولنې تابع وي. هغه کسان چې په پوهنتون کې درس ورکوي او یا هم په علمي، روزنیزو او څېړنیزو برخو کې کار کوي، په معمول ډول په دغه لقب یادول کېږي.[2][3]
د ډاکتر د درجې ترلاسه کولو اړین شرایط په پام وړ ډول د هېوادونو، ښوونیزو بسټونو، او مهالیزې دورې له مخې د څېړنېزې درجې له پیلني پړاو نه تر عالي ډاکتر پورې توپیر لري. د دغې درجې د ترلاسه کولو په موخه د زده کړو پر مهال، محصل د ډاکتر د زده کوونکي او یا هم PhD د زده کوونکي په نامه یادېږي؛ هغه محصل چې ټولې روزنیزې دورې او پرمختللې ازموینې یې بشپړې کړې وي او په خپل پای لیک(تېزس )کار کوي، ځینې مهال ورته د ډاکتر نوماند یا د PhD نوماند ویل کېږي. هغه محصل چې دغې کچې ته رسېږي، کېدای شي د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو له خوا ورته د PhD د نوماند سند ورکړل شي او یا هم د ډاکتر د ترلاسه کولو په لار کې ورته د ماسټرۍ سند ورکړل شي. ځینې مهال په ویل کېدوني ډول کې دغه کچې ته "PhD ABD" ویل کېږي چې معنا یې «هرڅه بشپړ یوازې له پای لیک پرته» ده.[4]
د PhD نوماند باید یوه داسې پروژه، تیزس او یا هم پای لیک وړاندې کړي چې د علمي څېړنې رېښه ولري او په یوه معتبره مجله کې د خپرېدو وړ وي. په ډېرو هېوادونو کې، نوماند باید له خپلو چارو نه د مختصصینو د هغه پلاوي په وړاندې چې د اړوند پوهنتون له خوا ټاکل کېږي، دفاع وکړي. پوهنتونونه ځینې مهال د PhD په خوا کې د ډاکتر یو شمېر نورې درجې هم ورکوي، لکه د موسیقي اجرا کوونکو ته د موسیقاري هنرونو ډاکتر (D.M.A.)، قانون پوهانو ته د قضايي علم ډاکتر (S.J.D.) او د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښوونې او روزنې ډاکتر (Ed.D.).[5][6][7]
په ۲۰۰۵ ز کال کې د اروپايي پوهنتونونو ټولنې، په بولونیا بهیر کې د ډاکتر د دریمې درجې (ډاکتر) لپاره د «سالزبرګ د اصولو» په نامه ۱۰ اساسي اصول تعریف کړل. له دې وروسته په ۲۰۱۶ ز کال کې د هنرونو د انستیوتونو اروپايي ټولنې د هنرونو په برخه کې د ډاکتر درجې لپاره د «فلورانس اصولو» په نامه اووه اساسي اصول رامنځته کړل چې د فلم او تلویزیون د ښوونځیو د نړیوالې ټولنې، د هنرونو، ډیزاین او رسنیو د کالجونو او پوهنتونونو د نړیوالې ټولنې او د هنري څېړنو د ټولنې له خوا د تايید وړ وګرځېدل.
د علم د فلسفې د ډاکتر او نورو اړوندو عنوانو لاندې درجو په برخه کې د «فلسفې» اصطلاح، د فلسفې علمي څانګې ته نه اړوندېږي او هغه په خپله پراخه معنا کې د خپلې اصلي یوناني معنا په توګه چې «د عقل سره مینه» ده کارول کېږي. د اروپا په ډېرو برخو کې، ټولې علمي څانګې (تاریخ، فلسفه، ټولنیز علوم، ریاضي او طبیعي فلسفه(طبیعي علوم) له الهیاتو، قانون او طبابت پرته (چې مسلکي، حرفوي او تخنیکي درسي مېتود لرونکي دي) په دودیزډول د فلسفې په توګه پېژندل کېږي، په جرمني او د اروپا په نورو برخو کې د لیبرال هنرونو پوهنځی د «فلسفې پوهنځي» په توګه هم پېژندل کېږي.[8]