جېمز بوکانن
From Wikipedia, the free encyclopedia
جېمز بوکانن (اپریل ۲۳ مه، ۱۷۹۱ – د جون ۱، ۱۸۶۸ ز) یو امریکایی حقوقپوه او سیاستوال دی، چې له ۱۸۵۷ څخه ۱۸۶۱ز پورې د امریکا ولسمشر پاتې شوی دی. هغه وړاندې له دې د ۱۸۴۵ ز څخه تر ۱۸۴۹ پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه کار کړی او په د امریکا د کانګرس په دواړو جرګو کې د پنسلوانیا د خلکو استازی و. هغه د ایالتونو د حقوقو حق غوښتونکی و او د ولس د غلامۍ په وروستیو کلونو کې يې د فډرال حکومت نقش تر ټولو ټېټې کچې ته راووست.
جېمز بوکانن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [1] |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
جګړه/جګړې | د ۱۸۱۲م کال جګړه |
لاسليک | |
سمول |
بوکانن د پنسلوانیا ایالت یو مخکښ وکیل و، چې د یوه فډرالیسټ په توګه يې د استازو جرګې ته ایالتي ټاکنې وګټلې. هغه په ۱۸۲۰ز کال کې د امریکا د استازو جرګې ته وټاکل شو او دا چوکۍ يې د ۱۱ کلونو لپاره وساتله او د دموګراټ ګوند له انډریو جکسون سره په یوه لیکه کې و. بوکانن د جکسون د روسيې سفیر په توګه خدمت وکړ (۱۸۳۲). هغه د امریکا د مشرانو جرګې (سنا) لپاره له پنسلوانیا څخه د ۱۸۳۴ز کال ټاکنې وګټلې او دا چوکۍ يې هم د ۱۱ کلونو لپاره وساتله. بوکانن په ۱۸۴۵ط کال کې د ولسمشر جېمز کې پالک د بهرنیو چارو وزیر مقرر شو او اته کاله وروسته د بریتانیې لپاره د ولسمشر فرانکلین پییرس سفیر وټاکل شو. په ۱۸۴۶ز کال کې، بوکانن د امریکا د فیلسوفانو د ټولنې غړی وټاکل شو. [2]
په ۱۸۴۴ز کال کې او له هغه راوروسته بوکانن د دموکراټ ګوند د ولسمشریزو نوماندنو پر سر په ناندریو کې منظم ګډون درلود، چې بالاخره په ۱۸۵۶م کال کې يې د دموګراتانو په ملي غونډه کې د فرانکلین پییرس او سناتور سټېفن اې ډګلاس په ماتولو سره د خپل ګوند لخوا د ولسمشرۍ نوماندي ترلاسه کړه. له هېواده بهر اوسېدلو (په لندن کې د سفیر په توګه کار کولو) ګټه ورته وکړه او هغه دا چې، دی د غلامي په مسئلو کې ښکېل نه و. بوکانن او له کېنټاکي څخه د هغه مرستیال جان سي برېکېنرېج د مارلینډ څخه پرته د غلامۍ پلوي هر ایالت څخه رایه واخیسته او په دې توګه يې، د غلامۍ ضد جمهوري غوښتونکي جان سي فرېمونټ او د Know-Nothing ګوند پخواني مشر ولسمشر میلارد فیلمورد په ماتولو سره، د ۱۸۵۶ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
د ولسمشر په توګه، بوکانن د رېډسکاټ په قضیه کې د سترې محکمې په چارو کې لاسوهنه وکړه، تر څو د غلامۍ په پلوۍ او د تورپوستو پر ضد پریکړې لپاره اکثریت ملاتړ راخپل کړي. بوکانن هغه څه ترسره کړل، چې د جنوب مشرانو يې غوښتنه کوله ،ځکه دوی د لېکومپتون اساسي قانون له مخې اتحاد ته د غلامۍ پلوي ایالت په توګه د کانساس ایالت په راګډولو کار کاوه. بوکانن یواځې یوه دوره خدمت وکړ او د ۱۸۶۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د برېکېنرېج له نوماندۍ ملاتړ وکړ، خو بریالی نه شو. بوکانن له سټېفن ډاګلاس سره د کینې له امله ونه شو کولای، چې ټوټې شوی دموکراټیک ګوند سره راپخلا کړي، نو ځکه د دوی رايې په څلورو برخو ووېشل شوې او د جمهوري غوښتونکي او د کانګرس پخواني غړي ابراهام لینکلن بریالي کېدو ته یې لاره پرانیسته.
یو څو اونۍ وروسته له هغه چې لینکلن د بوکانن ځایناستی شو، جنوبي ایالتونو له اتحاد څخه په وتلو پیل وکړ، چې د امریکا کورنۍ جګړې ته يې چټکه مخه پرانیسته. د بوکانن د دورې په وروستیو کلونو کې د هغه د ګډوډې مشرۍ له امله، پر هغه ډېرې نیوکې وشوې. هغه هممهاله شمال په دې په غوصه کړ، چې ولې د جنوب بېلتون نه ودروي او جنوب يې بیا په دې په قهر کړ، چې ولې د دوی له بېلتون سره نه یوځای کېږي. هغه د کاروین له سپېره تعدیل څخه په دې هیله ملاتړ وکړ، چې هېواد سره پخلا کړم، خو دا کار ډېر کوچنی او ډېر ناوخته وشو. هغه همدا ډول یوه ناکامه هڅه وکړه چې، د فورټ سمټر دفاع کوونکي تقویه کړي، خو هغه بیا په بل ډول د پوځ د چمتوکولو لپاره له هر دول اقدام څخه ډډه وکړه. د کورنۍ جګړې په اړه د ژر ګام نه اخیستلو له امله، هغه بې کفایته بلل کېږي او یا هم دا چې په غیرفعال ډول يې جنوب منلی و. هغه خپل وروستي کلونه له خپل اعتبار څخه په دفاع کې تېر کړل. په شخصي ژوند کې، بوکانن هېڅکله واده ونه کړه او دا دی په ۲۰۲۱ ز کې هم، دی یواځینی ولسمشر دی چې ټول عمر مجرد پاتې شو. د هغه ژوندلیکونه بیانوي چې، دی یو مجرد، همجنسپاله یا وچ (عقیم) و. بوکانن په ۱۸۶۸ز کال کې د تنفسي سیستم د خرابۍ له امله مړ شو او د پنسلوانیا ایالت په لانکسټر سیمې کې خاورو ته وسپارل شو. ده په یاده سیمه کې نږدې ۶۰ کاله وړاندې ژوند کړی و. ننني تاریخپوهان او منتقدین، هغه په دې غندي چې، ولې يې د غلامۍ مسئله نه حل کوله او یا يې ولې د جنوبي ایالتونو بېلتون نه دراوه. تاریخپوهان او علما په توافق سره بوکانن د امریکا یو له تر ټولو ناوړه ولسمشرانو په کتار کې راولي.