مورنۍ ژبه
From Wikipedia, the free encyclopedia
مورنۍ ژبه (په انگرېزي: Mother Tongue) هغه ژبه ده چې د لومړي ځل لپاره يې ماشوم د خپلې مور څخه زده کوي. دې ته لومړنۍ ژبه هم وايي.
د مورنۍ ژبه نړیواله ورځ | |
---|---|
د افغان زده کونکي انځور | |
سرکاري نوم | د مورنۍ ژبه نړیواله ورځ |
اهميت | د ژبو پرمختګ او ساتنه |
نېټه | ۲۱ فبروری |
ټول وخت لګېدل | یوه کلنې ورځ |
مانځلې کيږي | کال کې یو ځل |
لومړۍ ژبه، اصلي ژبه، مورنۍ/پلرنۍ/ د مور او پلار ژبه (د شرياني/بنسټيزې ژبې يا L1 په نوم هم پېژندل کېږي) هغه ژبه يا هغه لهجه ده چې يو انسان ورسره له زېږېدو سره سم يا په کړکېچن پړاو کې مخامخ وي. په ځينو هېوادونو کې، د اصلي ژبې يا مورنۍ ژبه اصطلاح ، د یوه کس توکميزې طبقې ته ويل کېږي، نه د هغه لومړۍ ژبې ته. [1][2]
د يوه ماشوم لومړۍ ژبه د هغه د شخصي، ټولنيزې او کلتوري پېژندګلوي برخه ده. د لومړۍ ژبې بل اغېز دا دی چې، هغه د عمل کولو او خبرو د برياليو نمونو د انځورولو او زده کولو لامل ګرځي. څېړونکي وايي: په داسې حال کې چې يو څوک له خپلې پرته په بله ټاکلې ژبه کې نږدې له دوو کلونو غوټو وهلو وروسته رواني پيدا کوي، نو د هماغه ماشوم لپاره ممکنه ده چې له پنځو نه تر اوو کلونو وخت واخلي، تر څو د کار هماغې کچې ته ورسېږي، په کومه کچه کې چې د هغه اصلي خبرې کوونکي سيالان دي. [3]
د ۱۹۹۹ز کال د نومبر په اولسمه نېټه يونسکو، د فبرورۍ يو وېشتمه نېټه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه غوره کړه.