دېنیس دیدېروت
From Wikipedia, the free encyclopedia
دېنیس دیدرو (/ˈdiːdəroʊ/؛ په فرانسوي: [dəni did(ə)ʁo]؛ زوکړه د ۱۷۱۳ز کال د اکتوبر ۵مه ــ مړینه د ۱۷۸۴ز کال د جولای ۳۱مه نېټه) یو فرانسوي فیلسوف، هنري نقاد، او لیکوال و، چې د جین لې رونډ ډي المبرټ (Jean le Rond d'Alembert) په څنګ کې د پوهنغونډ (Encyclopédie ) موسس پېژندل کېږي. نوموړی د روشنګرۍ یا روشنفکرۍ د دورې په بهیر کې یوه مشهوره څېره وه. [27][28]
دېنیس دیدېروت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۵ اکتوبر ۱۷۱۳[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17][18][19][20] |
مړینه | 31 جولای 1784 (71 کاله)[21][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][14][16][17][19] پاريس [22][23] |
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون (–۱۷۳۲) |
تعلیمی اسناد | Master of Arts زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
کار/مسلک | فیلسوف [19] ليکوال [19][24] |
مورنۍ ژبه | فرانسوي |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي [25][26] |
مؤثر | ارستو باروچ سپینوزا ولټېر |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (فرانسوي ) |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
دیدرو په لومړیو کې په یو یسوعي کالج کې فلسفه ولوسته، ورپسې یې مخکې له دې چې قانون ولولي، د کلیسا د روحانیت د غړي په توګه یې په کار کولو باندې فکر وکړ. کله چې هغه په ۱۷۳۴ز کال کې پرېکړه وکړه چې یو لیکوال شي، پلار یې هغه عاق کړ. هغه د راتلونکې لسیزې لپاره یو بوهیمي ژوند (د بې کورۍ، ګرځندویۍ او بې پروا ژوند چې زیاتره له ادبیاتو او موسیقۍ سره تړلی وي) اختیار کړ. هغه په ۱۷۴۰مه لسیزه کې د څرګندو زېوراتو په ګډون خپل زیات شمېر غوره پېژندل شوي کتابونه په دواړو افسانوي او غیر افسانوي برخو کې ولیکل.
په ۱۷۵۱ز کال کې دیدرو له جین لې رونډ المبرټ سره په ګډه پوهنغونډ (Encyclopédie) جوړ کړ. نوموړی لومړنی هغه پوهنغونډ و چې زیات شمېر نوموتو ونډه والو پکې ونډې درلودې او لومړنۍ هغه پروژه وه چې مېخانیکي هنرونه یې شرح کړل. د نوموړي پوهنغونډ سیکولر انداز چې د انجیل د معجزو په اړه یې له شک ډکې مقالې شاملولې، زیات دیني او دولتي چارواکي په غوسه کړل؛ په ۱۷۵۸ز کال کې د کاتولیک کلیسا له لوري او په ۱۷۵۹ز کال کې د فرانسې د دولت له لوري ورباندې بندیز ولګېد؛ که څه هم دغه بندیز په کلکه سره نه و پلی شوي. په پوهنغونډ کې زیات شمېر لومړنیو ونډه اخیستونکو نوموړې پروژه د هغې د جنجالي کېدو له امله پرېښوده او ځینې یې ان بندیان شول. ډي المبرټ هم په ۱۷۵۹ز کې پروژه پرېښوده چې په دې سره دیدرو د یوازیني اېډیټور په توګه پاتې شو. دیدرو هم د شاوخوا ۷۰۰۰ مقالو په لیکلو سره د پروژې له اصلي ونډه اخیستونکو څخه وګرځېد. هغه په یاده پروژه باندې تر ۱۹۶۵ز کال پورې کار ته ادامه ورکړه. هغه په پوهنغونډ کې د خپلې ښکېلتیا په وروستیو کې په زیاتېدونکې توګه ناهیلی شو او احساس یې وکړ چې ټوله پروژه یوه ضایعه وه. په هر حال، پوهنغونډ د فرانسې د انقلاب له مخکښانو څخه یو و.
دیدرو د خپل مسلکي ژوند د زیاترې برخې په اوږدو کې په مالي لحاظ له ستونزو سره مخ و، او فرانسوي اکادمۍ (Académie française) ته د بریالیتوب تر لاسه کولو سره سره لکه څرنګه یې چې د هغه له شخصیت سره ښایست درلود، رسمي شهرت یې تر لاسه نکړ. د نوموړي بخت په ۱۷۶۶ز کال کې هغه وخت په د پام وړ توګه ښه والی وموند چې سترواکې لویې کاترین د هغه د مالي ستونزو په اړه واورېدل او هغه ته یې ۵۰۰۰۰ فرانکه ورکړل تر څو د نوموړې د کتابتون د مسئول په توګه کار وکړي. دیدرو د خپل ژوند پاتې برخه په همدې موقف کې تېره کړه، او د ۱۷۷۳ او ۱۷۷۴ز کلونو تر منځ د څو میاشتو لپاره په سنت پترسبورګ کې د نوموړې په دربار کې پاتې شو. د دیدرو ادبي شهرت د هغه د ژوند په اوږدو کې د هغه په تیاترونو او په پوهنغونډ کې د نوموړي په ونډه پورې تړلی و؛ د قضا او قدر پال ژاک او ارباب یې، د رومیو وراره، د لوبغاړي پارادوکس په شمول د هغه له ډېرو مهمو اثارو څخه زیات شمېر یې د نوموړي له مړینې نه لږ وروسته چاپ شول.[29][30][31][32][33]