قات
From Wikipedia, the free encyclopedia
قات (په لاتين: Catha edulis) یوه حاره ونه ده چې په ختيځي افريقا اوعربستان ټاپووزمه کې شنه کېږي. قات په اوس وخت کې د ترکستان څخه تر ختيځي افريقا پورې شنه او کرل کېږي او د ختيځي افريقا د هېوادونو په اقتصاد کې مهم رول لوبوي. د بېلگی په توگه: د قات بوټي چی په اېتوپیا او کېنيا کې کرل کېږي لوی کیفيت (څرنگوالى) لري او په ځانگړي ډول یمن ته صادر کېږي. قات د نژدې ختيځ په ثقافت کې مهم رول لوبوي او مسلمان په عربستان کې قات د نورو مخدرو په ځای خوری. قرآن کریم وایی چې مسلم هر بوټي چې پر روغتیا باندي ښه آغېره لري، کارولای او خوړلای شی. خو په اوس وخت کې د قات خوړل یا ژوول په یمن او سوماليا کې لویه اقتصادي او اجتماعی سترونزه ده. [1] [2]