يمن
لوېديځې اسيا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
یمن، په رسمي ډول د یمن جمهوري هېواد (عربي: ٱلْجُمْهُورِيَّةُ ٱلْيَمَنِيَّةُ) چې له تاریخي پلوه د سویلي عربستان (عربي: العربية الجنوبية) په نوم پېژندل کېږي، د لویدیځې آسیا هېواد دی چې د عرب ټاپووزمې په سویلي څنډه کې موقعیت لري. له شمال لوري له سعودي عربستان او له شمال ختیځ لوري له عمان سره ګاونډی دی او له ایرتیریا، جیپوتي او سومالیا سره ګډې سمندري پولې لري. دغه هېواد، د مساحت له مخې په عرب ټاپووزمه کې دویم لوی عربي خپلواک هېواد دی، چې مساحت یې ۵۵۵ زره کیلومتر مربع (۲۱۴ زره مایل مربع) دی. ساحلې کرښې یې نږدې ۲۰۰۰ کیلومتره (۱۲۰۰ مایله) اوږدوالی لري. د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار صنعا دی. په ۲۰۲۱ ز کال کې د دغه هېواد د وګړو شمېر ۳۰ میلیونه او ۴۹۱۰۰۰ کسه اټکل شوی دی.[19]
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
په لرغوني مهال کې، یمن د سبائیانو کور او یو سوداګریز هېواد و چې د معاصرې ایتوپیا او ایرتیریا یو شمېر برخې په کې شاملېدلې. په ۲۷۵ ز کال کې د حمیر پاچهي (په یمن کې د هغه مهال پاچهي وه چې یمن ته هم د حمیر هېواد ویل کېده) د یهودیت تر اغېز لاندې راغله. عیسویت په څلورمه پېړۍ کې دغه هېواد ته راغی. اسلام په دغه هېواد کې په اوومه پېړۍ کې په پراخه کچه پراختیا ومونده او په لومړنیو اسلامي فتوحاتو کې یمني ځواکونو مهم رول درلود. له ۹ مې پېړۍ نه تر ۱۶ مې پېړۍ پورې ګڼ شمېر واکمنې سلسلې، لکه: بنو رسول (یا رسول کورنۍ) رامنځته شوې. په ۱۸۰۰ مه لسیزه کې دغه هېواد د عثماني سترواکۍ او بریتانوي سترواکۍ ترمنځ ووېشل شو. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته او په ۱۹۶۲ ز کال کې د یمن د جمهوریت له تاسیس وړاندې د یمن د زیدي متوکليانو پاچهي جوړه شوه. سویلي یمن تر ۱۹۶۷ ز کال پورې، هغه مهال چې دغه هېواد خپلواکي واخیسته، د بریتانیا تر ملاتړ لاندې و او د عدن تحت الحمایت یې باله، وروسته په یوه مارکسیست - لېننیست هېواد واوښت. دوه یمني دولتونه د یمن د معاصر جمهوریت (عربي: الجمهوریه الیمنیه) د جوړېدو په موخه، په ۱۹۹۰ ز کال کې سره یو موټي شول. د دغه نوي جمهوریت لومړی ولسمشرعلي عبدالله صالح و چې په ۲۰۱۲ ز کال کې یې د عرب پسرلي پر مهال استعفا ورکړه.[20][21][22][23][24][25][26][27]
له ۲۰۱۱ ز کال وروسته، یمن د سیاسي کړکېچ شاهد و چې د بې وزلۍ، بېکارۍ، فساد او د ولسمشر صالح د هغه پلان په اړه چې غوښتل یې د اساسي قانون په تعدیل سره د ولسمشرۍ د دورو محدودیت له منځه یوسي، اړوند لاریونونه پیل شول. ولسمشر صالح استعفا ورکړه او واک عبدربه منصور هادي ته ولېږدول شو. له دې وروسته، دغه هېواد د یو شمېر دولتي بنسټونو ترمنځ د داخلي جګړې شاهد و (په دغه جګړه کې سعودي عربستان، د هادي دولت د بیا واکمنېدو په موخه نظامي لاسوهنه کړې) چې په کې د یمن کابینه، عالي سیاسي شورا او د سویل انتقالي شورا شامل دي. د ۲۰۱۶ ز کال له جنوري میاشتې وروسته، لږ تر لږه ۵۶ زره ملکي وګړي او جنګیالي، د دغه هېواد په وسله وال تاوتریخوالي کې وژل شوي دي. جګړه د قحطي لامل شوې، چې ۱۷ میلیونه وګړې یې تر اغېز لاندې راغلي دي. [28][29][30][31][32][33][34][35][36][37][38][39][40]
یمن د عربي ټولنې، ملګرو ملتونو، ناپېیلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی. «د تلپاتې ودې د شاخصونو په برخه کې د سختو محدودیتونو» له امله، دغه هېواد د لږ پرمختللو هېوادونو ډلې ته اړوندېږي. په ۲۰۱۹ ز کال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې، یمن هغه هېواد چې ګڼ شمېر وګړې يې، چې شمېر یې نږدې ۲۴ میلیونه تنو ته رسېږي او د وګړو د شمېر ۸۵٪ یې جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. په ۲۰۲۰ ز کال کې، دغه هېواد د هېوادونو د زیان منلو د شاخص له مخې، د دغو هېوادونو په سر کې ځای درلود. یمن د نړیوالې لوږې په نوملړ کې دویم ځای لري، یوازې ترې د مرکزي افریقا جمهوریت مخکې دی او د انساني ودې د شاخص له مخې، په ټولو غیر افریقايي هېوادونو کې وروستی هېواد دی.[41][42][43][44]