ملګري ملتونه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ملګري ملتونه (َ UN)، د حکومتونو ترمنځ یو سازمان دی، چې موخې یې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول او د ملتونو د چارو همغږي کول دي. دا د نړۍ تر ټولو لوی او نامتو نړیوال سازمان دی. د ملګرو ملتونو عمومي دفتر په نیویارک ښار کې د نړیوال مالکیت په قلمرو(international territory) کې دی، په جینوا، نایروبي، ویانا او هاګ کې نور اصلي دفترونه لري.[5][6]
ملګري ملتونه | |
---|---|
بیرغ | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
رسمي ژبې | روسي [4]، عربي ژبه [4]، معياري چينايي ژبه [4]، انګليسي ژبه [4]، فرانسوي ژبه [4]، هسپاني [4]، چينايي ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | |
د عمر محدودیتونه | |
نورې عددونه او شمېرې | |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
ملګري ملتونه، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د راتلونکو جګړو له پېښېدو څخه د مخنیوي په موخه د ملتونو د نااغېزمنې ټولنې (League of Nations) پرځای جوړ شو. د ۱۹۴۵ ز کال د اپریل په ۲۵ مه، ۵۰ هېوادونه په سانفرانسېسکو کې د یوې ناستې په ترڅ کې راغونډ شول او د ملګرو ملتونو لپاره د منشورد مسودې په جوړولو یې پیل وکړ، چې د ۱۹۴۵ ز کال د جون په ۲۵ مه تصویب او له مخې یې د همدغه کال د اکتوبر په ۲۴ مه د ملګرو ملتونو سازمان په کار پیل وکړ. د منشور له مخې د دغه سازمان په موخو کې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د بشري حقونو ملاتړ، بشردوستانه مرستې کول، [7][8][9]
د تلپاتې پراختیا ترویج او له نړیوالو قوانینو ملاتړ شاملېږي. په پیل کې ملګرو ملتونو ۵۱ غړي هېوادونه لرل، چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د سویلي سوډان په ورګډېدو سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته ورسېد، چې د نړۍ نږدې ټولو خپلواکو هېوادونو استازولي کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو، شوروي اتحاد او نورو متحدینو ترمنځ د سړې جګړې پر مهال په لومړیو لسیزو کې د نړیوالې سولې ساتلو په موخه د دغه سازمان ماموریت له یو لړ ګواښونو سره مخامخ و، چې هغه مهال یې ماموریت د غیر وسله والو پوځي څارونکو او د ابتدایي څار په موخه په سپکو وسلو سمبال ځواکونو لېږل، راپور ورکول او د باور فضا رامنځته کول و. په ۱۹۶۰ مه ز لسیزه کې د استعمار له شیندل کېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو په پراخه کچه زیاتوالی وموند. وروسته له هغې تر نیواک لاندې د ۱۱ ټرسټ قلمرونو (trust territories) په ګډون تر نیواک لاندې ۸۰ مستعمرو چې د سرپرستې د شورا له خوا (Trusteeship Council) څارل کېدلې ، خپلواکي ترلاسه کړه . په ۱۹۷۰ مه ز لسیزه کې د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د ملګرو ملتونو بودیجه د سولې ساتلو له برخې زیاته شوه. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ،ملګرو ملتونو د ساحوي عملیاتو پر ځای د یو لړ پراخو ټولیزو دندو مسئولیت پر غاړه واخیست. [10][11][12]
ملګري ملتونه شپږ اصلي برخې (ارګانونه یا ادارې) لري: عمومي مجمع (General Assembly)، د امنیت شورا (Security Council)، اقتصادي او ټولنیزه شورا (ECOSOC)، د قیمومیت شورا (Trusteeship Council)، د عدالت نړیواله محکمه (International Court of Justice) او د ملګرو ملتونو سکرتریت. ملګري ملتونه یو شمېر ټولیزې ځانګړې ادارې، صندوقونه او پروژې لري، لکه: د نړیوال بانک ګروپ (World Bank Group)، د نړیوالې روغتیا سازمان (World Health Organization)، نړیوال خوراکي سازمان (World Food Programme)، یونسکو (UNESCO) او یونسېف (UNICEF). نا دولتي سازمانونه له (ECOSOC) او نورو ادارو سره له خبرو اترو او اجازې وروسته کولای شي، د ملګرو ملتونو په چارو کې ونډه واخلي.
د ملګرو ملتونو د لوړپوړی اداري مدیر د همدغه سازمان عمومي منشي یا Secretary-General دی، اوسمهال پرتګالي سیاستوال او دیپلومات انتونیو ګوتریش (António Guterres) د دغه سازمان عمومی منشي دی، چې خپله پنځه کلنه لومړۍ کاري دوره یې د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه پیل کړه او د ۲۰۲۱ ز کال د جون په اتمه د یوې بلې کاري دورې لپاره وټاکل شو. د دغه سازمان بودیجه د غړو هېوادونو له خوا د ارزول شوو او داوطلبانه مرستو له مخې برابرېږي.
ملګرو ملتونو، د دغه سازمان کارکوونکو او ادارو، د سولې د نوبل ګڼ شمېر جایزې ترلاسه کړې دي، سره له دې چې، د دغه سازمان د اغېزو په اړه نظر پوښتنې بېلابېل لیدلوري لري. یو شمېر مفسرین یې د سولې او انساني پراختیا په برخه کې مهم سازمان بولي، خو یو شمېر نور یې ناکاره، مغرضانه او فاسد بولي.