لویسا مې الکوټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
لویسا مې الکوټ (ˈɔːlkət, -kɒt/ د ۱۸۳۲ ز کال د نومبر له۲۹مې د ۱۸۸۸ ز کال د مارچ ۶مې پورې ژوند کاوه). نوموړې د امریکا اوسېدونکي وه، ناولونه او لنډې کیسې به یې لیکلې او شاعري به یې کوله. اغلې الکوټ لومړی د وړې ښځې (۱۸۶۸ ز کال کی) او وروسته یې د کوچني سړي (۱۸۷۱ زکال کی) او د جوز هلکانو (۱۸۸۶ ز کال کی) په نومونو ناولونه لیکلي دي. نوموړې په نوي انګلېنډ کې د ډېرو مشهورو پوهانو لکه رالف والډو ایمرسن، ناتانیل هوتورن، هنري ډیویډ تورو او هنري واډسورت لونګ فیلو په څنګ کې لویه شوې ده او له دې پوهانو سره ورته د اوسېدو زمینه د هغې ټرانسینډینټیالیست موروپلار ابیګیل مې او اموس برونسن الکوټ برابره کړې وه. [3][4]
لویسا مې الکوټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1][2] |
طبی کیفیت | |
پلار | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | شعر |
تحریک | د غلامۍ پای |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
د الکوټ کورنۍ سخت مالي مشکلات لرل او اغلې الکوټ له ماشومتوبه کارونه کول او له دې لارې به یې له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته کوله. همداراز اغلې الکوټ د لیکوالۍ یوه دوره تېره کړه. په ۱۸۶۰ ز کال کې یې د لیکلو مهمه بریاپه خپل نوم کړه. ځینې وخت به یې د خپل مسلک په لومړیو کې د ای ایم برنارډ په څېر له قلمي نومونو استفاده کوله، چې پر دې اساس یې د لویانو لپاره ښکلې لنډې کیسې او حساس ناولونه پنځولي او په ناولونو کې یې د لېوالتیا او غچ موضوعات ډېر راخیستل شوي دي.[5]
د کوچنۍ ښځه ناول په ۱۸۶۸ز کال کې خپورشو، چې د الکوټ په فامیلي کور آرچارډ هاوس د میساچوسټس په کانکورډ کې پنځول شوې او د هغې له درېوو خویندو ابیګیل مې الکوټ نیریکر، الیزابیت سیول الکوټ او انا الکوټ پراټ سره یې د الکوټ د ماشومتوب تجربې شریکې کړې دي او د ناول موضوع په همدې راڅرخېده. هغه وخت ددې ناول تود هرکلي وشو او اوس هم په ماشومانو او لویانو کې مشهور دی. دا ناول په سټیج، فلم او تلویزیون کې هم تر ډېره په تمثیلي بڼه ښودل شوی دی.
الکوټ یوه ښځپاله وه اوهڅه یې کوله، چې غلامي ختمه کړي، نوموړې د خپل ژوند په اوږدو کې د اصلاحاتو په حرکتونو کې فعاله ونډه لرله او هڅه یې کوله چې اعتدال رامنځته کړي او د ښځو د رایې ورکولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي. الکوټ واده نه و کړی. پر هغې د ۱۸۸۸ ز کال د مارچ په ۶مه په بوسټون کې حمله راغله او مړه شوه. د نوموړې له مړینې دوه ورځې وړاندې د هغې پلار مړ شوی و. [6]