لویېس سیسارس
From Wikipedia, the free encyclopedia
Found laterwork,
Louis Faidherbe | |
---|---|
Louis Léon César Faidherbe | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳ June ۱۸۱۸&#۱۶۰;(اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۴".-۰۶-۰۳) Lille, France |
مړینه | ۲۹ سپټمبر ۱۸۸۹ (۷۱ کال کلنۍ کي) Paris, France |
تابعیت | فرانسه |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [1] پوځي افسر |
مورنۍ ژبه | فرانسوي |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي [2] |
پوځي خدمت | |
وفاداري | France |
مقام | Général de division |
مشرتوب | Army of the North |
جګړه/جګړې | Franco-Prussian War |
جايزې | |
Grand Cross of the Légion d'honneur | |
سمول |
لویېس سیسار فېدېرب د فرانسوي سېنېگال والي(په فرانسوي: Louis Léon César Faidherbe - Louis Faidherbe - Governor of French Senega ) لویي سیسار فېدېرب د جون په ۳ نېټه کال ۱۸۱۸ کې د فرانسې په لیل ښار کې زېږېدلی او د سپتمبر په ۲۹ کال ۱۸۸۹ کې د فرانسې په پاریس ښار کې مړ شوی. لویي دفرانسوي سېنېگال له ۱۸۵۴ نه تر ۱۸۶۱ پورې والي یا حاکم وو، له ۱۸۶۳ تر ۱۸۵۶ پورې د فرانسوی امپراطوري موسس په افریقا کې، په افریقا کې ېې ډاکار تاسیس کړ چې وروسته د فرانسوی غربي افریقا په مرکز بدل شو. لوېې په کال ۱۸۴۰ که له پولي تخنیک نه فارغ شو، په پوځ کې ېې د انجینري بخش کې کار پېل کړ، له ۱۸۴۳ تر ۱۸۴۶ پورې ېې په الجیریا کې دنده تر سره کړه، وروسته د گوادلوپ ټاپو ته واستول شو خو په کال ۱۸۴۹ کې بیا الجیریا ته راستون شو او دلته ېې اولنی مستقل حکم صادر کړ چې دې حکم ته تر اوسه په فرانس کې د قدر په سترگه کتل کېږي او ستایل کېږي. وروسته ېې په قبایلو کې دنده تر سره کړه چې د افتخار مډال او نوم ېې هم وگټه. په ۱۸۵۲ کې سېنېگال ته ولاړ او هلته د پوځ د انجینرانو د بخش مدیر وټاکل شو چې دلته له دوه کاله دندې وروسته ترفېع ورکړل شوه او دفرانسوي سېنېگال والي شو. په دې وخت کې لویي ته خبر ورکړل شو چې د سېنېگال په سرحداتو کې د اسلامي ډلې چې مشر ېې عمر تال وو د ودې په حال کې ده او لويي باید د احتیاط له پالیسي لاس په سر شي، په دې وخت کې لویي په ټولو هغو ډلو حمله کوي چې د فرانسې د گټو مخنیوي کې ښکېلې وي. د موریش قوم ېې مطیع کړ او عمر تال ډله ېې د سېنېگال له سیند هاخوا پسې واخیسته او د فرانسې کالونی ېې په کال ۱۸۶۱ کې تر گامبیا پراخه کړه.