مالکوم اېکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
مالکوم اېکس (انګلیسي: Malcolm X) (د زېږون پر مهال یې نوم مالکوم لېټل و او په مالک الشباز هم مشهور دی او د ۱۹۲۵ ز د مې له ۱۹مې – د ۱۹۶۵ ز د فبروري تر ۲۱مې یې ژوند کړی) یو افریقایي-امریکایی مسلمان مذهبي او د بشري حقونو فعال و، چې د مدني حقونو د غورځنګ پر مهال یو مشهور شخصیت و. نوموړی تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د اسلامي امت (Nation of Islam) سازمان ویاند و او د تور پوستانو د ځواکمنتیا او په تور پوستانو کې د اسلام د ترویج یو پیاوړی مدافع و.
مالکوم اېکس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | منهټن ، نيويارک |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
مالکوم د خپل پلار له مړینې او د مور په روغتون کې له بستر کېدو وروسته، د زلمیتوب دوره د ماشومانو د پالنې په یو شمېر کورونو کې یا له خپلو خپلوانو سره تېره کړه. نوموړی په ګڼو ناقانونه کړنو کې ښکېل و او بالاخره په ۱۹۴۶ ز کال کې د غلا او ماتولو او ننوتلو په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شو. په زندان کې هغه د اسلامي امت (Nation of Islam) له سازمان سره یوځای شو (د خپل نامعلوم افریقایي اجدادي نوم د ښودلو لپاره یې مالکوم اېکس نوم غوره کړ) او په ۱۹۵۲ ز کال کې د هغه له بنده تر خوشي کېدو وروسته په چټکۍ سره د دغه سازمان یو له خورا بانفوذه مشرانو نه شو. هغه کابو دوولس کاله د دغه سازمان یوه عامه څېره وه، چې د تور پوستانو د ځواکمنتیا او د تور پوستو او سپین پوستو امریکایانو د جلا کولو ملاتړ او دفاع یې کوله او پر مارټین لوتر کینګ جونیر او د مدني حقونو پر غورځنګ یې له دې امله نیوکې کولې چې دوی پر عدم تشدد او نژادي ادغام ټینګار کاوه. مالکوم اېکس د اعتیاد پرېښودنې وړیا پروګرام په څېر د امت سازمان د ټولنیزې هوساینې د ځینو لاسته راوړنو ویاړونه هم لري. مالکوم اېکس د خپل ژوند په اوږدو کې، په ځانګړې توګه له ۱۹۵۰مو ز کلونو راوروسته، د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) تر څارنې لاندې راغی.[2][3]
په ۱۹۶۰مه ز لسیزه کې، مالکوم اېکس له اسلامي امت سازمان او د دغه سازمان له مشر اېلایجا محمد نه ورو ورو نهیلی شو. هغه وروسته بیا مکې معظمې ته د حج د سفر له بشپړولو وروسته سني اسلام او د مدني حقونو غورځنګ ته ننوت او د "الحاج مالک الشباز" په نوم مشهور شو. هغه په ټوله افریقا کې د یوې لنډې مودې له سفرونو وروسته په علني توګه د اسلامي امت سازمان پرېښود او د اسلامي جومات سازمان (MMI) او د افریقایي یووالي (Pan-African) افریقايي-امریکایي اتحاد (OAAU) سازمان بنسټ یې کېښود. د ۱۹۶۴ ز کال په اوږدو کې د اسلامي امت له سازمان سره د هغه اختلافات ډېر شول او هغه ته په مکرر ډول د مرګ ګواښونه وشول. د ۱۹۶۵ز کال د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په نیویارک ښار کې ترور شو. د امت سازمان درې غړي د هغه په قتل تورن شول او د عمري بند سزا ورکړل شوه. په ۲۰۲۱ ز کال کې یې دوه محکومین خوشي شول. د دغې وژنې په اړه انګېرنې او دا چې ایا دا کار د امت سازمان د مخکښو یا نورو غړو له لوري پلان شوی و یا یې مرسته ورسره کړې وه کنه، او یا دا چې د قانون پلي کوونکو ادارو سره په ګډه شوی و، له دغې پېښې لسیزې وروسته هم دوام لري.
د دې ترڅنګ چې مالکوم اېکس د یوه داسې جنجالي شخصیت په توګه هم مطرح دی چې د توکمپالنې او تاوتریخوالي پر تبلیغ تورن و، خو په ورته وخت کې نوموړی په افریقایي-امریکايي او مسلمانو امریکایي ټولنو کې د توکمیزې عدالت غوښتنې له امله په پراخه کچه مشهور او د ډېرو پلویانو لرونکی شخصیت هم دی. نوموړی له مړینې وروسته په مالکوم اېکس ورځې سره نمانځل شوی، په کومه ورځ چې نوموړی د متحده ایالاتو په بېلابېلو ښارونو کې نمانځل کېږي. په متحده ایالاتو کې د سلګونو سړکونو او ښوونځیو نومونه د هغه په درناوي بدل شوي او هم د آډوبون ستر تالار، چېرې چې نوموړی ترور شوی و، په ۲۰۰۵ ز کال کې د مالکوم اېکس او ډاکټر بیټي شباز د یادګاري او ښوونیز مرکز رانغاړلو په موخه بیا ورغول شو.