هېروهېتو
From Wikipedia, the free encyclopedia
سترواک شوا (زوکړه: ۱۹۰۱ د اپرېل ۲۹، مړينه: ۱۹۸۹ د جنوري ۷) چې په انګرېزي ژبو هېوادونو کې په عمومي ډول په خپل شخصي نوم هېروهېتو سره پېژندل کېږي، د جاپان ۱۲۴ سترواک و چې د ۱۹۲۶ زکال د ډسمبر له ۲۵ څخه يې تر خپلې مړينې پورې واکمني کوله. هېروهېتو او مېرمن يې سترواکې کوجن “Empress Kojun” دوه زامن او پينځه لوڼې درلودې، چې د هېروهېتو له مړينې څخه وروسته يې پينځم ماشوم او تر ټولو مشر زوی اکېهېتو “Akihito” ځايناستی شو. سترواک شوا په ۱۹۷۹ زکال کې د «سترواک» وړ نوم د لرلو له مخې د نړۍ يوازينی پاچا و. نوموړی تر ټولو اوږدمهاله واکمن جاپانی سترواک او د نړۍ له اوږدمهاله پاچاهانو څخه و.
هېروهېتو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | جاپان |
قد | 1.65 متر |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | د ياماتو ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | د ياماتو ژبه |
پوځي خدمت | |
وفاداري | جاپان |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هېروهېتو د جاپان د سترواکۍ پراختيا، پوځي کولو او دويمې نړيوالې جګړه کې د ښکېلتيا پر مهال د ميجي اساسي قانون “Meiji Constitution” له مخې د دولت مشر و. جاپان په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ ز لسيزو کې په ټوله اسيا کې د هېروهېتو په نوم جګړه وکړه، چې د خدای په توګه يې درناوی کېده. د جاپان له غاړه ايښودلو څخه وروسته نوموړی د جنګي جرمونو له امله ځکه محاکمه نه شو، چې جنرال ډوګلاس ماک ارتر فکر وکړ، چې په ښکاره ډول يو همغږی سترواک به د سوله ييز متحد نيواک په رامنځته کولو او له متحده ايالتونو سره د له جګړې څخه د وروسته موخو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي. د جګړې پر مهال د هغه ونډه د بحث وړ ده. د ۱۹۴۶ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه يې د متحدينو تر فشار لاندې په رسمي ډول خپل الوهيت يا خدايي پرېښوده. د جاپان د ۱۹۴۷ زکال اساسي قانون سترواک د دولت د يوازې سمبول په توګه اعلان کړ، چې خپل دريځ د خلکو له ارادې څخه تر لاسه کوي، چې حاکميت په کې حاکم واک لري. [1][2][3][4]
په جاپان کې واکمن سترواکان يوازې د «سترواک» په توګه پېژندل کېږي. هېروهېتو اوسمهال جاپان کې د هغه له مړينې څخه په وروسته نوم (شوا) يادېږي، چې د هغه دورې نوم دی، چې د نوموړي د واکمنۍ له دورې سره سمون لري.