ويليم ايوارت ګلېډستون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ويليم ايوارت ګلېډستون (William Ewart Gladstone FRS FSS (/ˈɡlædstən/) چې د ۱۸۰۹ ز د ډسمبر له ۲۹ مې نه د ۱۸۹۸ ز د می تر ۱۹مې يې ژوند کاوه، يو بریتانوي سياستپوه او ليبرال سياستپوه و. د ۶۰ کالونو په مسلکي ژوند کې نوموړي ۱۲ کلونه د انګليستان د لومړي وزير په توګه دنده تر سره کړه، چې په څلورو دورو کې خپره شوه، پيل يې په ۱۸۶۸ ز کې او پای يې د ۱۸۹۴ ز کال و. هغه څلور ځله د دولتي خزانې د منشي په توګه د ۱۲ کلونو په موده کې خدمت وکړ.
ويليم ايوارت ګلېډستون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۵۹–) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست |
لاسليک | |
سمول |
ګلېډسټون په ليورپول کې له سکاتلنډي مور او پلار نه زېږېدلی دی. هغه په لومړي ځل په ۱۸۳۲ ز کال کې ولسي جرګې ته داخل شو، چې خپله سياسي دنده يې د ستر محافظه کار غړي (High Tory) په توګه پيل کړه، چې (High Tory) په اصل کې يوه ډله وه چې په ۱۸۳۴ ز کې د (Robert Peel) تر واکمنۍ لاندې محافظه کار ګوند شو. نوموړي د Peel په دواړو حکومتونو کې د وزير په توګه خدمت وکړ او په ۱۸۴۶ ز کې د Peelite ګوند سره يو ځای شو، چې دا ګوند بالاخره په ۱۸۵۹ ز کې د ليبرال ګوند سره ترکيب شو. ګلېدسټون د (Lord Aberdeen) تر حکمراني (۱۸۵۵ – ۱۸۵۲ز)، د (Lord Palmerston) تر حکمرانۍ (۱۸۶۵ – ۱۸۵۹ز) او (Lord Russell) تر حکمرانۍ (۱۸۶۶ – ۱۸۶۵ز) لاندې منشي و. د ګلېډسټون خپلې سياسې نظريې، چې د موکې په برابرۍ باندې يې ټينګار وکړ او د سوداګرۍ د ساتنې اصالت مخالف وه، د ګلېډسټوني ليبراليزم په توګه وپېژندل شوه. د کارکوونکو ټولګي تر منځ د نوموړي محبوبيت هغه ته د «د خلکو ويليم» [The People’s William] لقب تر لاسه کړ.
ګلېډسټون په ۱۸۶۸ ز کې د لومړي ځل لپاره لومړی وزير شو. د هغه د وزارت پر مهال د ايرلينډ د کليسا (Church of Ireland) د نه خپراوي او د پټې رايې کارونې (secret voting) په ګډون زياتې سمونې تصويب شوې. په ۱۸۷۴ ز کې له ټاکنيزې ماتې نه وروسته، هغه د ليبرال ګوند د مشر په توګه استعفا ورکړه. له ۱۸۷۶ نه يې د (Bulgarian April Uprising) [د بلغاري اپرېل قيام يا راپورته کېدنې] په اړه عثماني سترواکۍ ته د غبرګون په خلاف يې د واپس کېدنې پر بنسټ فعاليت پيل کړ. د نوموړي د ۸۰ – ۱۸۷۹ ز پورې (Midlothian Campaign) [منځني لوتيان مبارزه] د زياتو معاصرو سياسي مبارزاتي تخنيکونو يوه لومړنۍ بېلګه وه. د ۱۸۸۰ ز له عمومي ټاکنو نه وروسته ګلېډسټون له ۱۸۸۰ ز نه تر ۱۸۸۵ ز پورې خپل دويم وزارت [کابينه] جوړه کړه، چې د درېيمې سمونې قانون (Third Reform Act) او په مصر (چې د خرطوم په کېوتنه يعنې سقوط کې لوړې درجې ته ورسېدل) او ايرلينډ کې يې کړکېچونه له منځه يووړل. په يادو برخو کې د نوموړي حکومت بندوونکي يا ځپونکي معيارونه تصويب کړل، مګر د ايرلنډي کرايه ورکوونکو بزګرانو روا حقونو ته يې هم وده ورکړه. [2][3]
د ۱۸۸۶ ز په لومړيو کې ګلېډسټون بېرته د خپلې دندې پر مهال د ايرلنډ لپاره د کور قانون (home rule for Ireland) وړاندې کړ، مګر د عوامو په مجلس کې له ماتې سره مخامخ شو. د ليبرال په ګوند کې اغېناک بېلتون د ۲۰ کلونو لنډې دمې لپاره دوی له دندې نه د باندې ساتلو کې مرسته وکړه. ګليډسټون په ۱۸۹۲ ز کې د ۸۲ کلونو په عمر خپل وروستی حکومت (کابينه) جوړ کړه. د ايرلنډ بېل د ۱۸۹۳ ز حکومت (Government of Ireland Bill 1893) د عوامو له خوا تصويب شو، مګر په همدې کال د مشرانو جرګې له خوا ونه منل شو. ښاغلي ويليم ايوارت د ۸۴ کلونو په عمر په ۱۸۹۴ ز کې د لومړي وزير په توګه د زيات عمر لرونکي خدمتګار او يوازيني هغه لومړي وزير په توګه دنده ترک کړه، چې څلور ځله يې خدمت کړی دی. نوموړي په ۱۸۹۵ز کې پارلمان پرېښود او درې کلونه وروسته وفات شو.
ښاغلی ايوارت د نوموړي د ملاتړو له خوا د هغوی د مينې او مهربانۍ په ډول «د خلکو ويليم» يا د “G.O.M” [ستر مشر سړی: Grand Old Man] يا د سياسي سيالانو او رقيبانو لپاره «د خدای يوازينۍ تېروتنه» په توګه پېژندل کېده. تاريخ پوهان زياتره نوموړی د بریتانيې د سترو مشرانو له ډلې نه يو ستر مشر ګڼي. [4][5][6][7][8]