لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ۱۹مې او شلمې پېړۍ په لومړیو کې لیبرال ګوند د محافظه کار ګوند تر څنګ په بریتانیا کې د دوو لویو سیاسي ګوندونو له ډلې و. نوموړی ګوند چې په ۱۸۵۰ کلونو کې د وېګ ګوند، آزادې سوداګرۍ - چې پیلایټ او اصلاح غوښتونکي بنسټپاله یې ملاتړ کول، د متحده په توګه کار پیل کړ او د ۱۹ پېړۍ په پای کې یې د ویلیم ګلاډستون په مشرۍ څلور حکومتونه جوړ کړل. سره له دې چې د ا ګوند د آیرلینډ د کورني حاکمیت په موضوع ووېشل شو، په ۱۹۰۵ کال کې حکومت ته راستون شو او د ۱۹۰۶ کال په ټول ټاکنو کې یې لویه بریا ترلاسه کړه. [1]
د لومړیو وزیرانو هر یو هینري کمبل-بنرمن (۱۹۰۵ – ۱۹۰۸) او ایچ ایچ اسکوېث (۱۹۰۸ – ۱۹۱۶) تر مشرۍ لاندې، لیبرال ګوند داسې اصلاحات تصویب کړل چې هوسایني یو بنسټیز دولت یې رامنځ ته کړ. که څه هم اسکوېث د ګوند مشر و، خو ډېوېډ لویډ جورج د ګوند برلاسې څېره وه. اسکوېث د جګړې په وخت کې د ایتلافي لومړي وزیر د دندې له امله په ستونزو کې ډوب و او لویډ جورج د ۱۹۱۶ کال په وروستیو کې د هغه ځای ناستی شو، خو اسکوېث د لیبرال ګوند مشر پاتې شو. د لویډ جورج د جلا شوې ډلې او د اسکوېث د رسمي لیبرال ګوند تر منځ وېش دا ګوند ډېر زیات کمزوری کړ. [2][3]
د لویډ جورج ایتلافي حکومت د محافظه کار ګوند تر تسلط لاندې و چې بالآخره یې په ۱۹۲۲ کال کې له واکه ګوښه کړ. د ۱۹۲۰ کلونو په پای کې، کارګر ګوند د محافظه کار ګوند د اصلي سیال په توګه د لیبرال ګوند ځایناستی شو. لیبرال ګوند له ۱۹۱۸ کال څخه وروسته له زوال سره مخ شو او د ۱۹۵۰ کلونو په ټول ټاکنو کې یې یوازې شپږ چوکۍ ترلاسه کړې. په فرعي ټاکنو کې د لویو بریاوو تر څنګ یې برخلیک تر هغه د پام وړ ښه نه شو چې په ۱۹۸۱ کال کې یې د نوي جوړ شوي سوسیال ډیموکرت ګوند سره اتحاد وکړ. د ۱۹۸۷ کال په ټول ټاکنو کې اتحاد څلورمه برخه رایي وګټې، خو د سیالۍ په پایله کې یې له ۶۵۰ چوکیو څخه یوازې ۲۳ ترلاسه کړې. د ۱۹۸۷ کال په ټول ټاکنو کې یې د رایو برخه له ۲۳٪ څخه کمه شوه او په ۱۹۸۸ کال لیبرال او سوسیال دیموکرات یوځای شول او سوسیال او لیبرال دیموکرات ګوند یې را منځ ته کړ چې راتلونکی کال د لیبرال دیموکرات په نوم بدل شو. په ۱۹۸۹ کال کې یوې جلا شوې ډلې بېرته لیبرال ګوند جوړ کړ.
د لیبرال ګوند نامتو اندیالان فیلسوف جان سټوارټ مېل، اقتصاد پوه جان مینارد کېنز او ټولنیز پلان جوړونکی ویلیم بیوریج وو. وینسټن چرچل چې د لیبرالیزم او ټولنیزه ستونزه (۱۹۰۹) ترنوم لاندې اثر ولیک، د هینري ویلیم میسینګم له لوري د "یو اغیزمن او قانع کوونکي استدلال" په توګه تعریف شو او په پراخه چه د دې غورځنګ انجیل ګڼل کېده.