ارجنټاین
From Wikipedia, the free encyclopedia
ارجنټاين په سویلي امریکا کې پروت هیواد دی چې پلازمینه یې د بیونوس آیرس ښار دی.همدارنگه ارجنټاین همدارنگه د پراخوالي له لحاظه په سویلي امریکا کې دویم او نړۍ کې اتم هیواد دې.
ارجنټاین | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 34°سويل 64°لويديځ / -34; -64 [1] [2] |
پراخوالی | 2780400 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | بوینس آیرس |
رسمي ژبې | هسپاني |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۹ جولای ۱۸۱۶ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 8.9 سلنه (۲۰۰۹)[3] |
نورې عددونه او شمېرې | |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | AR |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +54 |
ارجنټاين، په رسمې توګه د ارجنټاين جمهوريت د جنوبې امريکا په منځنۍ برخه کې پروت هېواد ده. ارجنټاين ۲۷۸۰۴۰۰ کیلومتره مربع او يا ۱۰۷۳۵۰۰ مربع مايل مساحت لري، چې د مساحت له مخي په نړۍ کې د هسپانوې ژبي تر ټولو ډېر ويونکي لري. له برازيل څخه وروسته په جنوبي امريکا کي دويم، په امريکا کي څلورم او په نړۍ کي اتم لوی هېواد دی. لویديځ لوري ته له چېلي سره په سویلي مخروط (Southern Cone) لويه برخه نښلوي، شمال ته یې بوليويا او پاراګوای، شمال ختیځ ته یې برازیل، ختیځ ته یې يوروګوای او سویلي اتلانتیک سمندر او جنوب ته د ډرېک له لارې (Drake Passage) سره ګډه پوله لري. ارجنټاين يو فدرالي حکومت دی چې په ۲۳ ولايتونو او يو خپلواک ښار، بونیوس ایروس، کوم چي د هېواد فدرالي پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی، وېشل شوی ده. د فدرالي سیستم تر چتر لاندې هر ولایت او پلازمېنه خپل اساسې قانون لري. ارجنټاين د انټرکټيکا پر ځینو سیمو، فالکلنډ ټاپوګانو، سويلي جورجيا او سويلي سنډويچ ټاپوګانو د ملکیت دعوا لري.[4][5][6][7][8][9]
په سوکالۍ کي د نږدې بې سارې زياتوالي له امله ارجنټاین د شلمي پېړۍ په پيل کي د نړۍ اووم تر ټولو بډايه هېواد وګرځید. په ۱۸۹۶ ز کال کې، د ارجنټاین د سړي سر ناخالص توليد (GDP per capita) د متحده ایالاتو څخه ډېر شو او لږ تر لږه ۱۹۲۰ ز کال څخه د مخه په دوام داره توګه په لسو غوره هېوادونو کي شامل و. اوس مهال په نړۍ کې په ۷۱ م کتار کې ولاړ ده. د ۱۹۳۰ ز کال د لوی فشار څخه وروسته، ارجنټاین سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي زوال ته ور ټیله شوی و، چې له امله یې دا هېواد بیرته لږوده موندونکو هېوادونو ته ور وګرځېد، که څه هم د څو لسیزو لپاره د نړۍ په پنځلسو بډايو هېوادونو کې پاتې و. په ۱۹۷۴ ز کال کې د ولسمشر جان پیرون (Juan Perón)َ له مړينې وروسته، د هغه کونډه او مرستیاله، ايسابيل پیرون (Isabel Perón) مخکې له دې چې په ۱۹۷۶ ز کال کې له واکه ګوښه شي، ولسمشره شوه. له هغه وروسته پوځي جونتا (پوځې کودتاه)، چې د متحده ایالاتو له خوا يې ملاتړ کېده په دې چټله جګړه کې یې په زرګونو سیاسې منتقيدین، فعالين او کين اړخه تعقيب او ووژل، دا هغه دولتي ترهګري او مدني ناکرارۍ وي چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د ولسمشر په توګه د راول الفونسین تر ټاکل کېدو پورې یې دوام وموند.[10][11][12][13][14][15][16][10]
ارجنټاین یو سیمه ییزه ځواک دی او په نړيوالو چارو کې یې د منځني ځواک په توګه خپل تاریخي حيثت ساتلی ده. ارجنټاین یو پرمختللی هېواد دی چې د بشري پراختیا په شاخص کې ۴۶ م مقام او په لاتینې امريکا کې له چيلي وروسته دويم لوړ ځای لري. دا په سويلي امريکا کي دویم لوی اقتصاد لري، او د G15 او G20 غړیتوب لري. ارجنټاین د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک، د سوداګرۍ نړيوال سازمان، مېرکوسور، د لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو او ايبيرو امریکايي هېوادونو د سازمان بنسټ ايښودونکی غړی هم دی. د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري له میاشتې راهيسې ارجنټاین د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان (OECD) ته يو نوماند هېواد دی.[17][18]