اسپانیا
From Wikipedia, the free encyclopedia
هسپانیا چې رسمي نوم يې د هسپانيې پاچهي ده، په سويل لوېدیځه اروپا کې پروت هېواد دی، ځينې برخې يې د مديترانې په سمندرګي، د اتلانتيک سمندر په ساحلونو او د جبل الطارق په تنګي کې دي. د اروپا په لويه وچه کې د هسپانيې ځمکه د ايبري په ټاپوزمه کې پرته ده،په باندينوځمکو کې يې باليريک ټاپوګان چې د مديترانې بحيره کې پراته دي، ګڼ کوچني ټاپوګان چې په البوران سمندر کې دي او کاناري ټاپوګان چې په اتلانتيک سمندرکې موقعيت لري شامل دي. له جبل الطارق ور هاخوا د افريقا سيوتا، مليلا او پينون ډي ويلز سيمې هم د هسپانيې په قلمرو کې شاملې دي. د دې هېواد مرکزي سيمې په سويل کې د بریتانيې د باندنۍ برخې جبل الطارق سره پوله لري، سويل او ختيځ ته يې د مديترانې بحيره پرته ده، شمال ته يې فرانسه، انډورا او بيسکای ابنا پراته دي او لوېدیځ ته يې پرتګال او اتلانتيک سمندرموقعيت لري.[6][7]
اسپانیا | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 40.2°شمال 3.5°لويديځ / 40.2; -3.5 [1] |
لوړترينه څوکه | |
پراخوالی | 505990 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | مادرید |
رسمي ژبې | هسپاني |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۷۱۵، ۱۹ مارچ ۱۸۱۲، ۹ ډيسمبر ۱۹۳۱، ۲۹ ډيسمبر ۱۹۷۸، ۱۴ مارچ ۱۵۱۶ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 16 کلن ، 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 16 (۲۰۲۰)[3] |
اوسط عاید | |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | ېورو [4] |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [5] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | ES |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +34 |
د ۵۰۵۹۹۰ کيلو متر مربع (۱۹۵۳۶۰ميل مربع) مساحت په لرلو سره هسپانيه په سويلي اروپا کې ترټولو ستر هېواد دی، په لوېدیځه اروپايي اتحاديه کې دويم ستر هېواد دی او په ټوله اروپايي لويه وچه کې څلورم ستر هېواد دی. د اووه څلويښت اعشاريه څلور ميلیونه نفوسو په لرلو سره هسپانيه په اروپا کې د وګړو د شمېر له پلوه شپږم ستر هېواد دی او په اروپايي ټولنه کې څلورم ستر پرنفوسه هېواد دی. د هسپانيې پلازمېنه او ستر ښار مادريد دی، په نورو سترو ښاري سيمو کې يې بارسيلونا، والنسيا، سويا، سارګوسا، مالګا، مورسيا، پالما ډي مايورکا، لاس پالماس ډي ګرن کاناريا او بيلبايو شاملې دي.
له تشرېحي پلوه عصري انسان په لومړي ځل نژدې ۴۲۰۰۰ کاله مخکې ايبري ټاپووزمې ته رسېدلی و. هغه لومړی کلتور او خلک چې په هسپانوي ځمکه کې يې وده وکړه، له رومي خلکو څخه د مخکې خلکو و،لکه: لرغوني ايبيريان، سلتيان، سلتيبريان، واسکونيان او توردتانيان. وروسته بهرنيو د مديتراني خلکو، لکه: فنيقيانو او لرغونو يونانيانو په دې سيمه کې ساحلي مستعمرې جوړې کړې او کاتاجنيانو د لنډې مودې لپاره د مديترانې په هسپانوي څنډو کې ځينې برخې ونيولې. له میلاد مخکې له ۲۱۸ کال راهيسې، د امپورياس ښار په نيولو سره، د روميانو له خوا د هسپانيې نیواک پيل شو او له اتلانتيک کورنوس پرته، دوی د اوسنۍ هسپانيې ډېره خاوره ونيوله. روميانو له میلاد مخکې په ۲۰۶ کال کې کارتاجنيان له ايبيري ټاپووزمې څخه وايستل او دا سيمه يې په دوو اداري ولايتونو ووېشله، يوې برخې ته يې « Hispania Ulterio» نوم ورکړ او بلې برخې ته يې « Hispania Citerior» نوم ورکړ. روميانو د اوسنۍ هسپانيې د کلتور او هويت بنسټ کېښود، دا سيمه د مهمو رومي سترواکانو د زېږېدو ځای وګرځېد، لکه: ټراجان، هادريان يا تيودوسيوس اول. [8][9][10]
په څلورمه پېړۍ کې د لوېدیځې رومي سترواکۍ تر نړېدو پورې چې د الماني ، مرکزي او شمالي اروپا د قبايلو کنفډريشن يې رامنځ ته کړ، هسپانیا تر رومي واکمنۍ لاندې پاتې شوه. په دې پړاو کې اوسنۍ هسپانیا د بېلا بېلو الماني ځواکونو ترمنځ وېشل شوې وه، لکه: سويان، الانيان، ونډاليان او ويزګوتيان، وروستي ځواک د «فيوډس» له لارې له روم سره اتحاد وساته، په داسې حال کې چې د هسپانيې سويلي برخه د بيزانسي سترواکۍ تر واک لاندې پاتې وه. په پنځمه پېړۍ کې ويزګوتيان د واکمن اړخ په توګه راڅرګند شول، د دوی د واکمنۍ نوم ويزګوتي پاچهي وه چې د ايبري ټاپووزمې په پراخو سيمو کې خپره وه، اوسنی ښار تولدو يې خپله پلازمېنه وګرځوله. د ويزيګوتيانو د واکمنۍ پر مهال د پاچا « Recceswinth » له خوا جوړ شوو د « Liber Iudiciorum» په نوم قوانينو د رومي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته د هسپانيې په جوړښت او قانوني بنسټونو او د رومي قانون پر خونديتابه ژور اغېز درلود.
د اتمې پېړۍ په لومړيو کې، اموي خلافت پر ويزيګوتي پاچهۍ بريد وکړ او په دې توګه يې په سويلي ايبيريا کې د اووه سوه کلونو لپاره د مسلمانانو واکمني پيل کړه. په دې پړاو کې، اندلس يو ستر اقتصادي او فکري مرکز وګرځېد، په داسې حال کې چې قرطبه ښار په اروپا کې د سترو او شتمنو ښارونو نه و. په شمالي ايبيريا کې ګڼې مسيحي پاچهۍ راپورته شوې، په دوی کې د ليون، کاسټيل، اراګون، پرتګال او ناوارا د يادونې وړ دي. په راتلونکو اووه پېړيو کې، د سويل لور ته د دې پاچاهيو پراختيا – چې له تاريخ څخه ورهاخوا د بيا نيولو يا Reconquista په نوم پېژندل کېدل- هغه مهال خپل عروج ته ورسېده، کله چې مسيحيانو د مسلمانانو وروستی دولت، د ناصريانو پاچهي غرناطه ونيوله او په ۱۴۹۲ز کال کې مسيحي پاچاهيو په ټوله ايبريا واک تر لاسه کړ. په همدې کال، کرسټوفر کولمبس د کاتوليکو پاچایانو په استازيتوب نوې تړۍ ته ورسېد چې د دې کاتوليکو پاچایانو هر يو کاستيل تاج او اراګون تاج د کورنيو ائتلاف په عمومي توګه د يوه دولت په توګه د واحدې هسپانيې جوړېدل بلل کېږي. له بيا نيولو وروسته، د څو پېړيو په دوران کې، د هسپانيې مسيحي پاچایانو د هسپانوي څېړنو له لارې توکميز او مذهبي لږه کي، لکه: يهوديان او مسلمانان وځورول او وشړل.
له شپاړسمې نه د نولسمې پېړۍ تر لومړيو پورې، هسپانيې د تاريخ په يوې سترې سترواکۍ حکومت وکړ. هسپانیا لومړۍ نړيواله سترواکي وه، د دې هېواد ستر کلتوري او ژبني ميراث کې له پنځه سوه اويا ميليونه نه زيات د هسپانیايي ژبې ويونکي شامل دي، په دې سره هسپانوي د نړۍ دویمه هغه ستره اصلي ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کېږي. هسپانوي هنر، موسیقي، ادبيات او پخلی په نړيواله کچه اغېز لري، په ځانګړي ډول په امريکاګانو کې. د دې هېواد د کلتوري غنا د غبرګون په توګه، هسپانیا په نړۍ کې څلورمه شمېره کې زيات ميراثي ځايونه لري (۴۹) او په نړۍ کې دويم هغه هېواد دی چې ډېر سيلانيان ورځي. [11]
اوس هسپانیا يو لا دينه پارلماني ديموکراسي او پر اساسي قانون ولاړ سلطنت دی، پاچا فيليپ شپږم د دولت رئيس دی. هسپانیا زيات پرمختللی هېواد دی، ډېر عايد لري، د اسمي کورني ناخالص توليد له اړخه د نړۍ څوارلسم اقتصاد او د PPP له اړخه د نړۍ شپاړسم ستر هېواد دی. د ۲۰۱۹ز کال سروې پر بنسټ، د هسپانیا د ۸۳.۵ کلونو سره د نړۍ په کچه د ژوند لپاره تر ټولو اوږده هيله مندي لري. د روغتيايي پاملرنې د کيفيت له اړخه په لوړه درجه کې ځای لري، د نړۍ په کچه يې د روغتيايي پاملرنې نظام تر ټولو زيات اغېزناک دی. هسپانیا د انسانانو د غړيو د پيوند او بښلو په برخه کې مخکښ دی. هسپانیا د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې، ايروزون، اروپايي شورا، د ايبري-امريکايي هېوادونو د سازمان، مديترانې اتحاديې، ناټو، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان او ګڼو نورو نړيوالو سازمانونو غړيتوب لري. [12][13][14][15][16][17][18]