باروک موسيقي
From Wikipedia, the free encyclopedia
باروک موسيقي (UK: /bəˈrɒk/ or US: /bəˈroʊk/) [د موسيقۍ نامتوازن سبک] له نږدې ۱۶۰۰ څخه تر ۱۷۵۰ کالونو پورې د لرغوني لويديځې موسيقۍ يوه دوره يا ډول دی، چې په لويديځه اروپا کې رامنځته شو. دا دوره له رنسانس موسيقۍ دورې څخه وروسته وه او ورپسې په خپل وار د لرغونې دورې ګالانت ډول يا سبک و، چې د باروک او لرغونې دورو تر منځ لېږد په نښه کوي. د باروک دوره په درې سترو پړاوونو باندې وېشل شوې ده، چې لومړنی، منځنی او وروستی دي. د وخت د رانغاړلو له مخې ياد پړاوونه له ۱۵۸۰ څخه تر ۱۶۵۰ پورې، له ۱۶۳۰ څخه تر ۱۷۰۰ پورې او له ۱۶۸۰ څخه تر ۱۷۵۰ پورې دي. باروک موسيقي د canon په نوم «لرغونې موسيقۍ» يوه ستره برخه جوړوي او اوس په پراخه ډول څېړل کېږي، غږول کېږي او اورېدل کېږي. د باروک “baroque” اصطلاح له پرتګالي “barroco” څخه اخيستل شوی دی، چې د «بد شکله ملغلرې» معنا لري. د Georg Friedrich Handel او Johann Sebastian Bach فعاليتونه د باروک دورې منارې يا لوړې څوکې ګڼل کېږي. د دې دورې مهم کمپوزران؟ Claudio Monteverdi, Domenico Scarlatti, Alessandro Scarlatti, Antonio Vivaldi, Henry Purcell, Georg Philipp Telemann, Jean-Baptiste Lully, Jean-Philippe Rameau, Marc-Antoine Charpentier, Arcangelo Corelli, François Couperin, Heinrich Schütz, Dieterich Buxtehude او نور دي. [1][2]
د باروک دوره د غږ د څرنګوالي د عمومي تمرين شاهده وه؛ چې دا د موسيقۍ د ليکنې هغه لاره ده، چې يوه سندره يا يوه برخه په کې په يو ځانګړي ار کې ليکل کېږي. د هم غاړيتوب يا برابروالي دې ډول په لويديځ لرغوني او نامتو موسيقي کې په پراخه ډول کارونې ته دوام ورکړی دی. د باروک دورې پر مهال له مسلکي موسيقي پوهانو څخه تمه کېدله، چې د يو کسيز سندريزو ليکو او غبرګونو برخو دواړو ناڅاپي يا له چمتووالي پرته تر سره کوونکي وي. د باروک کنسرتونه په نمونه ډول د بم غږ لرونکي سندرغاړي پرله پسې ډلې () په واسطه بدرګه کېدل، په داسې حال کې چې د بم يا ډډ غږ لرونکي موسيقي توکي لکه ويلون وزمه اله، مو يا لوی وايلون او دوه ګونې بنګا د بم غږ ليکه ولوبوله. د ځانګړي باروک بڼه د نڅا ډله وه. په داسې حال کې چې د نڅا په ډله کې ټوټې د رښتيني نڅا له موسيقۍ څخه الهام اخيسته، د نڅا ډلې په سوچه ډول د اورېدلو په موخه جوړې شوې وې، نه د نڅا کوونکو د بدرګه کولو په موخه.
د يادې دورې پر مهال د هرې الې د برخې لپاره د يو بشپړ غږ په موندلو سره ازمايل شويو کمپوزرانو (لکه د ارکسترا رامنځته کول) د موسيقۍ يادګيرنه کې بدلونونه راوستل (د يوې چټکې لارې په توګه د يوې سندرې يا ټوټې [ادبي] د تار [د موسيقۍ تار] پرمختګ څخه د يادونې په موخه، د انځوريز ډډ يا بم غږ پرمختګ) او د سندريزو توکو د غږونې نوې لارې چارې يې رامنځته کړې. باروک موسيقۍ د سندريزو وسيلو د سرته رسونې اندازه، لړۍ او پېچلتيا پراخه کړه او د موزيکال ډرامې، د cantanta په نوم د موسيقي کمپوز او oratorio [د ډرامې نظم چې له موسيقۍ سره ويل کېږي] غږيزې او وسيلوي ګډې بڼې او د موسيقي سبکونو يا ژانرونو په توګه يې د يو کسيز ګډ ساز او سوناتا (sonanta) سبک هم رامنځته کړل. د Dense په نوم څو غږيزه پېچلې موسيقي چې په ورته وخت کې په کې ګڼې خپلواکه سندريزې کرښې غږول شوې وې (د دې يوه نامتو بېلګه اّنی [د موسيقي هغه ډول چې بېلابېلې برخې په کې په پرله پسې ډول تکرارېږي] ده)، د زياتو باروک سندرغاړو ډلو او سندريزو توکو د کارونو يوه مهمه برخه وه. په ټوله کې باروک موسيقي د غاړې (اهنګ) او اړيکې يو توکی و. [2]