تور سمندر
From Wikipedia, the free encyclopedia
تور سمندرګی د اطلس سمندر یو حاشیوي مدیترانه یي سمندرګی دی چې د روپا او اسیا تر منځ د بالکان ختیځ ته، د ختیځې اروپا سویل ته، د قفقاز لوېدیځ او د انتالیا شمال ته پروت دی. دغه سمندرګی د بلغاریا، ګرجستان، رومانیا، روسیې، ترکیې، او اوکراین په واسطه چاپېر شوی دی. د تور سمندرګي اوبه د لویو سیندونو، په بنسټیز ډول د دانیوب، دنیپر او دون (Don) سیندونو له لوري تامینېږي. په پایله کې، په داسې حال کې چې شپږ هېوادونه د دې سمندرګي په غاړه ساحلي لیکې لري، د تخلیې حوضه یې په اروپا کې د ۲۴ هېوادونو ځینې برخې شاملوي. [1]
تور سمندرګي ۴۳۶۴۰۰ کیلو متره مربع (۱۶۸۵۰۰ مایل مربع) سیمه (پرته له آزوف سمندرګي څخه) احاطه کړې ده، اعظمي ژوروالی یې ۲۲۱۲ متره (۷۲۵۷ فټه) دی، او ۵۴۷۰۰ کیلو متر مکعبه (۱۳۱ مایل مکعبه) حجم لري. د یاد سمندرګي زیاتره سواحل په چټکۍ سره مخ پر جګېدو دي. دغه جګېدنې په سویل کې د پونټیک له غرونو، سویل لوېدیځې خوا ته د د پرتو ټاپووزمو له لیکو، په ختیځ کې د قفقاز له غرونو، او په منځني شمال کې د کریمیا له غرونو څخه عبارت دي. په لوېدیځ کې یې ساحل، په عمومي ډول له غونډیو څخه ښکته کوچینۍ سېلابي جلګې دي، لکه د ستراندزا، کېپ اېماین د استوګنځیو په څېر کوم چې د بالکان د غرونو په ختيځه څنډه کې پرتې دي؛ او همدارنګه د دوبروجا ارتفاعات چې په لرې شمال کې پراته دي. د ختیځ-لوېدیځ تر ټولو اوږد پراخوالی یې د ۱۱۷۵ کیلومترو (۷۳۰ مایلو) په شاوخوا کې دی. د نوموړي سمندرګي د سواحلو په اوږدو کې مهم ښارونه له اودیسا، وارنا، سامسون، سوچي، سېواستوپول، کونستانتا، ترابزون، نووروسییسک، بورګاس او باتومي څخه عبارت دي. [2][3][4][5]
تور سمندرګی د اوبو یو مثبت بېلانس لري، چې هر کال ورڅخه د اېجین سمندر ګي ته د باسپوروس او دردانیل ابنا ګانو له لارې په مجموعي ډول ۳۰۰ کیلو متر مکعب (۷۲ مایل مکعبه) اوبه بهېږي. په داسې حال کې چې د باسپورس او دردانیل ابنا ګانو (چې په ګډه سره د ترکي ابنا ګانو په نامه پېژندل کېږي) له لارې د اوبو مجموعي بهېدنه د تور سمندرګي څخه بهر خوا ته ده، اوبه په عمده ډول هممهاله دواړو خواوو ته بهېږي: د لوړ کثافت لرونکې مالګینې اوبه د اېجین له سمندرګي څخه تور سمندرګي ته تر هغو لږ کثافت لرونکو او تازه اوبو لاندې رابهېږي چې له تور سمندرګي څخه بهر ته بهېږي. دا د ژورو اوبو یوه د پام وړ او دایمي طبقه رامنځته کوي چې نه تخلیه کېږي او نه هم سره ګډېږي، او له همدې امله د بې اوکسیجنه (خوږې اوبه چې د اوکسیجن محلول نه لري) اوبه بلل کېږي. د بې اوکسېجنه اوبو دغه طبقه د هغو ډوبو شوو لرغونو ماتو بېړیو په ساتنه کې مهم رول لري کومې چې په تور سمندرګي کې موندل شوې دي.
تور سمندرګی په پای کې د ترکي ابنا ګانو او اېجین سمندرګي له لارې د مدیترانې سمندرګي ته ورتویېږي. د باسپورس ابنا نوموړی سمندرګی د مرمرې له کوچیني سمندرګي سره نښلوي کوم چې په خپل وار سره د دردانیل د ابنا له لارې له اېجین سمندرګی سره نښتی دی. تور سمندرګی په شمال خوا کې، د کرچ د ابنا له لارې له ازوف سمندرګي سره نښتی دی.
د اوبو سطحې د جیولوژیکي دورو په ترڅ کې په د پام وړ توګه بدلون موندلی دی. د سیند حوضه، چاپېره ګوګونه یې او اړوند سیندیز بسترونه د اوبو په سطح کې د دغو بدلونونو له مله ځینې وختونه وچې ځمکې وې. د اوبو په بعضې بحراني سطحو کې، د اوبو له نورو چاپېره بدنو سره ښایي نښلېدنې رامنځته شوې وي. د دغو نښلوونکو مسیرونو څخه دوې ډېرې فعالې یې ترکۍ ابنا ګانې دي چې تور سمندرګی یې له لارې د نړۍ له سمندرونو سره نښتی دی. د جیولوژیکي دورو په بهیر کې، هغه وخت چې دغې هایدرولوژیکي اړیکې شتون نه درلود، تور سمندرګی یوه تړلې حوضه وه، چې د نړۍ له سمندري سېستم څخه یې په مستقل ډول (لکه د نن ورځې کسپییَن سمندرګی) فعالیت کاوه. اوسمهال د تور سمندرګي د اوبو سطح په نسبي ډول لوړه ده؛ له همدې امله له مدیترانې سمندرګي سره اوبه تبادله کوي. د تور سمندرګي تر سمندر لاندې سیند (Black Sea undersea river) د هغو مالګینو اوبو یو ځانګړی بهیر دی چې د باسپورس د ابنا او د تور سمندرګي د بستر له لارې بهېږي، کوم چې د دغه ډول بهیر لومړنی کشف شوی ډول دی.