تورکي ژبه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ترکي ژبه چې استامبل يې ترکي يا د «ترکیې ترکي» هم بولي، د ترکي ژبو له ډلې تر ټولو زيات ويونکي لري چې شمېر يې د اويا او اتيا ميليونو تر منځ دی. د ترکيې ملي ژبه ده. په عراق، سوريا، المان، اتريش، بلغاريا، شمالي مقدونيا، شمالي قبرس، يونان، قفقاز او د اروپا او مرکزي اسيا په نورو سيمو کې هم د ترکي ژبې ويونکو کوچنۍ ډلې شته. که څه هم ترکيه د اروپايي اتحاديې غړيتوب نه لري، بيا هم قبرس غوښتنه کړې وه چې اروپايي اتحاديه دې ترکي د يوې رسمي ژبې په توګه ومني.[13][14][15]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزيتوب د |
Turks (en) Burgas Province (en) Kardzhali Province (en) Smolyan Province (en) Haskovo Province (en) قبرس Xanthi Prefecture (en) Rhodope Prefecture (en) تورکيه |
د لیکلو سیسټم | |
د ويونکو شمېر | |
د توکمپوهنې ژبې حالت | |
ايزو ۶۳۹-۱ کوډ | |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
لويديځ لور ته، د ترکي عثماني اغېز – د ترکي ژبې ډولونه چې د عثماني سترواکۍ د اداري او ادبي ژبې په توګه کار ځينې اخستل کېدو – د عثماني سترواکۍ په پراخېدو سره ترکي ژبه هم خپره شوه. په ۱۹۲۸ز کال کې، د ترکيې جمهوريت په لومړيو کلونو کې د اتاترک د يو سمون په توګه، د عثماني ترکي الفبا په لاتيني الفبا بدل شول.
د ترکي ژبې توپيري ځانګړتياوې غږيز (د علت توری) همغاړيتوب او زيات ترکيب دی. د ترکي ژبې د لغاتو بنسټيز جوړښت په دې ډول دی: فاعل-مفعول-فعل. په ترکي ژبه کې د نومونو ډلبندي يا نحوي جنسيت نه شته. ترکي ژبه له ستاينزيو څخه ګټه اخلي او يو پياوړی T-V توپير لري، کوم چې د درناوي، ټولنيزې فاصلې، عمر، نزاکت يا د يو مخاطب پر لور د بلدتيا د جلا جلا کچو توپير کوي. د مخاطب د ضمير جمع او د فعل بڼې يو واحد شخص ته د درناوي په توګه کارول کېږي.