تيودور ډبليو. اډورنو
From Wikipedia, the free encyclopedia
تيودور ډبليو. اډورنو (لومړی نوم يې Theodor Ludwig Wiesengrund و؛ 11 سبتمبر 1903 – 6 اګست 1969)، يو المانی فيلسوف، ټولنپوه، ارواپوه، موسقي پوه او موسيقار (اهنګ جوړونکی) و.[1][2][3]
نوموړی د فرانکفورټ د انتقادي تيورۍ د مکتب يو مخکښ غړی و، د چا اثارو کې چې د « Ernst Bloch, Walter Benjamin, Max Horkheimer, Erich Fromm» او « Herbert Marcuse» په څېر مفکرينو سره تړاو پیدا کړ، د چا لپاره چې د فرويد، مارکس او هيګل اثار د نوې ټولنې د تنقيد لپاره اړين وو. د فاشيزم او هغه څه چې نوموړی يې کلتوري صنعت بولي، پر دواړو د نيوکه کونکي په توګه، د « Dialectic of Enlightenment» (1947)، « Minima Moralia» (1951)، او « Negative Dialectics» (1966) په څېر د هغه ليکنو په اروپايي نوي ژوند سخت اغېز وکړ.
د شلمې پېړۍ د لومړيو په اروپا کې د وجوديت او مثبتيت پلوۍ د دود کولو په منځ کې، اډورنو د طبيعي تاریخ يوې جدلياتي مفکورې مخ پر وړاندې بوت، کوم چې د «Kierkegaard» او «Husserl» د مطالعې له لارې د علم الوجود او تجرباتيت په غبرګو فتنو نيوکه وکړه. په کلاسيکي ډول د روزل شوي پيانو غږونکي په توګه، چې د «Arnold Schoenberg» له دولسو غاړو (غږونه/لحن) له تخنيک سره يې مينه درلوده، پايله يې دا شوه چې د «سيکنډ وينيز» ښونځي د «البان برګ» سره يې موسيقاري (اهنګ جوړول) وويله، له avant-garde موسيقۍ سره د اډورنو تړاو د هغه د وروستيو ليکنو شاليد جوړ کړ، او د «تاماس مان» سره د هغه د Doctor Faustus په نوم ناوال کې د همکارۍ لامل وګرځېد، په داسې حال کې چې دا دواړه د دويمې نړیوالې جګړې پر مهال په کلفورنيا کې په تبعيد کې اوسېدل. د ټولنيزې څېړنې لپاره له نوي لېږدېدلې انستيتيوت لپاره د کار کولو پر مهال، اډورنو د استبداد، سام دوښمنۍ او تبليغاتو د اغېزناکو مطالعو په اړوند همکاري وکړه، کومو چې وروسته د انستيتيوت له خوا له جګړې وروسته المان کې شويو ټولنيزو مطالعاتو لپاره د بېلګې په توګه وړاندې شول.
کله چې فرانکفورټ ته راستون شو، اډورنو له «کارل پوپر» سره د مثبت ساينس د حدودو، د «هايډګر» د ژبې پر رېښتينولۍ نيوکه، د هالوکاسټ لپاره د المان د مسئوليت په اړوند لیکنو او دولتي تګلارې په چارو کې د پرله پسې ښکېلتيا په مټ د المان د فکري ژوند په بيا جوړولو کې شامل و. د نيچه او کارل کراوس په روايت کې د يو انتقادي ليکوال په توګه، اډورنو په معاصر لوېديځ کلتور سختې نيوکې وکړې. د اډورنو له مړينې وروسته خپور شوی « Aesthetic Theory»، چې په پام کې يې وه « Samuel Beckett» ته يې ډالۍ کړي، د نوي هنر لپاره د عمري تړاو اوج دی، کوم چې د فلسفې د تاريخ له خوا له اوږدې مودې راهيسې غوښتل کېدونکې احساس او پوهې «وژونکي جلا والي» د منسوخ کولو هڅه کوي، او منځپانګې ته په بڼه او فکر کولو ته په ډوبېدو د ښکلاييز امتياز توافقات ښيي.