د افغانستان اسلامي جمهوریت
From Wikipedia, the free encyclopedia
د افغانستان اسلامي جمهوریت یو جمهوري ولسمشریز نظام و چې له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان واکمن و. دا دولت د افغانستان د لنډمهالې (۲۰۰۱ – ۲۰۰۲) او انتقالي (۲۰۰۲ – ۲۰۰۴) ادارو ځایناستی شو چې په ۲۰۰۱ کې د متحده ایالاتو د برید په پایله کې د طالبانو نیم په رسمیت نیم پېژندل شوي امارت له ړنګېدو وروسته رامنځ ته شوې. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵، دا هېواد بېرته د طالبانو لخوا ونیول شو او د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو جنګ، چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه وه، پای ته ورسېد. دا د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د اسلامي جمهوریت د نسکورېدو او د طالبانو تر واک لاندې د اسلامي امارت د بېرته راګرځیدو لامل شو. ملګري ملتونه تر اوسه اسلامي جمهوري دولت د اسلامي امارت پر ځای، چې اوسنی غیر رسمي نظام دی، د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني. د امریکا او طالبانو معامله چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ نېټه په قطر کې لاسلیک شوه، له هغو مهمو پېښو څخه وه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو (ANSF) د پاشل کېدو لامل شوه. متحده ایالاتو له معاملې وروسته، په پراخه کچه د هوایي بریدونو شمېر کم کړ او د طالب یاغیانو سره د مبارزې په برخه کې یې افغان امنیتي ځواکونه له مهم اړخ څخه بې برخې کړل، چې د طالبانو په لاس د کابل د نیولو لامل شو. [1][2][3]
پلازمېنه |
---|
عمومي معلومات |
پخوانی هېواد (۲۰۲۱ – ) خپلواک هېواد (۲۰۰۴ – ۲۰۲۱) government in exile (en) (۲۰۲۱ – ) regime (en) satellite state (en) ( – ۲۰۲۱) |
---|---|
د وګړو شمېر | |
رسمي ژبه | |
د سيمې اصلي ژبې | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | |
هېواد | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت | |
---|---|
مهمې پیښې |
|
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
متحده ایالاتو او څو متحدینو یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو لومړی حکومت (چې محدود رسمیت یې درلود) د مخالفې شمالي ټلوالې په ملاتړ، نسکور کړ. ورپسې د حامد کرزي په مشرۍ انتقالي حکومت را منځ ته شو. د ۲۰۰۳ کال له لویې جرګې وروسته د نوي اساسي قانون له مخې یو مرکزي جمهوري اسلامي جمهوریت اعلان شو او کرزی د بشپړې مودې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. له دې سره سم، د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ایتلاف د کورني امنیت په ساتلو کې مرسته وکړه، چې په تدریجي ډول یې د ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو څخه وروسته دفاعي مسولیت افغان وسله والو ځواکونو ته وسپار.
خو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کنترول ټینګ کړ او کورنۍ جګړې دوام وکړ. ویل کېږي چې طالبان د پاکستان په ملاتړ د یوې یاغی ډلې په توګه بیا تنظیم شول او د ۲۰۰۶ – ۲۰۰۷ کلونو څخه وروسته یې په افغان او ایتلافي ځواکونو بریدونه زیات کړل. دې کار په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې ستونزې را پورته کړې، چې د دواړو خواوو له خوا د بې شمېره سرغړونو لکه د ملکي وګړو وژنو، تښتونو او شکنجو په پایله کې وې. د امریکا په پوځي او اقتصادي مرستو باندې د حکومت د پراخې تکیه له امله، ځینو دا ملت د امریکا د تابع دولت په توګه طبقه بندي کړ او د تلپاتې ازادۍ د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته یې په تدریجي ډول د کلیوالو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ. [4]
د په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د همدې کال په مې میاشت کې طالبانو پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې وتوانېدل په راتلونکو دری نیمو میاشتو کې د هېواد کنټرول ترلاسه کړي. افغان ملي اردو په چټکۍ وپاشل شوه. د جمهوریت بنسټونه عملاً د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه هغه وخت سقوط شول چې طالب ځواکونه کابل ته ننوتل او افغان ولسمشر اشرف غني هېواده پرېښود. لږ وروسته، د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ او د طالبانو پر وړاندې یې جمهوري مقاومت اعلان کړ. [5][6][7][8]