د انګلستان څلورم اډوارډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
څلورم اډوارډ (زوکړه: د ۱۴۴۲ زکال د اپرېل ۲۸ مه – مړینه: د ۱۴۸۳ زکال د اپرېل ۹ مه) د ۱۴۶۱ زکال د مارچ له څلورمې نېټې څخه د ۱۴۷۰ زکال د اکتوبر تر درېمې او بیاځلي د ۱۴۷۱ زکال د اپرېل له ۱۱ مې نیټې څخه په ۱۴۸۳ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا و. نوموړي له ۱۴۵۵ زکال څخه تر ۱۴۸۷ زکال پورې د ګلونو په جګړه کې کلیدي رول درلود چې د یورکېستانو او لنکستریانو د ډلو ترمنځ د انګلستان کورنۍ جګړه وه. [1][2]
د انګلستان څلورم اډوارډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۸ اپرېل ۱۴۴۲ |
مړینه | 9 اپرېل 1483 (41 کاله) |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
اډوارډ د یورکېستانو په استازیتوب د واکمنۍ ادعا هغه مهال وکړه کله چې د نوموړي پلار ریچارډ چې د یورک دوک و د ۱۴۶۰ زکال په ډسمبر میاشت کې د ویکفیلډ په جګړه کې ووژل شو. د ۱۴۶۱ زکال په لومړیو کې په مورټیمر کراس او تاوتون کې د لنکستریانو د پوځونو له ماتولو وروسته هغه پاچا شپږم هنري له واکه راوپرځاوه او خپله د واک پر ګدۍ کښېناست. په ۱۴۶۴ زکال کې له الیزابت ووډوېل سره د نوموړي واده د وارویک له ارل ریچارډ نوېل سره د نوموړي ستونزې راوپارولې، هغه چې د «پاچا جوړونکي» په نوم پېژندل کېده. په ۱۴۷۰ زکال کې د هغه د ورور جورج چې د کلارنس دوک و او وارویک په مشرۍ پاڅون لامل وګرځېد څو شپږم هنري یوځل بیا د لنډ مهال لپاره واک ته ورسېږي.
اډوارډ فلانډرز ته وتښتېد، چېرې چې د نوموړي ملاتړ وشو او د ۱۴۷۱ زکال په مارچ میاشت کې یې په انګلستان برید وکړ؛ په بارنټ او توکسبري جګړو کې له بریا وروسته هغه یو ځل بیا واک ته ورسېد. لږ موده وروسته په ټاور اف لندن قلا کې د شپږم هنري جسد وموندل شو. له دې سره چې د لنکسټر د وروستي مدعي هنري ټوډور (وروسته اووم هنري) له خوا دوامداره ګواښونو شتون درلود، خو بیا هم اډوارډ په نسبي سوله کې دوولس کاله واکمني وکړه. هغه مهال چې نوموړی د ۱۴۸۳ زکال په اپرېل میاشت کې په ناڅاپي ډول ومړ، د هغه کوچنی زوی پنځم اډوارډ د هغه ځای ناستی شو، خو ډېر ژر یې ورور دریم ریچارډ واک ترې ونیو.