د بشريت ضد جرمونه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د بشريت ضد جرمونه، هغه ځانګړي کارونه دي چې په هدفمنده توګه تر سره شوي او د يوې پراخې منظمې تګلارې برخه وي، د ملکيانو پر ضد وي، د جګړې يا سولې پر مهال تر سره شوي وي. له جنګي جنايتونو څخه جلا دي، ځکه چې دا جرمونه، د سرتېرو له خوا په انفرادي ډول نه وي تر سره شوي، بلکې د يوه دولت يا يوه سازمان د تګلارې پر مخ وړلو په لار کې تر سره شوي کارونه دي. د بشر ضد جنايت لومړۍ محاکمه د نورنبرګ په محکمه کې تر سره شوه. په لومړي سر کې د حقوقي کارونې لپاره په نظر کې نيول شوې وه، په عمومي توګه په نړيوال قانون کې، وروسته له هغه چې د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه ۱۹۴۸ز کې هالوکاسټ د بشري حقوقو لپاره د معيار په توګه بیان شو. هغه ډلې يا دولتونه چې په ياده اعلاميه کې بيان شوي، د بشر حقوقو اصول ماتوي يا يې پر ضد هڅونه کوي، همدا چاره بشر ضد اړوند جنايتونه دي ، چې د سياسي زيان پېژندنې څرګندونه کوي. [1]
له يوې مودې راهيسې بشري ضد جنايتونه، د نورو نړيوالو محکمو له خوا هم تر څار لاندې نيول شوي دي. د بېلګې په ډول: د پخوانۍ يوګوسلاويا لپاره نړيواله جنايي محکمه، د راونډا لپاره نړيواله جنايي محکمه ا. همدا راز د هېوادونو په دننه کې تر تعقيب لاندې نيول شوي دي. په لومړيو کې د بشريت ضد جناياتو قانون، د دوديز نړيوال قانون د بشپړولو له لارې وده کړې. د بشر ضد جنايات،، په کوم نړيوال کنوانسيون کې تدوين شوي نه دي، بيا هم د بشريت ضد جناياتو د نوښت په مشرۍ، په نړيواله کچه هڅې روانې دي چې داسې يو تړون رامنځته شي.
د بشريت ضد جنايات، د جنګي جناياتو په څېر نه دي، بشر ضد جنايتونه هم د جګړې او هم د سولې پر مهال رامنځته کېدای شي. بشر ضد جنايتونه، جلا جلا يا تيت و پرک پېښې نه دي، بلکې يا د حکومت د تګلارې برخه ده (که څه هم مرتکبين به يې خپل ځانونه د دې تګلارې له لارې نه ښيي) يا د پراخ وحشت یوه برخه ده، چې د يوه حکومت يا د يو بالفعل واک له خوا تاييد يا تپل شوي وي. جنګي جرايم، قتلونه، ټولوژنه، نا انساني کول، نسل وژنه، قومونه له منځه وړل، تبعيد، غیر اخلاقي انساني ازمېښتونه، د موقتو اعدامونو په ګډون صحرايي سزاوې، د ډله یيزې وژنې وسلې کارول، دولتي تروريزم يا د دولت له خوا د تروريزم ملاتړ، د وژنو ډلګۍ، تښتول يا په زور پناه کول، له ماشومانو څخه د سرتېرو کاراخستل، غیرعادلانه بندي کول، مریی کول، شکنجه کول، جنسي تېری، سياسي ځپل، توکميز توپيري چلند، مذهبي ځورول او نور له انساني حقوقو څخه سرغړونې کېدای شي، د بشر ضد جناياتو درجې ته ورسېږي، خو په داسې حال کې، که چېرې دا کارونه د پراخ او منظم عمل برخه وي. [2]