د عراق پاچاهي
From Wikipedia, the free encyclopedia
د عراق هاشمي پاچاهي له ۱۹۳۲ زکال څخه تر ۱۹۵۸ زکال پورې په منځني ختیځ کې واقع دولت و.
د عراق پاچاهي | |
---|---|
بنسټ ايښودنه | ۱يو جنوري ۱۹۲۱ |
دين | سني |
د گڼه گوڼې نوم | Iraqi، عراقي |
رسمي ژبه | عربي ژبه |
لويه وچه | آسيا |
هېواد | Arab Federation |
پلازمېنه | بغداد |
کوارډينېټي موقعيت | ۳۳°۲۰′۰″N ۴۴°۲۳′۰″E |
Basic form of government | constitutional monarchy |
د وگړو شمېر | ۶٬۴۸۸٬۰۰۰ |
Currency | Iraqi dinar |
مخکې له | عراق |
واک ورپاته کيدنه له | Mandatory Iraq |
Dissolved, abolished or demolished date | ۱۴يو جولای ۱۹۵۸ |
سيمه | ۴٬۳۷۰٬۷۲۲ کیلومتره مربع |
دغه پاچاهي د ۱۹۲۱ زکال د اګست په ۲۳ مه وروسته له هغې چې عثماني سترواکۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په بین النهرین کې ماته وخوړه رامنځته شوه. په داسې حال کې چې په ۱۹۲۰ زکال کې د ملتونو ټولنې له خوا یې قیمومیت بریتانیا ته وسپارل شو، خو د ۱۹۲۰ زکال عراقي پاڅون د دې لامل وګرځېد چې د قیمومیت دغه اصلي طرح د رسمي حاکمیت لرونکې پخوانۍ عراقي پاچاهۍ په ګټه لغو شي، خو له دې سره بیا هم دغه پاچاهي د بریتانیا تر اغېزمن مدیریت لاندې وه. دغه طرح په رسمي ډول د انګلیس – عراق د هوکړې پر بنسټ رامنځته شوه.
د عراق د پاچاهۍ په رسمي اداره کې د بریتانیا رول په ۱۹۳۲ زکال کې د انګلیس او عراق له هوکړې (۱۹۳۰ زکال) وروسته پای ته ورسېد. دغه مهال د عراق د هاشمي پاچاهۍ په نوم بشپړه خپلواکه پاچاهي رامنځته شوه چې د هاشمي حاکمانو د حاکمیت پر مهال یې د ستونزو یوه دوره تېره کړه. په عراق کې د سني مذهبو د واکمنۍ ټینګښت د اشوریانو، ایزدیانو او شیعه ګانو ناخوښي له ځانه سره لرله چې بیا په شدیده توګه وځپل شول. په ۱۹۳۶ زکال کې د لومړي ځل لپاره په هاشمي عراق کې کودتاه وشوه او بکر صدقي وتوانېد د لومړي وزارت څوکۍ خپله کړي. د سیاسي بې ثباتۍ دوره چې په ۱۹۴۱ زکال کې خپل اوج ته ورسېده د ګڼ شمېر کودتاه ګانو شاهده وه. [1]
په ۱۹۴۱ زکال کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په عراق کې د شهزاده عبدالله حکومت د طلایي مربع په نامه فاشیست پلوه پوځي افسرانو ډلې له خوا چې رشید علي یې مشري کوله راوپرځول شو. لنډ مهالي نازي پلوه عراقي دولت د ۱۹۴۱ زکال په مۍ میاشت کې د انګلیس – عراق د جګړې پر مهال د متفقینو له خوا ماته وخوړه. له دې وروسته له عراق څخه د ویشي فرانسې تر کنټرول لاندې د سوریې په قیمومیت او همدارنګه په ایران باندې د انګلیس او شوروي له برید څخه د ملاتړ په برخه کې ګټنه وشوه. ورته مهال د کردانو رهبر مصطفی بارزاني د بغداد د مرکزي دولت پر وړاندې د پاڅون رهبري وکړه خو له ماتېدو وروسته بارزاني او ملګري یې شوروي اتحاد ته وتښتېدل.
په ۱۹۴۵ زکال کې د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو پړاونو کې عراق له ملګرو ملتونو سره یوځای شو او د عربي اتحادیې یو له بنسټګرو هېوادونو څخه شو. په ۱۹۴۸ زکال کې د الوثبه په نوم وګړیز پاڅون په ټول بغداد کې له بریتانیا سره د دولت د معاهدې پر ضد او له کمونیزم څخه په ملاتړ رامنځته شو. په پسرلي کې نورو اعتراضاتو هم دوام وموند خو په مۍ کې له دې امله ودرېدل کله چې د ۱۹۴۸ زکال د عربو او اسرائیلو په جګړه عراق ښکېل شو او پوځي حالت یې اعلان کړ.
د ۱۹۵۸ زکال په فبروري میاشت کې د اردن ملک حسین او شهزاده عبدالله د مصر او سوریې له اتحادیې سره د مقابلې په موخه چې په وروستیو کې رامنځته شوې وه د هاشمي پاچاهۍ د اتحادیې جوړولو وړاندیز وکړ. په پایله کې د عربو فدراسیون د ۱۹۵۸ زکال د فبروري په ۱۴ مه رامنځته شو خو ډېر لنډ عمر یې درلود. دغه فدراسیون په ۱۹۵۸ زکال کې د عبدالکریم قاسم له خوا د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د پاچاهۍ په رانسکورولو له منځه ولاړ.