ريبيکا وېسټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډيم سيسلي ايزابېل فيرفيلډ (Dame Cicily Isabel Fairfield) د برتانوي سترواکۍ د ترتيب ښځينه قوماندانه “DBE” (۱۸۹۲، ډسمبر له ۲۱ ـ د ۱۹۸۳ ز کال د مارچ تر ۱۵) چې د ربيکا وېسټ يا ډيم ريبيکا وېسټ په نومو پېژندل کېږي، يو برتانوۍ ليکواله، ژورنالېسته، ادبي کره کتونکې (نقاده) او يون ليکواله وه. وېسټ چې په بېلابېلو ژانرونو کې يې ليکل وکړل، د ټايمز “The Times”، نيويارک هيرالډ ټرېبيون “New York Herald Tribune”، سنډی ټيلګراف “The Sunday Telegraph” او نيو ريپبلک “New Republic” رسنيو لپاره يې د کتابونو بيا کتنه وکړه او د “Bookman” خبرياله وه. د نوموړې ستر کارونه [کتابونه] په ۱۹۴۱ ز کال کې د يوګوسلاويا د تاريخ او کلتور په اړه «تور وری او خړ باز:Black Lamb and Grey Falcon»، په ۱۹۵۵ زکال کې د پوډرو روزل “A Train of Powder”، د نيوريمبرګ محاکمو په اړه د نوموړې پوښښ چې په اصل کې په نيو يارکر “New Yorker” کې خپور شو، د درغلۍ معنا (چې په لومړي ځل په ۱۹۴۵ ز کال د مجلې د يوې مقالې په توګه خپور شو او وروسته په ۱۹۴۷ ز کال کې کتاب شو)، وروسته په ۱۹۶۴ زکال کې «د درغلۍ نوې معنا»، د برتانوي فاشيست ويليم جويس “William Joyce” او نورو د محکمې يوه څېړنه، په ۱۹۱۸ ز کال کې د «د سرتېري بېرته راستنېدل»، د لومړۍ نړيوالې جګړې يو عصري ناول او د خپل ژوند ليکنيز ناولونو اوبري درې ګونې مقالې “Aubery Trilogy”، په ۱۹۸۵ ز کال کې «فواره تر څنډو توئيږي:The Fountain Overflows»، دا رښتينې شپه “This Real Night” (چې له مړينې څخه وروسته يې په ۱۹۸۴ ز کال کې خپره شوه) او د ۱۹۸۵ ز کال د کاکا زوی روزامنډ “Cousin Rosamund” دي. د ټايم ورځپاڼې نوموړې «په ۱۹۴۷ ز کال کې بې له شکه د نړۍ لومړنۍ ښځينه ليکواله وګڼله». نوموړې په ۱۹۴۹ ز کال کې CBE او په ۱۹۵۹ کې د برتانوي سترواکۍ ښځينه قوماندانه “DBE” (Dame Commander of British Empire) شوه، چې په هر حالت کې يې نکل «ليکواله او ادبي کره کتونکې» لوستل کېږی. ريبيکا د “Rebecca West” مستعار نوم د “Henrik Ibsen” له لورې په “Rosmersholm” کې د سرکښه ځوانې اتلې له نوم واخيست. نوموړې د “Benson Medal” ترلاسه کوونکې وه. [2][3]
ريبيکا وېسټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | لندن |
مړینه | لندن |
تابعیت | برېتانيا |
ژوند ملګری | اچ.جي. وېلز |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1] |
د کړنې څانګه | فیمینزم |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |