سنګاپور
سوېل ختيځه اسيا کې يو ټاپويي هېواد، او ښاري دولت / From Wikipedia, the free encyclopedia
سنګاپور (sɪŋ(ɡ)əpɔːr) په رسمي توګه د سنګاپور جمهوریت، په سمندري سویل ختیځې اسیا کې یو خپلواک ټاپو ښاري دولت دی. د استوا په شمال کې د جغرافیايي عرض البلد په یوې درجه کې (۱۳۷ کیلومټره یا ۸۵ مایله) پروت دی، چې د مالایا ټاپو وزمې سویلي څنډه کې، په لویدیځ کې د مالاکا تنګی، په سویل کې د ریاو ټاپو (اندونیزیا) سره پروت دی.
سنګاپور | |
---|---|
بیرغ | نښان |
کينډۍ:د چین منځکينډۍ:Legend inline سنګاپور په کينډۍ:Legend inline آسهآن | |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 1.3°شمال 103.8°ختيځ / 1.3; 103.8 [1] |
پراخوالی | 719.1 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | سنګاپور |
رسمي ژبې | انګليسي ژبه [2]، مالیزیایي ژبه [2]، معياري چينايي ژبه [2]، تاميلي ژبه [2] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۹ اگسټ ۱۹۶۵ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 21 کلن |
بې کارۍ کچه | 2.1 سلنه (۲۰۱۶)[3] |
اوسط عاید | |
نورې عددونه او شمېرې | |
ترافيکي لورۍ | کيڼ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | SG |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +65 |
د دې هېواد خاوره له یوې اصلي ټاپو، ۶۳ خوروورو ټاپوګانو او له یوې لرې ټاپو څخه جوړه ده، چې د ځمکې مساحت یې د هېواد د خپلواکۍ راهیسې د پراخو پروژو په پایله کې ۲۵٪ ډېر شوی دی. دا هېواد په نړۍ کې درېیم ګڼ نفوس درلودونکی هېواد دی.
سنګاپور د ګڼ کلتوري نفوس په درلودلو سره او د کلتوري هویت د درناوي د اړتیا له مخې څلور رسمي ژبې لري: انګلیسي، مالایي، ماندارین او تامیل. عصري سنګاپور په ۱۸۱۹ کې د سر سټامفورډ رافلس له خوا د برتانیوي سترواکۍ د سوداګریزې پوستې په توګه تاسیس شو.[5]